استاد ګلزار عالم او د پښتون ژغورنې غورځنګ/ وکاس خان اېسپزی

0 862

څو اوونۍ وړاندې په ټولنیزو رسنو دا خبر خپرېدو چې د پښتو او د پښتنو تکړه سندرغاړی استاد ګلزار عالم د کابل په یو روغنتون کې ناروغه پروت دی.

استاد ګلزار عالم د یو پښتون سندرغاړي په حیثیت په پښتو موسیقۍ کې خورا ملي او انقلابي رول لوبولولی دی ـ که یو خوا یې پښتنو ته د غني خان لیکلی شوی ملي سرود «اے زما وطنه د لعلونو خزاني زما» زمزمه کړی دی او د وطن په غرونو کې یې د زمردو, یاقوتو او مرمرو د ډبرو خزانې وریادې کړې دي او دا ورته ښایي’ چې ته بې وسه او غرېب نه یې, ته دې وطن د خزانو څښتن یې؛ خو! ستا د وطن د خزانو نه تورښامار منجېله شوی دی او ته یې د خپل حق نه ناحقه کړی یې؛ نو د دغه تور منجېله شوې ښامار د وطن د خزانو نه د زغلولو لپاره یې د رحمت شاه سائل صېب انقلابي سرود «دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب» زمزمه کړو ـ دا یې پښتنو ته وریاد کړل چې د وطن د خزانو اصلي واکداران تاسو د ازادۍ د انقلاب نه بغیر نشئ کیدای او د ازادۍ د انقلاب نه بغیر تاسو د وطن د خزانو نه تور منجېله شوی ښامار نشئ زغلولی.

پنجابي استعمارګر چې کله د یو وتلې پښتون سندرغاړي په موسیقۍ کې قامي او انقلابي کار وکتلو او پر دې پایلله ورسيدل چې دا سندرغاړی راته نور ویده پښتانه راوېښوې نو ملایان یې ورپسې کړل چې څو یې تبلیغي کړي او د پښتون قامي تحرېک لارې نه یې په ګډو وډو سر کړي ـ

استاد ګلزار عالم پر دې پوهه وو چې د پښتنو په راوېښولو, د دۀ برخلافو اسلام په خطره کې شوی دی او اوس به ورته خامخا د ملایانو په توګه څه نه څه دسیسه جوړوي چې ګلزار عالم سور کاپر دی او موسیقي حرامه ده’ نو د مخکې نه یې ورته د حبیب جالب «خطروں میں اسلام نهیں» زمزمه کړی وو او پنجابي استعمار ته یې دا پر ګوته کړل چې اسلام ته هيڅ خطره نشته, ستاسو غټو غټو خېټو, پلنو څټونو, حرام مال و حال, ناجایزه جائیداد او د محکومو قامونو د خزانو په لوټ مار باندې جوړو شوو ماڼیو ته خطره ده ـ

په پښتونخوا وطن کې د «پنجابي اسلام» دلالانو په استاد ګلزار عالم د “کوپر” فتوا ورکړه ـ استاد ګل ګل پېښور نه کابل جان ته لاړو” څو هلته نه د پښتو او پښتنو ته چوپړ وکړي او خپل غږ هلته نه کوزو پښتنو سره بدرګه کړي ـ ګل ګل پېښور که د لوی وطن د ژمې پلازمېنه وه نو کابل جان یې ګرمۍ پلازمېنه وه نو لهذا استاد هلته مهاجر نه دی, د لوی وطن وګړی دی ـ سائل صېب وائي:

پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي
لكه دوه سترګې پۀ یو مخ دَ يو جانان دي

څو اوونۍ تیرې شوې خو زما پام د استاد پر ځای د وزیرستان نه راوچت شوې د مسیدو ژغورنې پر غورځنګ وو ـ کوم چې پښتونخوا بېلا بېلو سیمو نه تیر شو او اسلام اباد ته د لانګ مارچ په شکل کې لاړو او په واپسۍ کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ شکل اختیار کړو ـ په اسلام اباد کې د پرلت نه پس دا غورځنګ د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې خپور شو او د ژوب نه واخله تر کوټې پورې یې جلسې او جلسونه وکړل ـ پرون په اتم اپرېل یې په پېښور کې تاریخ سازه جلسه وکړه ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ په بېلا بېلو جلسونو کې د غورځنګ ځوانانو مشرانو په خپلو ویناګانو کې تور پنجابي استعمار نه یواځي وننګوه بلکې قسماقسم ټکونه یې پرې وکړل، د کومو چې په پښتونخوا کې چا تصور نشو کولای او د استاد ګلزار عالم غوندې هنرمندانو به چې د سیف الرحمان سلیم، غني خان، اجمل خټک او د رحمت شاه سایل کلامونه د پښتنو لپاره په توګه زمزمه کول چې د پښتونخوا په محکومو پښتنو کې اجتماعي شعور راشي، تور پنجابي استعمار به دهغه سندرغاړې د قسماقسم ستونزو سره مخ کول؛
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تاریخي جلسې نه پس د بخت بیدار افغان د پوسټ په توګه ایله د استاد ګلزار عالم د حاله خبر شوم ـ چې نوموړې د جلسې په اړه خپل احساسات شریک کړي وو، نوموړي ویل: ملګرو نن مې میرمن او اولادونه کور کې نه وو، د غرمې نه وروسته د پېښور د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په لایو بڼه کیناستم، ملګرو! په ذولجلال رب مې دې قسم وي نن مې ډیره موده پس په چغو چغو وژړل ـ

وړاندې د استاد ګلزار عالم ژړا یواځي د دۀ ژړا بللی کیده، خو اوس د استاد ژړا د یو پاڅون بڼه اختیاره کړي ده او دا نړیوال بشري حقوقو مدافعینو ته د ټول قام ژړا ده، دا دومره توانا ژړا ده چې د دې سېلاب به د تور پنجابي استعمار د ظلم ماڼۍ رانسکورې کړې ځکه چې اجمل خټک وایې

نن ټول خلک د هاغې محبوبه سندرې وایي
خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply