ټاکنيزه کودتا / پوهاند محمد اسمعيل يون

0 674

د تورې، سپينې ، سرې، سياسي، پوځي او نورو ډول ډول کودتاګانو نومونه مو اوريدلي وو، خو اوس د ټاکنيزې يا انتخاباتي کودتا له اصطلاح سره هم مخامخېږو.

د طالبي نظام تر ړنګېدو وروسته افغانستان د جمهوري رياست، ولايتي شورا او ولسي جرګې څو پرلپسې ټاکنې ترسره کړې. په دې تېرو ډول ډول ټاکنو کې ډول ډول درغلۍ، ستونزې، اشتباهات او نور مشکلات وو. هيله وه، چې تېرو تجربو ته په کتو سره د رڼو او ښو ټاکنو لپاره لاره اواره شي.

په واحدې او اصلي تذکرې د يوې واحدې رايې کارول او د رايې ورکوونکو د نوملړ او حوزې معلومول، د رڼاوي لپاره يوه مهمه لار وه. که څه هم يوازې دې کار بسنه نه کوله؛ د شفافيت لپاره نور عناصر هم بايد ورسره ملګري واى، لکه د ټاکنيزو کميسونونو ناپيېلتوب اومسلکيتوب، د حکومت بې طرفي، د امنيت ټينګښت، ټولو سيمو ته د ټاکنيزو وسايلو رسول، هر افغان ته د تذکرو وېش او نور ګڼ ضروري ارکان؛ خو له دې ټولو اړتياوو يوازې يوې اړتيا ته په نسبي ډول پاملرنه وشوه او هغه دا چې د اصلي تذکرو له مخې دې ټاکنې وشي. د ګډوله حکومت د ډاکټر عبدالله ونډې او د هغوى اړوندو انتخاباتي متخصصينو پردې ټينګار کاوه، چې انتخابات بايد د ووټر لېست او تذکرې پر اساس ترسره شي. د دې خبرې تر شا د دوى سياسي هدف دا و، چې اکثره پښتون مېشتو  سيمو کې نا امني ده، يو زيات شمېر خلک تذکرې نه لري، طالبان هم خلک تذکرو اخيستلو ته نه پرېږدي، زياتې ښځې هم تذکرې نه لري او د نويو تذکرو وېش هم اسانه کار نه دى، په تېره بيا دا چې د تذکرو د وېش بهير هم د دوى تر اغېز لاندې وي؛ نو که په داسې يو حالت کې ټاکنې ترسره شي، ولسي جرګې ته به د جمعيت، نظار شورا او شمالټلوالې نوماندان تر نورو زيات بريالي شي او د همدې ډېټابېس پر اساس به د جمهوري رياست ټاکنې هم د دوى تر کنترول لاندې راشي، نو ځکه يې د تذکرو پر بنسټ پر نويو ټاکنو ټينګار کاوه. کله چې د تذکرو له مخې نومليکنه پيل شوه، دا بهير هغه شان نه و چې دوى فکرکاوه، په اکثره پښتون مېشتو ولايتونو کې د نومليکنې بهير که څه هم ښه نه و، خو د ښه کېدو پر لوري روان و او کله چې په ولسواليو کې دا بهير پيل شوى واى، له ګڼو امنيتي مشکلاتو سره سره  به بيا هم حالات هغه شان نه واى، چې ټلوالې يې هيله لرله.

دې سره په بېلابېلو سيمو کې د نفوسو ابتدايي او احتمالي شمېر هم تثبېتېده او که چېرې په نا امنو سيمو کې امن راغلى واى اويا طالبانو مخالفت نه واى کړى، نو بيا خو حالات بيخي مثبت لوري ته تلل، اکثرو پښتون مېشتو ښارونو کې ګڼو نوماندانو د خپلو ځاني ګټو لپاره ولس دې ته وهڅاوه، چې هم زړې تذکرې ثبت کړي او که څوک تذکرې نه لري نوې تذکرې واخلي او ثبت يې کړي. دې بهير کې د حکومت  کوم فعاليت او کمال نه و، بلکې د کانديدانو ضرورت او تشويق و، چې خلک يې نوم ليکنې ته وهڅول.

کله چې د اصلي تذکرې پر  اساس نومليکنه پيل شوه، نو خلکو خپلو ريښتينو خدمتګارانو ته د تذکرو ټولول پيل کړل، دا مهال د زر او زور خاوند نوماندان د پيسو په زور د تذکرو  د راټولولو په لټه کې شول، نو ځکه خو تذکرې له ځمکې څخه اسمان ته پورته شوې او خلک د نويو تذکرو تذکرو اخيستلو ته وهڅېدل.

په ښارونو کې د نومليکنې تمديدي وخت لا پيل شوى نه و، چې جمهوري رياست او د ټاکنو کميسيون اعلان وکړ، چې د تذکرو پر کاپۍ هم ټاکنيز سټيکر لګېدلى شي، دې کار هغو کانديدانو کې وينه وغوړوله چې تردې دمه د اړتيا وړ اصلي تذکرو راټولو ته حيران دريان پاتې وو.

اوس راځو د اصلي تذکرې پرځاى پرکاپۍ باندې د سټېکرو لګولو ګټو او زيانونو  ته :

الف: ګټې

  1. لومړۍ ګټه يې داده، چې ووټر يا رايه ورکوونکى به د امنيت احساس وکړي، کله چې طالبان او يا نور مخالفين ورته په ټاکنو کې د احتمالي ګډون له امله ګواښ وکړي؛ نو دوى به اصلي تذکره ور ښکاره کړي او وايي به چې زه په ټاکنو کې ګډون نه کوم . دغه دى تذکره مې سټيکر نه لري.
  2. که چېرې پر اصلي تذکره سټيکر ولګوي او هغه ترې سر له همدې اوسه کوم کانديد واخلي، نو تر ټاکنو يا لږ تر لږه تر نومليکنو پورې به دا تذکره نوماند سره پاتې وي او که د ده ورته اړتيا پېښه شي نو د بيا ترلاسه کولو لپاره يې طبعاً څو ورځې وخت ته اړتيا ولري.

ب : زيانونه

١. تر ټولو لومړى زيان يې  نوماند ته دى چې يو ووټر کولاى شي له خپلې اصلي تذکرې څخه څو کاپۍ واخلي، په بېلابېلو محلونو کې يې ثبت کړي، له بېلابېلو نوماندانو پيسي واخلي، ټول له ځانه خوشحاله او د هغوى د ووټ  تقاضا لوړه کړي، کېداى شي ووټ يو يا څو تنو ته استعمال کړي.

٢. د نومليکنې پرمهال کېدى شي، غبرګون، تکرار يا ډوبليکېشن رامنځته شي. په يوه نوم او يوې تذکرې څو کانديدانو خپل نومونه ثبت کړي وي. کله چې د نوملړ د چک وخت راځي نو د دوو کانديدانو ترمنځ به لانجه پېښېږي. د شکاياتو کميسيون به مجبور وي د هغه چا په ګټه پرېکړه وکړي، چې تر ټولو دمخه يې ځان ثبت کړى وي، که څه هم اصلي او حقيقي رايې ونه لري.دا مهال به دواړو نوماندانو ته د اصلي تذکرې راوړل هم ستونزمن وي.

٣. يو سړى کولاى شي په کاپي تذکرو د يو ښار او يا يو ولايت په بېلابېلو ټاکنيزو محلونو کې ځان ثبت کړي. او خپلې ګڼې رايې څو بېلابېلو محلونو کې وکاروي.

٤. يو نوماند کولاى شي سر له همدا اوسه خپل پنځه سوه ( ٥٠٠ ) اعتباري کسان په لسو بېلابېلو محلونو کې ثبت کړي او د ټاکنو پر ورځ يې  د واحد ترانسپورت په ذريعه پر اړوندو مرکزونو وګرځوي او په دې ډول د پنځه سوه تنو په وسيله پنځه زره جعلي رايې راخپلې کړي.

٥. ويل کېږي چې تر ټاکنو دمخه د لېست د چک په خاطر ډېټابېس تکراري اشخاص تثبيتوي او يو تن چې په څو محلونو کې يې ځان ثبت کړى وي راباسي او يوازې يو واحد مرکز کې يې پرېږدي چې رايه ورکړي، دا يو ښه کار دى که عملي شي، خو که ډېټا انټري او ډېټابېس ته هم زورورو نوماندانو لاره پيدا کړه او د ټاکنيزو کميسيونونو مامورينو هم ورسره لاس يو کړ، نو د ډوبلېکېشن په پلمه به د خپل مخالف کانديد پلويان  له لېسته وباسي او په دې ډول به خپل ځان ته لاره هواره کړي. دا مهال به اصلي معترض کانديد ددې وخت هم ونه لري چې اعتراض وکړي او خپل اصلي ووټران بېرته ډېټابېس ته ور داخل کړي. هرڅه به د ټاکنو د ډېټابېس د مامورينو د ترحم او قضاوت قرباني شي.

٦. که احياناً ډېټابېس کې سم چک ترسره  نه شي، نو تر ټاکنو وروسته به د ډبل رايو پر سر بيا هم جنجال روان وي. که چېرې په بېلابېلو محلونو کې په يوه نوم دوه رايې کاريدلې وي او يو کانديد پر بل کانديد د دې ډول رايې کارونې تور پورې کړي؛ نو بيا يې سپينول هم څه اسان کار نه دى،دا مهال به د شکاياتو کميسيون د مامورينو غوا لنګه وي، چې د چا په ګټه فيصله کوي.

٧. وايي چې د ګوتې رنګ به هم د تکراري يا ډبل رايو مخه ډپ کړي. تېرو ټاکنو ته په پام سره دا وسيله به هم سل په سلو کې اغېزناکه نه وي.

٨. د اصلي تذکرې پرځاى د هغې کاپي کارول به ځينو ملکانو، خانانو او په اصطلاح ځيني مدني فعالانو ته ډېره ښه زمينه برابره کړي، چې په ځينو کانديدانو تکراري خو راجستر شوې تذکرې خرڅې کړي.

٩. د فوتو کاپۍ د ماشين کارونکو بازار به هم ګرم کړي، ځکه چې ځينې ماشينونه د دې وړتيا لري چې يوه کاپي ځانته خوندي کړي، البته تر سټيکر مخکې حالت. او هغه بيا بېلابېلو نوماندانو ته ورکړي چې يې ثبت او سټيکر يې کړي، په دې ډول به د راکړې ورکړې يو لوى بازار ګرم شي.

١٠.  هغه نوماندان چې اوس د نومليکنې يو زر اصلي تذکرې نه شي پيدا کولاى، هغه به په دې بريالي شي چې په اسانۍ سره نومليکنه وکړي.

١١. يو شمېر کانديدان به بيا د پيسو په مقابل کې د نورو کانديدانو په ګټه تېر شي، خو انتخاباتي چاپېريال به ډېر ګډوډ کړي. هر سړى  او نه سړى به هم نوماندۍ ته وهڅېږي.

١٢. يو شمېر زورور او پانګوال نوماندان به د نيکو کانديدانو د نفوس په ساحه کې نا اهله کانديدان ور زيات کړي او د هغو د رايو د وېشنې سبب به شي.

١٣. ټاکنيزو کميسيونونو ته به هم د شفافيت او رڼاوي پلمه زمينه برابره شي، چې ګڼو کانديدانو سره مامعله وکړي او د نا مشروع پانګې څښتنان شي.

١٤. د تذکرو د کاپۍ کارونې په حالت کې د ګاونډيو ولايتونو اوسيدونکي کولاى شي خپل ځان دووګاونډيو ولايتونو کې ثبت کړي. په تېره بيا د کابل شاوخوا ولايتونو اوسېدونکي کولاى شي پرخپلو ولايتونو سربېره په کابل کې هم خپله دويمه رايه وکاروي، تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د هر ولايت ډېټابېس د همغه ولايت په کچه دى او که د ټول افغانستان؛ خو د ټاکنو کميسيون له اوسني ظرفيت او کفايت څخه څرګندېږي، چې دوى نه د ټول افغانستان په کچه د يو شفاف ډېټابېس د جوړولو جوګه دي او نه هم د هر ولايت په کچه د ځانګړي  ډېټابېس .

دوى اوس غواړي په اصلي تذکرو د نومليکنې کم شمېر د تذکرو د کاپۍ له امله د تکراري سټېکرو له لارې جبران کړي او خلکو ته وښيي چې موږ په ټاکنو کې زيات شمېر خلک ثبت کړي دي. که چېرې نومليکنه د ډېټابېس له مخې  وروسته رڼاوي ته راوځي، نو که د ګڼ شمېر کسانو نومونه تکراري بڼه ولري او کميسيون بيا هغه له ووټر لېست څخه وباسي، نو د ووټرانو شمېر به ډېر راکم شي دا خپله په ټاکنو کې د درغلۍ لومړۍ بېلګه ګڼل کېدى شي، خلک به ووايي چې په نومليکنه کې د دې دومره درغلي ده، نو په ټاکنو کې به دې څه حال وي؟

د ټاکنو کميسيون به دې ته حاضر نه شي، چې سم رڼاوى رامنځته کړي او که چېرې يې واقعاً رڼاوي ته زړه واى، نو نومليکنه بايد هم رڼه واى.

حل لارې :

يوه واحده او اصلي تذکره د حل لاره ده. د اساسي قانون له مخې ټاکنې بايد عادلانه، صريح، مستقيمې او سراسري وي. حکومت بايد لومړى هر افغان( ښځه او نر ) ته تذکرې وويشې، هېڅ افغان بايد له تذکرې پاتې نه شي، مخکې تر دې چې ټاکنې ترسره شي په هر ځاى کې بايد سوله ټينګه شي، که په واحده ورځ په ټول هېواد کې سوله نه شي ټېنګېدى نو انتخابات دې ولايت په ولايت يا سمت په سمت شي، حکومت دې لومړى  په يوه ولايت يا ساحه کې بشپړ امنيت ټينګ کړي بيا دې هلته ټاکنې ترسره کړي، ټاکنيز کميسيونونه بايد ناپيېلي او مسلکي شي. حکومت بايد په ټاکنو کې هيڅ ډول لاسوهنه ونه کړي. ټاکنيز محلونه بايد د جغرافيې او نفوسو د انډول له مخې برابر، مساوي او متناسب ووېشل شي. عامه پوهاوى او ځينې نور اړوند ضروري کارونه بايد ترسره شي.

که ټاکنيز کميسيونونه حتماً د تذکرو پرکاپۍ د سټيکر ټينګار کوي، نو بيا بايد د رايه اچونې پر وخت د سټېکر شوې تذکرې له کاپۍ سره اصل هم موجود وي. کله چې يو ووټر ته ووټ کارت ورکړل شو، نو  د اصلي تذکرې پر وروستي مخ دې انتخاباتي ټاپه ووهل شي، چې نوموړي شخص رايه ورکړه، په دې ډول به که چېرې يو شخص په سټيکر شوې تکراري کاپۍ بل ووټ استعمالوي نو له اصلي تذکرې پرته بايد ورته جواز ورنه کړل شي. نو کله چې يې اصلي تذکره ټاپه شوي وي د بل ووټ حق له لاسه ورکوي او په دې ډول د ډوبلېکېشن او تکراري رايې مخه نيول کېدى شي.

يادښت :

دا ليکنه د نن ورځې د مهمې اړتيا له مخې په ډېره بېړه ليکل شوې، نورو توضيحاتو او څرګندونونو ته هم اړتيا شته هغه به که خداى کول بل وخت تاسو سره شريک کړو. اوس لپاره همدومره

مننه

يون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply