د پنجاب دښمني یوازې د ډیورنډ پر سر نه ده/ سرور ستانکزی

0 1,098

پښتنو د تاریخ په اوږدو کې له پنجاب سره ډېرې جګړې کړي، هیڅ جګړه پنجاب ورځنې ګټلې نه ده. هر ځل، چې پنجاب د آزادۍ هڅه کړې، زمونږ نیکونو پر دا سر سر ټکولي، که د ۱۷۳۷ تر ۱۷۶۳ تاریخ ولولئ؛ د سیند او پنجاب خلک مو ډېر ځغلولي.
ګلخانان باید پر دې پوه شي، د پنجاب دښمني یوازې د ډیورنډ کرښه نه ده، د پنجاب دښمن یوازې د بر افغانستان، افغانان هم نه دي، پنجاب خپله تاریخي دښمني پالي. پنجاب بې کوره شوی، غلام پاته شوی، حق یې اخیستل شوی، دا هر څه افغان او خصوصاً د لر او بر پښتنو پرې کړي، د پنجاب هیڅ شی له یاده وتلی نه دی.
ای ګلخانه؛ زارۍ درته کوم، په خپل ځان او پر ما رحم وکړه، نور راویښ شه، قسم مې دې په رب وي که پنجاب درخپل کړای شې، پنجاب زما او ستا دواړو ختمول غواړي، پنجاب به هیڅ وخت له خپلې تاریخي دښمني تیر نشي، د پنجاب هر څه پر یاد دي.
ای ګلخانه؛ دا هم واوره، که راویښ نشوې، د دوست او دښمن توپیر دې په خپل وخت ونه کړ، بیا دا ورځ ډېر زر راتلونکې ده، زه به یې پر تا وژلی یم، ته به یوازې یې، بیا به همدا پنجاب ستا پر عزت، کور، ښځو … هر څه درخیژي، زما روح به هر څه ویني، بیا به ډېر درته ځوریږم، خو نړۍ ته د بیا راتګ اجازه به نه لرم، تر څو عملي مرسته دې وکړم، د نړۍ پردي ملتونه به یوازې ننداره کوي، که ډېر ښه درسره وکړي، پر تا ظلم به وغندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply