د داکتر نجیب الله په هکله یو نامناسب بحث /جمال رحمن

0 1,271

په دی ورځو کې د داکتر نجیب الله په هکله یو غیر متوازن، د سیاسی او اخلاقي معیارونو نه لری او تر ډیره حده بی سویې بحث روان دی. د داکتر نجیب الله سره به د چا جوړه او د چا ورانه وي دا یې حق دی. ځکه داکتر نجیب الله د یوی ايديالوژۍ پلوی ؤ، د هیواد د یو مهم ګوند غړې او ان تر مشرتابه یې ورسید. په دی برسیره داکتر نجیب الله لومړی د ګوندی لارې د دولت مشر شو چې بیا د انتخاباتو له لاری په سختو شرایطو کې ددی هیواد جمهور رئیس وټاکل شو. دغه شان شخصیتونه طبعآ هم په ګوند، هیواد، سیمه او جهان کې پلویان او مخالفین لري. زه د داکتر نجیب الله نه ګوندی ملګري یم، نه می دده په وخت کې ماموریت کړی او نه ورسره کوم سیاسی، کورنې او یا قومی قرابت لرم او نه یې په دغه ملحوظاتو ملاتړ او یا مخالفت کوم.

څوک چې د داکتر نجیب الله په شان موقفونو کې کار کوي طبعآ د لویو او وړو تيروتنو اشتباهاتو، مخالفتونو او حتی د لویو فاجعو باعث کیږی. خو هغه څه چې داکتر نجیب الله د نورو ډیرو سیاسینو، ټوپکیانو او مجاهدینو نه متمایز کوي هغه دادی چې هغه په اګاهانه توکه خپله لار ټاکلې وه، ده په ډیره اګاهانه توګه د خپل ګوند سیاسی لوري ته تغیر ورکړ او د وطن د ګوند په تاسیس سره یې هغه په یوه ملي او د افغانستان په مدافع ګوند بدل کړ. داکتر نجیب الله په سختو شرایطو کې د خپل ولس سره ودرید، د هیواد د سوکالۍ او سولې په خاطر د جمهوري ریاست چوکۍ پریښودو ته عملآ حاضر شو او د ملګرو ملتونو د سولې پلان د تطبيق له پاره یې د خپل قدرت او ژوند په قیمت کار وکړ.
دده په وخت کې د افغانستان د حریم نه دفاع کیده، د وسله وال پوځ، ملی امنیت، پولیسو او دولتي مامورينو معاشات د ملی منابعو نه اجرا کیدل. دولتی ملکیت ته د ملي ناموس په سترګه کتل کیدل، زموږ په تاریخ کې وسلې ته د دفاع د وسیلې او ناموس په سترګه کتل کیده چې د داکتر نجیب الله د حکومت د سقوط تر وخته دغه اصل په ځای ؤ او ملي نوامیس نه يوازې دا چې په پاکستانی بازارونو کې نه لیلامیدل بلکې د هغو نه د سر په قیمت دفاع کیدله.
د افغانستان د استخباراتی اسنادو آرشیف د داکتر نجیب الله په وخت کې نه يوازې دا چې د اۍ اس اۍ په اختیار کې ورنکړې شو، بلکې د هغې نه په پوره امانت دارۍ او مسؤلیت دفاع وشوه.
د پنجابی دښمن په لاس زموږ په خپل کور کې د داکتر نجیب الله قتل زموږ په تاریخ یو نه پاکیدونکی تور داغ دی چې ناوړه روحي تاثیرات به یې په پیړیو موږ زوروي.
لنډه دا چې داکتر نجیب الله ددی وطن یو سياستمدار ؤ، نه کوم پبغامبر چې د انتقاد نه مبرا وي. خو هغه کسان چې د داکتر نجیب الله په شان شخصيتونو پسې سپکې سپورې لیکي، باید خپله په سیاسي، ملي او اخلاقي تقوی ملبس وي څو د خلکو قناعت وړ وګرځي. هغه خلک چې په افغانستان کې د روان ناورین باعث شوي باید یوځل د خپل وجدان سره محاسبه وکړي او بیا د قلم د عفت په ساتلو سره په نورو پسې خبرې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply