د جنګسالارانو د نوي نسل، زاړه ارمانونه

0 586

افغانستان د ۲۱مې پېړۍ د جنګسالارانو خوندي هېواد دی چې مظلومان پکې خاینان او زورواکي پکې اتلان بلل کېږي.

د نړۍ په دغه هېواد کې پروني جنګسالاران د نننۍ ډېموکراسي مخکښان او د بشرد حقونو ناقضین یې د خلکو د حقونو دعویداران دي.
افغانستان کېدای شي د نړۍ یوازېنی هېواد وي چې قانون یې کمزوري ته جوړ شوی او زورور یې ځان تر اساسي قانون لوړ ګڼي.
دغه تاریخي خاوره کېدای شي د نړۍ پر مخ بې‌ساری هیواد وي چې د بشر د حقونو ستر ناقضین یې لویې رسنیزې ادارې او ان د بشري حقونو د دفاع په نوم بنسټونه لري.
افغانستان د جنګسالارانو لپاره داسې خوندي هېواد دی چې د محاکمې او پوښتنو پر ځای د هرې ورځې په تېرېدو سره چاغېږي او په ټولنه کې په عزت پړسول کېږي.
په تېرو ۴ لسیزو کې دغو جنګسالارانو چې شمېر یې په هر ولایت کې کم نه دی، د توپک په زور پر ولس واکمني وکړه او د خپل توپک له لارې یې دومره ناروا پانګه را غونډه کړه چې بچیان او چاپلوسان یې کېدای شي په ډېر ویاړ سره پر راټولې شوې غلا د کلونو کلونو لپاره پر ولس راج وچلوي.

په ۱۹۸۰یمو کلونو کې ولس له شوروي سره د جهاد په نوم د هغو قوماندانانو تر شا ودرېده چې پر کابل د واکمن نظام پر ضد یې پردۍ وسله په اوږو کړې وه.
په ۹۰يمو کلونو کې دغه قوامندان بیا د نورو لپاره له خپل ولس او خاورې سره وجنګېدل او د توپک په مټ یې ځانونو ته ژوند خوندي او نورو ته هدیرې خوندي کړې.
په دغه دوره کې یې د جنګسالار نوم خپل او د سیمې یو پیاوړی هېواد یې د لسیزو لپاره د نورو غلامۍ ته کښېناوه.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې دوی د قدرت، شهرت او پیسو په مینه کې ډوب شول او د داسې نظام لپاره وجنګېدل چې ټول څه یې د خپل پلار میراث ګاڼه او پر کړېدلي ولس یې په مستقیم ډول خپل سواد او خپل توپک واکمن کړي وو.
دوی په دغه موده کې وتوانېدل، ځانونه له اقتصادي او مالي پلوه دومره وپړسوي چې د کلونو پر ځای د لسیزو لپاره یې بچیان او لمسیان پر دې ټولنې واک او راج ولري.
پرپخواني ولسمشر د ملت د لویې برخې یوه لویه نیوکه همدا ده چې د محاکمې پر ځای یې جنګسالاران پر ملت واکمن او د خلکو او نړۍ امتیازات یې پر دوی ووېشل.
په دغه دوره کې د جنګسالارانو سیالي د بیلډینګونو او شتمنیو پر ډېرولو شوه او ښاغلي کرزي له امریکا سره د دښمني د پاللو په عقده کې دوی ته د ملت دسترخوان په لاس ورکړی وو.

په دغه موده کې دجنګسلارانو لویې برخې خپلو ناروا شتمنیو ته قانونیت ورکړ او ډېرو یې خپلې غونډونکې پانګې بهرنیو هېوادونو ته ووایستې او تورې شتمنۍ یې سپینې کړې.
ټولو له یوې مخې خپلې کورنۍ بهرته ولېږدولې او په افغانستان کې اختلاس کړې شتمنۍ یې د خپلې کورنۍ د غړو په نوم کړې.
دوی نه یوازې پر خپلو بچیانو په بهر کې لوړې زده‌کړې وکړې، بلکې له خپل نفوذ او واک څخه په ګټې اخیستو یې ډېر د دولت په لوړو څوکیو وګمارل او له ناروا سیاست سره یې اشنا کړل.
کله چې له ۲۰۱۴ وروسته د ډېرو جنګسالارانو عایداتي سرچینې وچې او شرکتونه یې تورو ليسټونو ته ور دننه شول، نو د دوی اعتراضونو زور واخیست.
دوی نه یوازې له حساب کتاب څخه د بچ کېدو، بلکې د خپلو شتمنیو د خوندي کولو په موخه شپه او ورځ د ملت او حکومت ضد ایتلافونو په جوړولو کار پیل کړ.
سره له دې چې د دوی منډو تر اوسه ډېره پایله نه ده ورکړې، خو ډېرو یې په یوه نوې جبهه کې خورا حساسې هڅې پیل کړې چې دا ځل ماتول یې د ملت په لاس کې دي.

دوی نه یوازې د پارلماني ټاکنو لپاره د خپلې کورنۍ غړي دروي، بلکې پر یو شمېر ځوانانو یې کار پیل کړی چې د خپلې ناروا شتمني په مټ یې تر ولسي جرګې ورسوي.
د سیاسي مشرانو له ډلې دا ځل ویل کېږي چې استاد سیاف، ګلبدین حکمتیار، حاجي الماس، اسماعیل خان او ګڼو نورو خپل زامن رامخې ته کړي او غواړي چې د ولسي جرګې پر دروازه یې ور دننه کړي.
حامد کرزي، عبدالله عبدالله، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني حاجي ظاهر او ګڼو نورو پر یو شمېر داسې ځوانانو پانګونه پیل کړې چې د دوی له دسترخوان سره بلد دي او د بریالیتوب په صورت کې به د دوی په ننګه خوله څیرې کړي.
دغې ډلې کسانو د واک د تندې په نشه کې داسې چاپلوسۍ او مختورۍ ته ملا تړلې چې تر اصلي جنګسالارانو دوی په هره روا او ناروا مسله کې ډېر تاوده تاوده کېږي.

ځینو یې لا د مخه د افغانیت پر ضد ناره پورته کړې او ښکاره یې ویلي چې که واک ته ورسېدل، غواړي ان د افغانستان نوم او افغان تاریخ بدل کړي.
دا سر ناخلاصي په دې لا نه دي خبر چې د دوی پلرونه په همدغه ارمان له توپک سره په هدیرو کې په ابدي خوب ویده شول.
ښکاري چې د جنګسالارانو دغه نوي نسل د افغانستان د تباهي لپاره نوې لوبه ډیزاین کړې او هڅې کوي چې پارلمان ته له بریالي کېدو وروسته نه یوازې د خپلو مشرانو ژوند، عزت، نوم، شمتني او په نظام کې د هغوی ونډه ور خوندي کړي، بلکې هغه پلانونه عملي کړي چې د دوی مشرانو له توپکي زور سره سره و نشوای کولای.
په دغو نویو دسیسو کې د افغانستان د هویت بدلول د دوی لومړنۍ او اساسي موخه ده چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو له خوا ورته لمن وهل کېږي.

دوی ته په مغزو کې د اوس لپاره دا ورپېچکاري شوي چې نه افغانان دي او نه هم د افغانستان غوښتونکي، بلکې دوی په لومړي ګام کې د افغان ملي هویت نه منونکي او بیا وروسته د افغانستان او افغان په نوم د هر څه د بدلولو غوښتونکي دي.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د روان کړکېچ یوه لویه نېکبختي دا وه چې ولس کې پر ملي مسلو اتفاق وو او د بېلتون غوښتنې ډرامه پکې نه تر سترګو کېده، خو دا ځل دښمن په ناسم وخت کې د افغانستان پر ټپ خنجر ایښی چې هر پلو یې له ښورولو سره دا هېواد خوږېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply