پاکستان له انزوا وتل او موږ د ترهګرۍ ځپل غواړو/محمد روښان ښاد

0 648

د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسي نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه د یاد هېواد د دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د دولتونو اړیکې او مناسبات په دوه اړخیزو ګټو ولاړ وي، نو له همدې امله دواړه لوري کوښښ کوي چې له دغه سفر څخه د خپل هېواد او ولسونو په ګټه استفاده وکړي.

 افغان حکومت کوښښ کوي چې دغه سفر د دولت په دولت اړیکو د پیل لپاره یو فرصت شي، تر څو پر افغانستان تحمیل شوی جنګ پای ومومي او د ترهګرۍ ځالې داسې وچې شي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګریز برید ترسره نشي.

برعکس پاکستان غواړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري پر دوی شته فشار را کم او پاکستان له اوسنۍ انزوا څخه بیرون کړي، په همدې خاطر پاکستان په دې وروستیو کې پر افغانستان خصوصاً په کونړ د توغندیو بریدونه او هوایي بمبار زیات کړی او همدارنګه د کندز له پېښې څخه د تبلیغاتي جنګ په توګه استفاده کوي.

له دې څخه د پاکستان اصلي هدف دادی چې په افغانستان کې عام وګړي د حکومت پر ضد راولمسوي او حکومت د ولسي فشارونو او غوښتنو له لارې دېته مجبور کړي چې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر لغوه اعلان کړي، تر څو پاکستان دا پلمه او فرصت ترلاسه کړي چې دوی غواړي له افغانستان سره خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي، خو افغان حکومت مذاکراتو ته چمتو نه دی.

د پاکستان دغه موخه افغان حکومت لا دمخه درک کړې او دوی پوهېږي چې پاکستان د نړیوال فشار او انزوا څخه د وتلو لپاره هرې وسیلې او پلمې ته لاس اچوي، خو دا چې هیڅ په لاس نه ورځي دا د پاکستان د ناکامې پالیسۍ او غلطو سیاستونو نتیجه ده.

پاکستان ته په کار دي چې له اوسني وضعیت، نړیوال فشار او انزوا څخه د وتلو لپاره د منفي لارو او وسیلو پرځای په مثبت او ګټورو لارو چارو غور او فکر وکړي داسې لارې او وسیلې چې هم د دوی لپاره ګټورې او هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د منلو وړ وي.

د دې لپاره لومړی ګام چې پاکستان یې باید واخلي د افراطیت او ترهګرۍ ضد اقدام دی، تر هغو چې پاکستان د ترهګرو ځالې او پټنځایونه له منځه یونسي او د تروریستانو له تمویل او تجهیز څخه لاس وانخلي ، نو تر هغوبه د پاکستان ناکامه هڅې هیڅ نتیجه ورنه کړي.

د پاکستان عوامو ته ښایي چې په خپل حکومت په ځانګړي ډول په نظاميانو فشار راوړي او هغوی له اوسنیو غلطو سیاستونو څخه را وګرځوي، تر هغو چې پاکستاني مقامات خپل اوسنی دریځ بدل نه کړي، نو باور مې نشي چې پاکستان دې په سیمه او نړۍ کې خپل بایللی باور او حیثیت بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان ته ښایي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هغه معقول وړاندیز غور وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شته ستونزو، اندېښنو او معضلو د حل لپاره یې ورته بلنه ورکړې. افغان ولسمشر بار بار ویلي چې د دولت په دولت اړیکو او مذاکراتو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې په اساسي توګه حل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply