افغان ولس ته د اندونیزیا هڅې د ستایلو وړ دي/ نوید احمد څرک

0 701

د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر د ۱۱ مې نیټي له پیښي وروسته کله چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالۍ ټولنې د تروریزم پر وړانډې د مبارزې په موخه افغانستان کې حضور پیدا کړ، له هغه وخته بیا تر اوسه پورې په دغه هیواد کې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د وسله والو طالبانو له لوري جګړه پیل شوی چې لا هم روانه ده.خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار سره وسله وال طالبان سولې ته راوبلل او څو ځلی د سولې خبرو لړۍ هم پیل شوه، خو له بده مرغه چې د ځینو بهرینو کړیو او سازمانونو لخوا چې پر طالبانو باندې تسلط لري تل بې پایلي پاتي شوي او د سولې خبرو ته یې د خونړيو ترهګریزو په بریدونو سره ځواب ورکړل شوی دی.

دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان پخوانیو چارواکو او ولسمشر غنی د سولې خبرو لپاره مختلفو هیوادونو ته د سفرونو تر څنګ پاکستان ته څو ځلي سفرونه وکړل او د سولې په برخه ګې یې تري همکاری وغوښته، له پاکستان څخه د سولې همکاری او تمه له دې امله زیاته وه چې دغه هیواد په خپله خاوره کې افغانستان کې جنګیدونکو وسله والو ته پټنځایونه ورکړي دي او هلته تجهیز، روزنه او افغانستان کې د بریدونو لپاره پلانونه ورکول کیږي، خو پاکستان د وار وار ژمنو سره ریښتیني نه وو، او سولې ته د طالبانو حاضرولو کې د نه همکاری ځواب په خونړیو بریدونو ورکړی دی.

تر اوسه هیڅ بهرنی هیواد او د افغانستان متحدینو د افغان سولې لپاره له افغان حکومت سره ریښتینی همکاری نه ده کړی، وسله وال طالبان افغانستان کې جګړه شرعی او جهاد بولي او په دی اړه توجیی وړاندې کوی که څه هم افغان دینی عالمانو دا جګړه غیرشرعی بللی، خو اسلامی هیوادونو دینی عالمانو د دغې جګړي په اړه کوم رسمي دریځ څرګند نه کړو، بلکې د ګاوندي پاکستان دینی عالمانو افغانستان کې جګړه پر حقه بللی، دا په دی چې د دغه هیواد دینی عالمان د حکومت تر اغیز لاندې دي او د هغوي له لوري د دغسي څرګندونو پلانونه ورکول کیږي.

څو میاشتي وړاندې کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر پر مهال د سولې خبرو کې افغان لوري ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړ. د اندنیزیا ولسمشر په دغه سفر کې وویل چې افغانستان سره به د سولې په برخه کې همکاری وکړي. چې په همدې ترڅ کې د تیری جمعې په ورځ د ثور په ۲۱ نیټه د اندونیزیا په بوګورښار کې د دغه هیواد په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانوغونډه جوړه شوه او په افغانستان کې د جګړه او د سولې په اړه یې خبری اترې وکړي، په دې غونډه کې په افغانستان او اسلامی هیوادونو کې د سخت دریځي مخنیوی وغوښتل شو او په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه له اسلام سره په ټکر کې وبلل. دا د نړۍ د یوه ستر اسلامی هیواد اندونیزیا او د افغانستان ستر مخالف هیواد پاکستان د دیني عالمانو له لوري له افغان دیني عالمانو سره په ګډه د افغان جګړي نه روا بلل خورا زیات د پام وړ دي. او دا ښکاره پیغام ورکوي چې افغانستان یو اسلامی هیواد او دلته جګړه شرعی اړخ نه لري بلکې د پردیو ګټو لپاره تر سره کیږي، د دیني عالمانو دا ناسته د افغان حکومت خلاف جنګیدونکو وسله والو طالبانو ته هم پیغام ورکوي چې د سولې لاره غوره کړي او له جګړي لاس واخلي ځکه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او د اسلام خلاف جګړه ده، او دواړو لوریو ته مسلمانان قرباني ورکوي.

زمونږ غوښتنه هم له وسله والو طالبانو همدا ده چې نور دې د خپل وطن له خرابیدو او ورور وژني لاس واخلي، ځکه چې مونږ ټول د یو بل وجود یوو او دغه ناوړه جګړه پر مونږ د نورو لخوا ټپل شوي جکړه ده، نو بهتره همدا ده چې د سولې لار تعقیب کړو په خپل ګران هیواد کې دا بدمرغه جګړه د تل لپاره بنده کړو.

افغان ولس د اندونیزیا هیواد له دغه نیک اقدام څخه ستاینه کوي، چې په ریښتیا سره یې ثابته کړه چې یو بې طرفه اسلامی هیواد دی او افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ریښتیني ګام اوچت کړ، موږ د اندونیزیا له هراړخیزو همکاریو څخه د مننۍ تر څنګ غوښتنه کوو، چې د خپل هغه نفوذ له مخې چې د اسلامي هیوادونو په منځ کې یې لري په افغانستان کې د جګړي ختمیدو او سولې لپاره هغوي یوې ریښتني مبارزي او همکاری ته راوبلي.

د یو سولیز، آباد او سرلوړی افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply