ټولنيزې رسنۍ او شخصیت / آغاملوک سهار

0 1,097

اوس ډيری په دې باور دي چې خپل پلويان او مخاطبان بايد د ټولنيزو رسنيو له لارې تر تاثیر لاندې راولي او ځان سره يې نژدې وساتي. خو دوی هم د ډیرو تر تاثیر لاندې وي، ورځ تر بلې متاثره کیږی. همداسې د ټولنیزو رسنیو ډیر استعمال هم یو کس له مجراجویې څخه محافظه کاري ته ورځ په ورځ نژدې کوي، په ټوله کې په روحیه، شخصیت او کار یې منفې تاثیر اچوي. 

د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه يو کس پوښتنه وکړه چې څنګه کولاي سم، ستا غوندې بريالي کس شم؟ اوباما ورته وويل ټولنيزې رسنۍ سمې کاروه.

خو اصلأ خبره دا ده چې ټولنيزې رسنۍ په خاص ډول فېسبوک، ګوګل پلس، ټويټر، انستګرام، وېکا، یوټوب او وټس اپ داسې الګوريتمونه کاروي چې خورا دقیق دي، دوی د هر ګټه اخيستونکي د روانې حالت او شخصیت ژورو ته ځان رسوي. 

د مثال په ډول که په فېسبوک کې تاسو يوازې ۱۰ لايکونه وکاروئ، نو فېسبوک تاسو، ستاسو له ملګري څخه ښه پېژني.  که تاسو ۱۵۰ لايکونه وکاروي نو فېسبوک، ستاسو له مور او پلار څخه ښه پيژني. که تاسو ۳۰۰ لايکونه وکاروئ، نو فېسبوک تاسو، ستاسو د ژوند له ملګرې (ښځې يا ميړه) نه ښه پيژني.

خو موږ يوازې لایکونه کوو، بلکې کمینټ، پوست کوو، ويډيو ګورو، مسيج کوو،… خو که تاسو هر ډول فعاليت کوي، هغه که په فيسبوک، ګوګل، يوټوب،… هر ويب سايټ کې وي،هغوي کوکې کاروي چې تاسو څه خوښه وي او د څه په لټه کې یاست، دوي ستاسو د د پښو ديجيټلي نښه (Digital footprint) ځان سره ساتی، له دي فعالیتونو مو شخصیت او روانې حالت پیژنې او ستاسو د علاقې وړ محتوا درته وړاندې کوي.

مهمه نده تاسو په خپل نوم یا مستعار نوم فعالیت کوي، دوي له همدې لارو ستاسو د شخصيت او روان ژورو ته ځان رسوي.

ددې  الګوریتمونو له لارې کمبریج انالیتکا شرکت د درېیم ګړي اپلیکشنونو له لارې د ۸۵ میلیونونو نه زیاتو امریکایانو شخصې ډیټا ته لاس رسي پیدا کړی. او د متحده ایالاتو په تیرو انتخاباتو کې یې د ټرمپ په ګټه وکاروله.

څیړنې ښیې چې دا الګوریتمونو خورا دقیق دي.

وروسته که تاسو په بروزر يا سايټونو کې هسټرې يا تاريخچه پاکه هم کړي، ولي دوي سره دا ریکارډ سته، له منځه نه ځي.

له دې لويو شرکتونو سره زموږ د وخت او رواني حالت غم نسته. هغوي دا ټول ريکارډ، او ډيټا د خپل بزنس، موخو لپاره کوي،چې شته ګټه اخیستوونکی وساتي او نوي کسان څنګه جذب کړي. 

خو لږ وروسته چې ټلويزونونو، راډيوګانې،… او نور سيسټمونه هم دا ډول سې، ممکن نور به هم ټولنيز ژوند وپاشل سی، او د ميلياردو کسانو شخصي حريم به د څو شرکتونو لاس ته ورسي، هغوي به د خپل بزنس لپاره ګټه ترې واخلي، يا به يې په خپلو پلانونو او موخو کې ترې استفاده وکړي. 

متاسفانه په انټرنټې نړۍ کې هيڅ شي خوندې ندې، که نن خوندي دي،سبا خوندي ندې. متاسفانه د ټکنالوجۍ او د شیانو د انټرنیټ (IOT) له ودې سره شخصي حریم ورځ تر بلې محدودیږي. 

 په انټرنټ کې هيڅ شي هم داسې ندۍ چې يوازې تاسو يې کوي، ګوري، نور څوک ندې خبر.

نو مهمه ده خپل شخصې حریم له انټرنیټ نه لري وساتي،د اړتیا په اساس له ټولنیزو رسنیو نه استفاده وکړي، په ټولینزو رسنیو کې ډیر پاته کیدل د انسان روانې حالت خرابوي، او په واقعې نړۍ او کار یې منفې تاثیر اچوي.

اوس ډيری ادارې چې کله غواړې يو څوک استخدام کړي، نو لمړی يې تر اسنادو مخکې ټولنيزې رسنۍ چک کوي

زه خپله چې چا سره وينم یا غواړم دده په اړه پوهه سم،  نو لمړی په ټولنيزو رسنيو کې د وروستیو دوه دري کلونو پوستونه، پروفايل، بګرونډ عکس، تخلص، د نورو کمينټونه دده په پوست يا دده کمنټونه د نورو په اړه ګورم، دا یو له هغه اسانه لارو څخه دي، چې ماسره  د یو چا یا کار په پیژندلو او دا چې څه ډول چلند ورسره وکړم، ډیره مرسته کوي. 

دا الګوریټمونه او د پښو ډیجیټل پلونه اوس لا دومره جدي ندې نیول سوي. خو وروسته به لوی سرخوږی شي. ځکه ورځ په ورځ یې اهمیت ډیریږي او ټکنالوجۍ وده کوي،د شیانو انټرنیټ پراخیږي، هرڅوک په یو نه یو ډول له انټرنیټ سره نښول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply