د طالبانو د “الخندق” تناقض او قياس مع الفارق / جمشيد غزنيوال

0 775

د ۶۲۷مېلادي کال د مارچ مياشت د هجرت له پنځم کال سره سمه وه چې د بنو النضير قبېلې له رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم سره کړی تړون مات کړ او د دوی د وژلو نيت يې وکړ. له نورو ډلو سره يې هم لاس يو کړ او ورو ورو يې پر مسلمانانو جغرافيه راتنګول پيل کړل.
خو رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم هم له دې حالاتو غافل نه و، خپل ملګري يې را وغوښتل او د خطر د مخنيوي په هکله يې مشوره ترې وغوښته. په دوی کې سلمان فارسي «رض» د مدينې منورې په شمال کې د خندق کيندلو مشوره ورکړه… او په دې ډول دوی د کفارو له خوا د محاصره کېدو مخه ونيوله.

د خندق غزا د قران‌کريم په احزاب سورة، اسلامي تاريخ او سېرت کې ياد ځای لري، خو نن د طالباني امارت په لايحه کې د هغه هرج مرج لپاره کارېږي چې شعاري هدف يې کافر، خو عملي ښکار يې مسلمان دی. دې جګړې د مسلمان انسان پنځه شرعي مقاصد يې تر پښو لاندې کړي او د يوې وبا په څېر پرې را ټيټه ده.
طالبانو د مسلمانانو د خندق له غزا ۱۳۹۱ کاله وروسته د اپريل پر ۲۵مه د «الخندق» په نامه د ذهني وېرې د خپرتيا تبليغات پيل کړل، ذهني وېره يې ځکه بولو چې د طالب عملي قساوت هره ورځ ليدل کېږي، د ذهنونو د مغشوشولو لپاره يوازې د کال په سر کې نوم ور بدلوي.

خو جالبه دا ده چې د «الخندق» په هکله د طالبانو په اعلاميه کې تناقض او سپين‌سترګي دومره زياته موندل کېږي چې بېرته يې دوی پخپله کټ مټ مصداق ګرځي. مثلاً دوی په اعلاميه کې ليکلي چې «…او اشغالګر مو هره لحظه له مقدساتو نیولې تر بیوزله ولسي وګړو پوري ټول د خپلو بریدونو هدف ګرځوي، دیني عالمان، د قرآن کریم حافظان، قومي مشران او عام افغانان په بیرحمي سره په شهادت رسوي، بشپړ ښارګوټي، صحي مراکز، مقدسه اماکن، شنه فصلونه او سمسور باغونه مو په بل مخ اړوې…»
د طالب په جګړه کې چې ديني مقدساتو کومه ضربه وليده، په فکري تقابلي بحثونو کې به يې هيڅکله نه وي ليدلې، ستاسې به په ياد وي چې په صدارت څلورلارې کې تر بريد وروسته يوه مسلمان افغان پر فيسبوک خپل غږ خپور کړ او له اسلام سره يې خدای پاماني وکړه…

د قومي مشرانو ترور، د مدرسو د شاګردانو کارول او د مکتب د شاګردانو کړول او وژل خو د طالب په ريکارډ کې ايښي او ټولې رسنۍ يې ليکلي راپورونه لري. د ښار امن او ودانۍ طالب نړوي، صحي مراکز دوی تر بريد لاندې نيسي «د سردار داود خان او جمهوريت روغتون بريدونه خو مو ښه په ياد دي.» مقدس اماکن لکه جوماتونه د دوی په لوګيو پټ دي، سلاح‌کوټونه يې تر جوړ کړي او ډېر کله د لواطت په شنيع عمل هم پکې ګير شوي دي. شنه فصلونه خو موږ په سترګو وينو چې يا د ماين‌کاري له لاسه وچ وشول يا يې خاوندان کډې کولو ته اړ شول، د کارېز د پيسو را ايستل يې تکفير کړي دي يا يې له کليوالو پخپله اخلي.

دا خو يې د اعلاميې د تناقض مشت نمونه خروار ده. سپين‌سترګي يې په دې کې ده چې دا ولس سوچ له عقله خلاص ورته ښکارېږي، داسې ورته غږېږي لکه د هېرا منډه‌يي له کړکۍ چې کومه لولۍ يا زاني د عام بازار خلکو ته د حيثيت، ابرو او عزت درسونه ورکوي.
قياس مع الفارق دې ته وايي چې يو شی له علت، مناسبت او اشتراکه پرته له بل شي سره هم‌رنګه او عين شی وګڼل شي.
په منطق کې قياس مع الفارق «نادرسته مقايسه، د تمثيل مغالطه» تمثيل هم بولي او د سقراط په استقرايي منطق کې هم نه شاملېږي.

د پيغمبر عليه‌السلام له غزوې سره د پنجاب د نيابت د جګړې ورته ګڼل، پخپله هغه جسارت دی چې په ديني لحاظ يې توجيه خطر ته وتلای شي. خبره دا ده چې د طالبانو جګړه له لويه سره نيابتي او جګړه‌يز سياست ته د دين په استخدام روانه ده او دغه کشاله تر اوسه پورې پسې پراخېږي.
طالبان په اصطلاح د «الخندق عملياتو» په هکله په اعلاميه کې بل ځای وايي چې «امریکایان او د هغوی استخباراتي ایجنټان به یې لومړنی هدف او داخلي ملاتړي به د ثانوي هدف په حیث ورکې په نښه کیږي او هم به دفتنه ګرو را ټوکیدلي او راټوکېدونکي حرکتونه په نطفه کي خنثی کیږي.ان شاءالله.»
که له طالب سره څو شېبې د ده جګړه مشروع هم فرض کړو، تاسې و خدای چې په کومه جګړه کې يې امريکايان په نښه شوي!؟؟ له ۲۰۱۵ کاله راهيسې يې څو تنه امريکايان وژلي؟ د ملګرو ملتونو يا يوناما په دغه راپور کې يې کتلای شئ چې عنوان يې دی؛
«د ملګرو ملتونو رپوټ: په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۰۰۰ ملکي تلفات
ځانمرګي بریدونه اوځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي د ډیر شمیر مرګ ژوبلې لامل شوي»
لينک يې دغه دی https://unama.unmissions.org/protection-of-civilians-reports، وګورئ چې طالبانو څومره امريکايان په نښه کړي دي!؟ که د يوناما د راپور پر کره‌توب شک لرئ، د هرې ورځې شخصي يادښتونه مو ولټوئ چې دلته د امارت د لايحې خبره څو توله خېژي؟

کله چې حکومت د دوی پر وړاندې عمليات کوي، دوی د خپل ځان د ساتلو په موخه د ملکيانو د ساتنې نارې وهي، خو هغه بيا ملکيان نه بلل کېږي چې هډوکي يې د دوی په فدايي حمله کې رېز مرېز شي.
ازادۍ راډيو د هغو ملکي افغانانو په هکله د «څوک و؟» تر عنوان لاندې يوه تحقيقي خپرونه پيل کړې ده چې د طالبانو او داعشيانو په حملو کې شهيدانېږي، څو عنوانونه يې دغه دي؛
• خانم ګل د يو نيم کلن ماشوم مور وه
• سيد احمد رشيد د نهم ټولګي زده‌کوونکی و
• رقيه د اتو ماشومانو مور وه
• د سجاد يوازېنۍ هيله تعليم وه
• مهدي د نوروز له مېلې څخه کور ته د ستنېدو په حال کې و
• نجيب الله د څلورم ټولګي زده‌کوونکی و
• احمد ولي د کانکور د ازموينې لپاره تياری نيوه
• رازق احمدي د کورنۍ يوازېنی ډوډۍ راوړونکی و
• عبدالمنان د ټرافيک پوليس و
• صفي الله د لوبو په وخت ووژل شو
• حسين علي فلمبردار و
• قدم علي د ماښام د لمانځه لپاره جومات ته تللی و
• عبدالله د دريو ماشومانو پلار و
• پښتون اخوندزاده د کور يوازېنی روزي راوړونکی و
• نجيب الله له لوړو زده‌کړو برخمن ځوان و
• شريف الله کوژده کوله
• محمد عیسی پرته له دې چې خپل پنځه میاشتنی ماشوم وویني، مړ شو.
په دغو پورته عنوانو د ازادۍ راډيو ټولې مستندې خپرونې د هغوی پر سايټ انلاين خپرې دي، طالباني او هيبتي امارت يې کوم ديني، ټولنيز، انساني، اخلاقي او واقعي ځواب لري!؟؟

سره له دې د خپلې اعلاميې په يوه پراګراف کې ليکي؛ «دا چې مجاهدین د (اشداء علی الکفار رحماء بینهم) د الهی ارشاد له مخې پرمسلمانانو خواخوږی او پر دښمن سخت زړی وی نو باید د (الخندق) جهادي عملیاتو پر مهال د ولسي خلګو د ځان او مال خوندیتوب ته خاصه توجه وکړي او د اهدافو په نښه کولو کي له پوره احتیاط څخه کار واخلي.»
راځئ بيا يو څو شېبې له طالب سره دا ومنو چې سمه ده موږ په ملکي او نظامي وېشلي يو او د نظامي کسانو ويشتل مو در بښلي، لکن دغه ايت شريف چې تاسې ليکلی، د پورته دلايلو په موجوديت کې يې څنګه تطبيقوئ؟

تاسې خو «اشداء علی المسلمين» ياست. تاسې دوې ورځې وړاندې د لوګر د والي مرستيال قمرالدين شکيب شهيد کړ، خو په ۲۰۱۴ کال کې مو برګډال امريکايانو ته سهي سلامت تسليم کړ. د جوشوا بويل او کيټلان کولمن کاناډايانو سپارل مو هم خپله وجيبه ګڼله، د جنسي تېري شرم خو لا يوې خوا ته کښېږدئ، موږ ته خو د تذکرو مامور هم د موچي په تار را حلالوئ…
داسې سلګونه پېښې دي، خو طالب د سالم ډيالوګ ځواب هم په توپک وايي.

دا خبرې يوازې هغوی ته ليکم چې لا هم د طالباني جګړې ځينو ابعادو ته ځير نه دي او کله کله د حکومت په مخالفت کې د نظام د پايو نړولو ته لاشعوري کار کوي.
راځئ يوه شېبه فکر وکړو چې «الخندق» عمليات رښتيا هم کټ مټ هماغه عمليات دي چې د اسلام د پيغمبر «ص» او صحابه کرامو په سېرت کې يې لولو، که دا نور دي؟
طالبانو د حکومت د سولې د وزرو غوړولو ته د الخندق کنده وکيندله، خو هغوی چې پر خدای توکل نه کوي او يوازې د خپل بادار د وسلو پر وېش عقيده لري او د مسلمان ملت قصابه کولو ته جهاد وايي، له خپل ټول حيثيت سره به په همدې خندق کې دفن کېږي.
دا خو لا پرېږده چې الخندق په هغه وخت کې اعلانېږي چې امريکا او پاکستان د طالبانو او افغان دولت د سولې په برخه کې توافق ته نه رسېږي. تر کاسه لاندې شل نيم کاسې دي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply