د ننګرهار په هکله نا ویل شوي حقایق بیان شول

0 912

د ننګرهار په هکله نا ویل شوي حقایق بیان شول:

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر د ننګرهار په هکله نا ویل شوي حقایق بیان کړل.
اجمل عمل تیره ورځ د ننګرهار په خبري کنفرانس کې د ننګرهار په نا امنیو کې څلور کورنۍ متهم کړې، که څه هم د کورنیو نومونه یې دقیق یاد نه کړل، خو داسې یې وویل چې د نوموړو کورنیو غړي د ننګرهار په نمائنده ګي د پارلمان او مشرانو جرګې غړي دي.
اجمل عمر په خپلو خبرو کې وویل، چې د ننګرهار د وکیلانو تلاشي پر لارو کې نه اخیستل کیږي او په تورو شیشو موټرونو کې ګرځي، که کوم عسکر تلاشي ځنې واخلي؛ په سبا یې له دندې ګوښه کړی وي.
اجمل عمر دا څرګندونې هم وکړې، چې د ننګرهار د اکثره اداراتو مامورین د پارلمان د غړو پر زور په دندو ګمارل کیږي او همدا شان له دندو ګوښه کیږي.
نوموړي وکیل وایي، چې په ننګرهار کې داسې زورواکي هم وجود لري، چې د ولسمشر له پریکړو سرغړونې کوي و حتا د ولسمشر زور پرې بر نه دی.
په آخر د خبرو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل، چې د خوګیاڼو د ولسوالۍ د طالبانو د اسلحې او خوراکي څیزونو منبع هم د ننګرهار وکیلان دي او د طالبانو د ټولو امکاناتو د ورکړې زمینه سازي کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply