محصل باید محصل وي / آغاملوک سهار

0 829

محصل د اوسینو ټولنو د ملاتیر دی،که دا تیر خام و نو ټولنه په ملا ماته ده، او که د دې تیر د افکارو بنسټ پوخ و. ټولنه هغومره ژر له زواله تداوم ته بیایې، په پښو یې دروي، سکون ورکوي او درد یې دوا کوي، د هیواد په نازک حالات کې د کندې غاړي ته نه دروي. دا قشر کولاي سی د ټولنې ټولې هیلې وغوړه وي یا په اوبه لاهو کړي.

 په دي وروستیو څو لسیزو کې د هیواد د لوی بدلونونو لامل هم محصلین وو،هره ایډیالوژی چې غواړي دلته ځای پیدا کړي، نو کوشش دا وي چې په دي قشر کې ځان ځاي کړي، ځکه دلته نفوذ اسانه دی، له دي ځایه هره لار نژدې ده، خو متاسفانه په هیواد کې څوک دي نقطې ته څوک ډیر پام نه کوي.

زه په دي اړه ډیر څه نه لیکم، ځکه دا لوي موضوع ده باید په څرنګوالي یې پوره بحث وسي. خو غواړم دلته دا ووایم په اوسنیو حالاتو کې چې موږ له ډیرو اړخو ناتوانه یو. له ګڼو ستونزو سره مخ یو، او نورو مرستې چې د وجود د وینو په قیمت راته تمامیږي ګوزاره کوو، له تعلیمی، تحصلی، کار  او نورو اړخونو سره سره په نور وابسته یو. هر کال په سلګونه زره زده کوونکي مو له ښوونځيو څخه فارغیږی، خو په حقیقیت کې له دولس کاله درس ویلو څخه یې ډیر کم ددي وړتیا لري چې پوهنتون ووایې،ډیره یې د پوهنتون د لوستلو وړتیا نلری، هغه چې له نورو لوړو زده کړو ته لار ومومي، حتمن ټولنې ته د یو لوی سردرد سرچینه وي، هغه چې هغه چې په کور دننه یا بهر پوهنتون ته بریالي سي، د بیت المال په سلګون زره افغاني ور باندي مصرف سي چې فارغ سي، خو ۵۰٪ د مارکیټ د کار وړتیا نلري، اکثریت یې د هیواد ملي ګټي، ازرښتونه او کلتور نه پیژني یا کار نه ورته کوي، د نورو د لاسونو آلې سي.

اوس پوښتنه داده چې زموږ محصل باید څه ډول یې؟
۱: مخکې له دی چې پوهنتون ته ولاړ سي، باید دا وګوري چې زه څه ته جوړ یم یا په بل عبارت په کوم مسلک کې زه خپله وړتیا تر بل هر چا څومره ښه ښودلای سم،. زما وړاندیز خو داده چې د هیچا په خوښه دي هم څوک انتخاب نه کوی، بغیر له ځانه. که نه پوهیږی نو ولاړ دي سي پوهنتون دي وویني، استادانو او نورو هغه کسانو سره مشوره دي وکړې، چې ښې لاسته راوړني لري،. دا غلط باور دی چې وایې دا مسلک ښه عاید لري، یا په دی مسلک کې څوک ښه وده کوي.

 مهمه نده ته دي لمړی څلور کلن پوهنتون ته لار پیدا کړي، دوه کلن انسټیتوت سم ووایه تر څلور کلن نیمچه لیسانس بهتره ده. که دي دا سم وویل پوهنتون ته اسانه لار پیدا کوي، د نړۍ اکثره لایق لایق کسانو لمړی دوه کلن انستیتوټ ویلي دی، بیا نورې زده کړي هم کړي او افتخاری دوکتوراوي هم تر لاسه کړي دي. ډیره داسې کسان هم سته چې هیڅ پوهنتون یې ندی لوستی یا ډراپ سوی دي، خو ستر بدلونه یې راوستي، ددوي د بریا راز دا وو چې څه یې غوښتل له هغه سره مینه وه او ټول ګواښونه یې منل.

۲: محصل باید له لوکل یا سیمه یز حالته څخه ځان وباسي یعنې قومی، سمتي، ژبني، مذهبي او دی ورته نور مسایلو پوري نه یې تړلي.  د شیان د  واقعی پرمختګ مخه نیسي، متاسفانه زموږ محصلین چې پوهنتون ته ولاړ سي د خپلی ژبي، قوم، سمت، ټولګی،… لپاره ټولنه یا اتحادیه اختراع کړي، یا د درس په ځای ددي مسایلو لپاره هاخوا داخوا او یو بل پسي منډي وهي. چې له یوې خوا د پوهنتون نظم خراب کړي، د نورو شومو اهدافو ته لار هواره کړي، له بلي خوا ددي په ځای چې درس ووایې. له نوي مهارتونو سره ځان بلد کړي، په خپله پښو ودري، هم وخت، هم نور فرصتونه له لاسه ورکړي.

۳: پوهنتون څه نه در زده کوي، یوازي داده در زده کوي چې څنګه یو څه زده کړي، یا په بل عبارت پوهنتون یوازی لار درښيي،. نو ستا خوښه ده لار تعقیب وی یا نه.

نو بهتره داده چې له پوهنتون نه مخکې روان یې، د هیواد دننه د زیاتو پوهنتونونو تحصلی کریکولمونه د له مارکیټ سره اپډیت نه دي، نو ښه داده چې هغه څه زده کړي چې ستا د خوښي او د کار وړ وي. که له کومې موضوع سره خاص علاقه لري خو په درس کې لږ شامله وي نو ښه ده تعقیب یې کړي.

۴: د هر محصل ارزو دا وی چې اول نمره وی، خو تر اولنمرګی ښه داده چې نوښتګر یا مبتکر یې. خلاقیت یو شعوری هڅه ده، نو ښه داده چې خلاقیت ته وده ورکړي، اول نمرګی په یوه ټولګی کې تاته لمړی ځای درکوي، اولنمرګې یو کس اړ کوي چې کوم څه یې خوښ هم نه وی باید ډير وخت ورکړي، خو نوښت تاته په هر ځان لمړی ځای درکوي،هغه څه سره ته بوختیږي چې په درد دی خورې، تا په يو یونیک کس بدلوي، په هره برخه کې نوښت ته ضرورت سته. اولنمره ګی موقت خو نوښت دایمی دی،هر نوښګر اولنمره کیداي سي، خو هر اولمنره نوښتګر ندی.

بهتره داده چې بو منځني محصل واوسي، د ژوند نورو اړتیاوې پوره کړي او اضافه مهارتونه زده سي.

۵:  مخکې له دي چې محصل مطالعه وکړي، مطالعه باید زده کړي،هر کتاب په یو ځل لوستلو هم نه ارزې، د هر کس خبرې په یو ځل لوستلو هم نه ارزې، نو لمړی باید دا درک سي چې څه ولولم او څوک واورم.

 زما یاد دي زموږ چپتر چې اتیا مخه وو، زما ځینو همصنفیانو تر فاینل امتحان پوري شپږ، اووه واری ټکي په ټکې زده کړی وو، له ستریس او فشار سره چې له دي ځایه به سوال راوړي له هغه به یې راوړي، په سره او شین قلمونو یې حلقه حلقه کړي وو،. ددی لپاره چې ډیری نمری واخلی هر ورځ به یې ټولګې کې ددي په ځای چې درس ته ځیر سي او استاد ته غوږ سي، په استاد پسي نوټ لیکل. ما چې کله هغه چپتر ولیدل، د کمپیوتر اساسات وو نو مې ځان سره وویل که دا ازادي مطالعی کتاب وبولم نو دا اتیا مخه په دری، څلور ورځي کې بیله کوم فشار لولم، محتوا به یې زده کړم. بیرونی مطالعه هم ورسره وکړه، ددوي نوټ به مې هم پیدا کړ. نو مطالعه باید ددي لپاره وسي چې محتوا تری واخیستل سي، په ټګ کې مطالعه یا موزیک پلی مطالعه،یا ټکې په ټکې زده کول مطالعه، چې دا مطالعه نه بلکې روانی فشار دی، دا موضوع اوږده ده دلته نه راټولیږي.

۶: ډیری محصلین چې پوهنتون ته لاړ سي، په عاطفي مسایلو اخته سي، معده وبایلي، د ورځي او شپي بل کار نه وی، په موبایل خبري یا مسیجونه کوي،په ټولګې کې مسیج، ماښام په بستره کې خبرې،… یو په بل پسي وابسته سي، ډیری وخت دا ډول اړیکي چې د سړک په سر شروع سوي وي، تر پایه نه رسیږي او ښي پایلي نلري. نه یوازي چې وخت ضایع وي، حیثیت ته هم صدمه رسیدلی وي، وخت او حیثیت هغه څه دي چې بیرته نه راګرځي.

۷:  مخکې له دي فارغ سي، باید له کارې محیط سره بلد وی، اړین مهارتونه زده کړي. د کارې مارکیټ اړتیا باید درک سي، هره برخه کې یو کس زده کړي کوي که له ټنکالوجۍ سره بلد وي، نو په کار کې به تر ډیرو وړاندي وی، پوهنتون لوستل یوازې تاسو ته د یو مسلک په اړه کانسپټ درکوي، نور باید تاسو د هغه څه په اړه خپله ولولي، دا باور غلط دی چې بې د استاده له رهنمایې  یو څه نه زده کیږي، په داسي حال کې د علومو ډیر پیچلي مسایلو حل او د ډیرو نوښتونو  سرچینه ځاني مطالعه ده، د خوښي مطالعه تر ټولو ښه پوهنتون دی. له فارغیدو وروسته دا ماسبه نده چې موږ تل یو کارکوونکی واوسو، باید په دي فکر وکړو چې څنګه له یوي نوي مفکورې سره نوي څه پیل کړو، یو نوي فصل پرانیزو، ممکن لمړیو کې ډیرې ستونزې وې، ولي په ریسک ارزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply