اووه (۷) هغه نښې چې تاسو پرې ملګرو سره باید اړیکه پرې کوئ

0 592

ژباړه: حضرت عثمان نوري

 که د نوي ملګري پېدا کېدل ستونزمن دي، خو ناممکن هم نه دي. دلته موږ تاسې ته اووه لارښوونې ذکر کوو، که ستاسو ملګرو له تاسې سره دا ډول چلند کولو، نو اړیکه ورسره پرې کړئ.

لومړی: سپکاوی کول

که ستاسو ملګري ستاسو سپکاوی کوي، نو دا معلومه خبره ده چې تاسو ته به دا چاره د منلو وړ نه وي؛ ځکه تاسو په توهین تر هر څه ډېر خفه کېږئ. هڅه وکړئ چې داسې ملګري یو ځل په خبره پوه کړئ، که پوهه شول او تېروتنه یې ومنله، نو حتماً به بښنه هم غواړي او بیا به ستاسو توهین نه کوي، خو که نه پوهېدل، نو ناسته پاسته ورسره کمه او بیخي پرېږدئ.

دوهم: دروغ ویل

که مو ملګرو تاسو ته هر وخت دروغ ویل او دوکه یې درسره کوله، نو پوه شئ چې دا تاسو ته صادقه نه دی. باید لومړی یې پوه کړئ چې دروغ ویل به زموږ په ملګرتیا کې بند وي او یو بل ته به سره ريښتیا ريښتیا وایو، که یې تاسو سره ومنله، نو ښه ده او که ویې نه منله؛ نو اړیکه ورسره پرې کړئ.

دریم: له شخصیت څخه ناوړه ګټه اخیستل

که مو ملګري له شخصیت سوء استفاده کوله، نو په یاد ولرئ چې دا ستاسو لپاره تر هر څه ډېره زیانمنوونکې ده او باید داسې ملګرو ته هېڅکله ددې اجازه ورنه کړئ چې ستاسو شخصیت ته زیان ورسوي. هڅه وکړئ چې داسې ملګري لومړی پوه کړئ او ددې ناوړه اقدام بدې پایلې ورته په ګوته کړئ، که پوه شول، نو ښه ده او که نه پوهېدل؛ نو اړیکه ورسره پرې کړئ.

څلورم: دوستانه چلند نه کول

هغه ملګري چې دوستانه چلند نه لري ستاسو ملګري نه دي، له همدې آمله تاسو د ملګرو په پېدا کېدا کې باید له ښه فکر او پام څخه کار واخلئ او داسې ملګري ځان ته پېدا کړئ چې دوستانه او مینه ناک چلند ولري.

 پینځم: ژر غصه کول

که مو ملګرو ژر غصه کوله او  هر وخت یې تندی تروش نیولو، نو تاسو مجبورېږئ چې ورسره اړیکه پرې کړئ. په پام کې ونیسئ؛ هغه ملګرو چې په نه خبره غصه کوله، نو تاسو ورسره د حوصلې نه کار واخلئ، همداراز دوی په دې هم پوهه کړئ چې ژر غصه کول د ملګرو د لاسه ورکولو یو اصلي لامل دی او غصه د ملګرتیا لاین پرې کوي. که مو ملګرو ومنله، نو ښه ده او که یې نه منله، نو اړیکه ورسره پرې کړئ.

شپږم: تېز چلند کول

هغه ملګرو چې تاسو سره یې تېز او جدي چلند کولو، نو لومړی یې پوه کړئ؛ چې خپل حد وپیژني، او په دې یې هم پوه کړئ چې تېز او جدي چلند ملګرتیا ته صدمه رسوي. که مو ملګري پوه شول، نو ښه ده او که نه پوهېدل نو اړیکه ورسره پرې کړئ.

اووم: راز نه ساتل

راز د ملګرتیا لپاره خورا ښه او ارزښت لرونکي ځانګړنه ده.  که تاسې د راز او نیاز ملګري لرئ، نو لومړی هغوی وازمویئ؛ څو څرګنده شي چې د راز په ساتلو کې څومره مهارت لري؟ که مو ملګرو د نورو رازونه افشاء کول، نو پوهه شئ چې سبا ستاسې رازونه هم افشاء کوي. که مو ملګرو رازونه افشاء کول، نو لومړی یې پوهه کړئ، که پوه شول، ښه ده او که نه پوهېدل، نو اړیکه ورسره پرېږدئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply