چین او د افغانستان په اړه یې مستقله تگلار /جلال بازوان

0 933

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو د نېټې له مالومېدلو وروستو د چین ولسي جمهوریت د افغانستان د کشالې د حل په موخه په فعال رول لوبولو لاس پورې کړ. چین له یوې خوا له افغان حکومت سره، له بلې خوا له طالبانو سره او د مسئلې د بلې مهمې زاويې چې هغه پاکستان دی، له ټولو سره ډیالوگ شروع کړ.
په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره يي طالبان چین ته راوبلل او له هغوی سره پټې خبرې وشوې. د دې ترڅنگ چین په څلور اړخیزه خبرو کې هم برخه واخیسته او د رسنیو د راپورونو مطابق هغه چین ؤ چې پاکستان يي دې ته اړ کړو ترڅو په قبایلي‌سیمو کې عملیات ترسره کړي او د ښو او بدو تروریستانو تر مینځ فرق له مینځه یوسي.
د چین د فعال رول د لوبولو سره سم په لویدیځو رسنیو او په ځانگړي ډول د امریکايي جنرالانو تر مینځ هم یوه محاوره ډېره مشهوره شوه چې چین ته به يې د Free rider خطاب کولو او هغوی لا تر اوسه داسې انگېري چې گواکې په افغانستان کې د چین پانگونې او وروستۍ هلې ځلې د وړیا سورلۍ کوونکي په څېر دي.

د افغانستان په اړه د چین تگلار:

کله به چې هم د افغانستان د کشالې د حل او دې ته ورته نورې خبرې کېدلې، نو چین به تر ډېره حده په پاکستان تکیه کوله. چین هم کټ مټ د امریکايانو په څېر ټوله تکیه په پاکستاني استخباراتو او د هغوی په راپورونو وه، خو د نورو خبرو ترڅنگ له ۲۰۱۴ ترمخه د افغانستان په مسئله کې د چین زیاتې دلچسپۍ نه درلودلو لوي دلایل دا گڼل کېدای شي:
الف: یو شمېر شننونکي په دې اند دي چې د افغانستان په مسئله کې د چین بې طرفي د خپل کورني امنیت په خاطر وه. چین ځکه د افغانستان په مسئله کې مستقیم رول لکه د امریکایانو او ناټو په څېر لوبولو ته تیار نه ؤ، چې چین وېره درلوده په دې کار سره به يې کورني امنیت ته خطر متوجه شي او تروریستان به له یغور بېلتونپاله او مذهبي توندلارو او سخت دریځو ډلو ټپلو سره مرستې زیاتې کړي او د چین په لویدیځو مسلمان مېشته سیمو کې به امنیتي گډوډي رامینځته شي.
ب: د افغانستان په مسئله کې د چین تت او کم رول لوبولو لوی علت هلته په افغانستان کې د امریکايي او ناټو قوتونو حضور هم ؤ. چین نه غوښتل چې له امریکا او د ناټو سره په کوم ډول پوځي شخړه واوړي، نو ددې لپاره چین تر ډېره ځان له دغې مسئلې لېرې ساتلی ؤ.
ج: د افغانستان او عراق له تیري وروستو د لویدیځو هېوادونو عام وگړي هم د تروریستانو نخښه گرځېدلې دي او وخت ناوخته د تروریستي ډلو ټپلو له خوا عام وگړي اختطاف کېږي چې په بدل کې يې یا خو لوی رقم غواړي او یا هم د بندیانو د تبادلې خبرې کېږي. چین په بهر کې د خپلو عامو و گړو د امنیت په خاطر هم ځان له دغه ډول مسئلو ځان لېرې وساتلو.
د افغانستان په مسئله کې چین له ۲۰۱۴م کال را وروستو ورځ تربلې فعاله رول لوبول شروع کړل او هغه ځکه چې اوس د افغانستان د مسئلې سره یوازې د چین د کورني امنیت خبره نه ده تړل شوې، بلکې د پاکستان په گوادر سیمه کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه چېرته چې چین څه د پاسه شپېته بیلینه ډالرو پانگونه کوي، کامیابي او ناکامي هم مستقیم د افغانستان له امینت سره تړل شوې ده.
د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز چې اینگلسي لنډ نوم يې سي پيک (CPEC) دی، یوازې د چین او پاکستان ترمېنځ نه بلکه د دغې پروژې له لارې به منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره وصل کېږي او افغانستان به د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر مینځ د وچې پول کردار لوبوي، خو دا یوازې هغه مهال امکان لري چې په افغانستان او سیمه کې امن وي.
د افغانستان په اړه د چین د مستقلې تگلارې ښکارندويي له تېرکال راهیسې کېږي. د چین ولسي جمهوریت د لیو جین سونگ په څېر د یو مدبر ډیپلوماټ او سفیر افغانستان ته لېږل هغه څه دي چې چین د افغانستان د مسئلې په حل او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو ټینگولو کې تر بل هر وخت اوس زیاته دلچسپي لري.
په افغانستان کې د چین مېشت سفیر ښاغلی لیو جین سونگ افغانستان ته له راتگ تر مخه داسې ښکاري چې ښه کورنۍ وظیفه کړی ده او د دغه هېواد له ټولو تاریخي او کلتوري واقعیتونو او ددغې ټولنې له ټولو حساسیتونو څخه ښه اگاه او خبر دی. له بله طرفه د چین له خوا د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره یو پوځي کمپ جوړول او د هغوي ټول لگښتونه او وسایلو ذمه واري د چین لخوا اخیستل هم هغه څه دي چې چین نور لاس تر زنې کښېناستونکی نه دی.

چین، پاکستان، چینايي پانگونه او امنیتي اوضاع:

تېر کال د جون په میاشت کې کله چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش له لوري د چین دوه اتباع وتښتول شول او بیا په ډېره بې رحمانه توگه ووژل شول. هغه مهال د چین په اینگلسي خپرېدونکي ویب پاڼه گلوبل ټایمز کې د شانگهای د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ ډایریکټر جاو گاوچنگ د (Pakistan deaths show new risks for China) د سرلیک لاندی یوه مقاله نشر کړه. په هغه مقاله کې ښاغلي جاو زیاته کړه چې چین ځکه د نورو هېوادونو او په ځانگړي ډول په منځني ختیځ په چارو کې مداخلت نه کوي‌ترڅو چینايي وگړي له تروریستي او امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخ نه شي، مگر ددې هرڅه ترڅنگ بیا هم چینايي وگړو د اختطاف په گراف کې زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلی جاو په خپله مقاله کې زیاتوي: د یو کمربند یوې لارې د پروژې له امله به په راتلونکي کې په لویه کچه چینایان بهر هېوادونو ته سفرونه کوي او هلته به په بنسټیزو او اقتصادي پروژو په جوړولو کې برخه اخلي چې له دې سره به د امنیتي پېښو په کچه کې هم ډېروالی راشي.
د پاکستان په اړه لیکي: پاکستان د تروریزم له لوري یو تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی چې په نوموړي هېواد کې به چینايي پانگونه هم د تروریستي گروپونو له خوا له سترو ننگونو سره مخ شي.
چین په پاکستان کې د خپلې پانگونې له امله پرېشانه دی، ځکه چې هلته یوازې د چینايي اتباعو د امنیت خبره مطرح نه ده، بلکې پاکستان له نور ډول ډول سیاسي کړکېچونو سره هم مخ دی. په بلوچستان کې د ازادۍ غورځنگ، د پاکستان کړکېچن سیاسي حالات، د امریکا له لوري په پاکستان وروستۍ اقتصادي بندیزونه، د پښتون او بلوچ قومونو پاڅون، د گوادر ټوله گټه پنجاب ته رسېدل او ځایي بلوچان او پښتانه د دغې سترې پروژې له گټې بې برخه پاتې کېدل او داسې نور ډېرڅه دي چې پرېشانۍ يي‌زېږولې دي.
د جنوبي اسیا د چارو کارپوه پروفیسر برناټ رابین ماته په یو ټویټ کې وویل: چین غواړي چابهار ته لاس رسی ولري، ځکه چې چین په دې باور دی چې د پاکستان خراب امنیتي اوضاع به گوادر له سترو ننگونو سره مخ کړي. هغه وویل: دا خبرې زه له خپله انده نه بلکه له یو معتبرې چینايي سرچینې څخه ترلاسه شوي مالومات دي.

په افغانستان کې د چین-هند گډه پانگونه:
دا اونۍ د هندي او چینايي رسنیو سرټکي د چین د ولسي جمهوریت ولسمشر شي جین پینگ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي تر مینځ د چین د اوهان (Wuhan 武汉) په ښار کې د شوي غیررسمي ملاقاتونو په اړه ول. د دواړو هېوادونو تر مینځ‌د دوکلام پېښې د رامېنځته کېدو وروستو په اړیکو کې یو څه سوړوالی راغلی ؤ.
د دوو هېوادونو رسنیو به په یو بل توندې نیوکې کولې، مگر د ولسمشر شي او وزیراعظم مودي تر مینځ د ملاقات وروستو اوس د نیوکو دغه اور سوړ شوی دی، برعکس د دواړو هېوادونو رسنیو ټول وخت د یو بل په همکارۍ او په ځانگړي ډول په افغانستان کې په یوې گډې اقتصادي پروژه کې پانگونې ته زیاته توجه کړې ده، له بلې خوا افغاني رسنیو او یا هم حکومت دغه ستر خبر له پامه غورځولې او کوم زیات پوښښ يي نه دی ورکړئ.
د سیمې د دوه سترو قوتونو تر مینځ دغه ډول جوړجاړی او بیا په افغانستان کې د شریکې پانگونې خبرې هغه څه دي چې په سیمه کې د ستر جیوپولیټکل بدلونونو د پېښېدو ښکاروندوي کوي، مگر افغاني رسنیو ته تراوسه په دې اړه څه مالومات نه شته او یا هم په داسې یو ستر خبر په خپرولو کې ناغیړي کوي، خو د ناغیړۍ ستر لوری بیا هم حکومت دی چې هېڅ کوم ډول ناسته، یا هم د دوو هېوادونو له سفارتونو سره يي اړیکې نه دې ټینگې نه کړې چې له دغه هېوادونو څخه پوښتنه وکړي چې هغه کومه پروژه/پروژې دي‌چې هند-چین دوه هېوادونه به پکې پانگونه کوي؟ او یا هم دوی خپل یو پرپوزل جوړ او برابر کړي او دغه سفارتونو ته يي وسپاري.
له بل پلوه دغه خبر ځکه هم ډېر لوی خبر دی چې داسې ښکاري چین نور په جنوبي اسیا کې په یو هېواد (پاکستان) تکیه نه کوي، بلکې له هند سره د اړیکو په رغولو او بیا په افغانستان کې له ستر رقیب (هند) سره شریکه پانگونه هغه څه دي چې چین د سیمې په اړه یوه ازاده او مستقله تگلاره لري.
چین نور د پاکستان هغه سازشي تیوریو ته غوږ نه نیسي چې څرنگه په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي، برعکس چین اوس په ډېره زیرکتیا سره د هند د کارت په لوبولو او له هغوی سره د گډې همکارۍ له لارې په افغانستان کې تر بل هرڅه زیات نفوذ او خپل SoftPower زیاتوالی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply