پاکستان بشپړ او قبایل ختم شول 

0 857

پاکستان په یوه بې‌ساري ګام کې ۷ قبایلي ایجنسۍ یا سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې. دغو سیمو ته د پاکستان له بېلتونه راهیسې د ازادو قبایلو درجه حاصله وه او جلا قانون پکې عملي کېده. د پاکستان په قومي اسامبلۍ «ولسي جرګه» کې له حاضرو ۲۳۰ غړيو ایله یوه مخالفه رایه ورکړه او نورو ټولو له خیبر پښتونخوا سره د قبایلو سیمو د یو ځای کولو رایه وکاروله. دغه پرېکړه به د پاکستان مشرانو جرګې ته ځي او د جرګې جوړښت ته په کتو تمه کېږي چې هلته هم ژر مثبته رایه تر لاسه کړي.
د پاکستان پارلمان پرېکړه وکړه چې د یوه کال په دننه کې به د ایالتي پارلمان لپاره په قبایلي سیمو کې ټاکنې تر سره شي. د پاکستان د مسلم‌لیک نواز ګواند په دې کړنه خپله ۴ کاله مخکېنۍ ټاکنیزه ژمنه عملي کړه او په سیسټماټیک ډول پاکستان د قبایلو سیمو د لاندې کولو ۱۵کلنه پروژه بشپړېدو ته نږدې کړه. دا د پاکستان د اساسي قانون ۳۱ ځل اصلاح ته رایه ورکول وو چې په لومړۍ ماده کې به یې اصلاحات را منځ ته کېږي چې پاکستان یې له څلورو صوبو او مرکزه جوړ بللی دی. پاکستاني سیاستوال وايي چې دا کار به قبایلو ته د برابرو حقونو زمینه برابره کړه. دا اصلاحات به په قبایلي سیمو کې هغه ۱۵۰ کلن سیسټم ته بدلون ورکړي چې د انګرېزانو د واکمنۍ راهیسې په قبایلو کې عملي وو.

د پاکستان له دغه پلان سره د محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمان ګوندونو له خوا مخالفت حرګند کړی او د رایې ورکولو په ورځ دواړې په اسمبلۍ کې حاضر نه وو. شاید دوی پر دې پوهېدل چې شتون یې له شرم پرته نور څه نه‌شي درلودای. له رایې ورکولو سره د قبایلي سیمو استازيو هم پرېکون کړی و. د قبایلي سیمو د ادغام تر ټولو تود هرکلی د پاچا خان لمسي اسفندیار ولي او کړوسي ایمل ولي خان وکړ.

دوی تمه کړې چې له چتراله تر ګومله به لویه پښتونخوا را منځ ته او د دوی تاریخي خوب رښتیا شو. اسفندیار ولي خان دا تاریخي ورځ بللې چې په باور یې دوی یې له لسیزو راهیسې د عملی کېدو په لټه کې وو. د اسمبلۍ یوه غړې نسیمه پانیزۍ د اعتراض په ډول له ناستې بهر شوه او دا یې د قبایلي ولس د غوښتنو خلاف پنجابی تصمیم وباله. د خیبر پښتونخوا اسامبلۍ د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۱۴مه هغه پرېکړه‌لیک منظور کړ چې قبایلي سیمې یې د خیبر پښتونخوا برخه ګرځولې.
د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په ۲۶مه فډرالي کابینې د فاټا د اصلاحاتو کمېټه جوړه او د عملي کېدو لپاره یې منډې وهلې.

د قبایلي سیمو د دغو اصلاحاتو پر اساس به د پاکستان په قومي اسامبلۍ «ولسي جرګه» کې د قبایلو لپاره بېلې شوې ۱۲ چوکۍ خیبر پښتونخوا ته ورکړل شي او په دې سره به د دغه ایالت د چوکیو شمېر ۶۰ ته لوړ شي. دا رنګه په سنا کې هم د دغه ایالت ۸ چوکۍ ډېرېږي. د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسامبلۍ د غړيو شمېر به تر دې وروسته له ۱۲۶ څخه ۱۴۷ته لوړ شي او سیاسي ګوندونه به په قبایلو کې د رسمي فعالیت جواز تر لاسه کړي.
په ۲۰۰۱ کې د پاکستان لس په سلو کې خاوره د اسلام‌اباد له رسمي کنټرول څخه بهر د فاټا په نوم یادېده چې د جنرال مشرف له پلان سره سم یې په لومړیو ۷ کلونو کې ۵ او په نورو اتو کلونو کې ټوله فډرالي سیمه د مرکزي دولت تر کنټرول لاندې کړه. مشرف په دغه کار کې ځان بریالی باله او ملګريو جنرالانو یې د ده پرانیستې پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
له نوي انضمام سره سم په قبایلي سیمو کې د پاکستان د ولسمشر خاص واکونه پای مومي او ټولې چارې یې ایالتي حکومت ته ورکول کېږي، خو پر ډېورنډ د پاکستان د پوځیانو حضور پراخېږي او په دغه کرښه کې له افغانستان سره مخامخ کړکېچ زور مومي.

دغه څه باندې ۲۷زره کیلومټره پښتنه سیمه څه باندې ۵ میلیونه وګړي لري چې له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې له سیاسي فعالیتونو لېرې ساتل شوي او پاکستان ورته قانوني حقونه نه ورکول، خو د پاکستان د مرکزي دولت له پلان سره سم به تر دې وروسته په قبایلي سیمو کې په پرمختیايي پروژو ۸۶۵ میلیونه ډالره په لسو کلونو کې مصرف شي. له پلان سره سم به پاکستانی پوځ په سیمه کې خپل واک او ځواک پراخوي او هڅه به یې دا وي چې قبایلي سیمو ته د پنجاب واکمني ور وغځوي. د پاکستان له پلان سره سم د افغانستان او قبایلو تر منځ پر ډېورنډ همدا مهال په څه باندې ۶۰۰ کیلومټره کرښه د اغزن تار غځولو پروژه د عملي کېدو په درشل کې ده چې سلګونه میلیونه ډالره پرې لګول کېږي.
پاکستان وايي چې پر ډیورنډ تر ۱۰۰۰ پورې امنیتي پوستې جوړوي چې د نږدې نیمايي کار یې پای ته رسېدلی دی.

له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو په یو ځای کولو کې د پاکستان یوازېنۍ موخه قبایلو ته ښوول دي چې دوی باید خپل پام پر اسلام‌اباد را ټول کړي او له پوځیانو سره همکاري پراخه او مخالفت کم کړي.
د افغانستان بدبختي بیا په دې برخه کې دا ده چې په اوسنیو حالاتو کې له غندلو پرته د دغو سیمو په اړه هیڅ ډول عملي دریځ نه‌شي نیولای. یو شمېر پښتانه سر ناخلاصي بیا د ډېورنډ ټوله پوله په دغو ۷ قبایلي ایجنسیو پورې محدوده بولي او په دې نه دي خبر چې له کورمې، خیبر، مهمند، باجوړ، شمالي او سویلي وزیرستان او اورکزۍ ایجنسیو پرته د پاکستان ډېري پښتنې سیمې د ډېورنډ د فرضي کرښې او انګرېز له پلان سره سم د افغانستان له بدنې جلا شوې دي.

اوس اوس کابل او پښتو ته په کار دي چې د ټولو لاندې شویو پښتنو سیمو په اړه تاریخي مالومات د کرښې دواړو غاړو پښتنو کې پراخ او په مقبوضه پښتون افغان ولس کې د بېلتون‌پالنې روحیه پیاوړې کړي. دې کار ته اوس تر پخوا ښه زمینه برابره ده او د پاکستان په ټول تاریخ کې کله هم په لرو پښتنو کې د افغان ګڼلو روحیه دومره نه وه پیاوړې لکه نن چې د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ له منډو وروسته منظمه او غښتلې شوې ده. دا ډول هڅې د پاکستان په دننه کې د نظام ریښې لړزوي او کولای شي روان کړکیچ نوې لوبې ته ور ننباسي. 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply