محمداشرف غني رسماً د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل کړ

0 740

د افغانستان پۀ اوسمهال تاریخ کې یؤ ستر تاریخي ګام واخیستل سو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د لومړنۍ برېښنایي تذکرې په اخیستو سره رسماً د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل کړ.

په دغه مناسبت چې د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې کوم مراسم جوړ شوي و، په پیل کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې رئیس همایون محتاط وویل: ویاړو چې افغانستان د سټنډرډ او بین المللي معیاري کارتونو د لرلو له پلوه د لویو پرمختللو هېوادونو لکه المان، سنګاپور او مالیزیا په کتار کې شاملېږي.

هغه وویل، د برېښنایي تذکرو وېش به د هر افغان په ژوند کې د شفافیت، اقتصادي ودې او ټاکنیزو پروسو له پلوه مثبتې پایلې ولري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د برېښنایي تذکرې له اخیستو وروسته خبرې وکړې وې ویل: په ۲۱ پیړۍ کې حکومتوالي، اقتصاد او په ځانګړي ډول خدمتونه د معلوماتو پرته نه شي ترسره کېدای.

هغه په دې اړه چې برېښنایي تذکرې کومې اسانتیاوې برابروي، وویل: کله چې د واده د سند تثبیت ۱۳ ورځې وخت نیسي، د برېښنایي تذکرې څخه په استفادې په څو دقیقو کې دغه بهیر او نور ټول بنیادي مسایل حل کېږي.

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې ولې یې نن د برېښنایي تذکرو د ویش د پیل لپاره ټاکلې وویل: دا د تروریستي پېښې په خاطر وه او ډېر احتمال لري چې د دوشنبې ورځې ځان مرګي به جعلي تذکره درلوده. له همدې امله زما لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه د افغانستان د خلکو امنیت دی چې پوه شو څوګ افغان دی او د هغه په ټولو اسنادو کې بایومټریک دا ثابتوي چې د کوم ځای دی او څه مخینه لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، ترهګر له جعلي تذکرې استفاده کوي او دغه کار زموږ د ټولو هېوادوالو امنیت له خطر سره مخ کوي. هغه ټینګار وکړ، چې د ټولو افغانانو او هېوادوالو د ځان او مال ساتنه د دولت بنیادي دنده ده او باید ترسره شي.

جمهوررئیس وویل، شهید مسعود به په ویاړ ویل، زه مسلمان او افغان یم. هغه زیاته کړه، دا زموږ ملي او ولسي هویت او د یووالي ټکی دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: د الکترونکي تذکرو پیل په دې معنا نه دی چې کاغذي تذکرې به درېږي، بلکې دا دواړه پروسې به موازي ترسره کېږي او اړتیا ده چې پوه شو دا دواړه پروسې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له خوا په پوره امانت دارۍ په مخ وړل کېږي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، نن د نظام جوړونې په لور یو مهم ګام واخیستل شو، داسې نظام چې د اساسي قانون له سپارښتنو سره سم متوازن پرمختګ عملي کړي، متوازن انکشاف په دې معنا دی چې جغرافیايي معلومات راټول او پلان جوړ کړای شو چې مهمې پایلې به یې د بودجې لګښت وي.

جمهوررئیس غني د الکترونیکي تذکرې مثبتو اغیزو ته په اشارې وویل، ټاکنې د یو ولسواک نظام مهمه برخه جوړوي، چې له جبر او زور پرته د خلکو په رایو کېږي او دا یوه اړتیا ده چې ټول افغانان تذکرې واخلي او ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.

په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ میرمن، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان، د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د سترې محکمې رئیس قانونپوه محمد یوسف حلیم، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، یو شمېر وزیرانو او لوړو دولتي چارواکو، د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي، د علماو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف، د ملي اسلامي جنبش ګوند رئیس باتور دوستم او یو شمېر نورو سیاسي شخصیتونو هم خپلې الکترونکي تذکرې ترلاسه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply