په خړ لېست کې د پاکستان شاملېدل به د افغانستان لپاره څومره ګټور وي؟ 

0 735

ګلرحمن رحماني

د تېرې چهارشنبې په ورځ د مالي چارو لپاره کاري ډلې یا (ایف . اې . ټي . ایف) سازمان په پلازمینه پاریس کی د یوې اوونی ناستې وروسته پاکستان د ترهګرۍ د تمویلونکو هیوادونو په خړ لیست کی شامل کړ. یو ځل مخکې هم پاکستان له ۲۰۱۲م کال نه تر ۲۰۱۵م کال پورې د دې سازمان په خړ لیست کې شامل کړی شوی و چی د ښې کارګردګۍ له امله له دې لیست څخه بېرته وایستل شو.

که چیرته پاکستان د مالی چارو لپاره کاري ډلې (ایف . اې . ټي . ایف) د غوښتنو پر اساس د ترهګرو د تمویلولو څخه لاس وانه خیست نو له ارزونې وروسته به پاکستان په تور لیست کې شامل  اوله زیاتو اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي چی اوس مهال پدې لیست کې یوازې ایران او شمالي کوریا ځای لري .

د روان کال په فبروری میاشت کې د پیسو سپینولو د دغه نړیوال سازمان لخوا له افغانستان سره په پوله پروت هیواد پاکستان ته د درې میاشتو ضرب الاجل وټاکه تر څو په خپله خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي ، خو د پاکستان لخوا سم عملي اقدامات ونه شو چې له امله یې پاکستان د ترهګرو د تمویلوونکو هیوادونو په خړ لیست کې شامل شو .

پر پاکستان باندې دا تورونه دي چې خپلو ګاونډیو هیوادونو ته ترهګرې ډلې لیږي او له دوی سره مالي مرسته کوي. افغانستان چې له پاکستان سره ډېره اوږده سرحدی پوله لري، له همدې پولې ترهګر اوړي او راوړي اوطالبانو ته د پاکستان په خاوره کې  روزنه هم ورکول کیږي .

افغان حکومت له پاکستان نه په بار بار وغوښتل چی طالبان له خپلې خاورې وشړي یا دې له افغان حکومت سره سولې ته تیار کړي او هغه طالبان چې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې خنډونه جوړوي هغوی دې ونیسي او افغان حکومت ته دې تسلیم کړي ، خو پاکستان تل له افغانستان سره په خپلو خبرو صادقانه عمل ندی کړی او همېش یې له افغانستان سره دوکه کړې .

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پدې وروستیو کې پر پاکستان فشارونه راوړي تر څو د هغوترهګرو په مقابل کې جدي اقدامات وکړي چی د افغان دولت او ناټو پر ضد جګړه توده ساتي. تیر کال ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله خپله تازه تګلاره اعلان کړه . ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کی په لمړنی ټویټ کی لیکلي و (امریکا متحده ایالاتو په احمقانه توګه پاکستان ته د تېرو ۱۵ کلونو په موده کې له ۳۳ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ورکړي او دوی (پاکستان) بیا په بدل کې له درواغو او چل پرته څه نه دي راکړي او زموږ مشرانو ته یې د احمقانو په توګه فکر کړی. دوی هغو ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکوي د کومو پر ضد چې موږ په افغانستان کې د کمې مرستې باوجود جګړه کوو . دا به نور پېښ نه شي ).

(ایف . اې . ټي . ایف) له پاکستان نه غوښتي چې باید د طالبانو ، اسلامي دولت ډلې ، القاعده ، جماعت الدعوه ، فلاح انسانیت فاونډیشن ، لشکر طیبه ، جیش محمد او حقاني شبکې په څیر ډلو خلاف اقداماتو ، قاچاق او نشه یي توکو پر ضد مبارزې په څیر مسایلو ته ځانګړې توجه وکړي تر څو له دی لیست نه ځآن وباسي .

پاکستان اوس مجبور دی د هغو ترهګرو پر ضد عملي ګامونه واخلي چې سیمې ته خطر جوړوي ځکه د پاکستان هیواد نه ګاونډي هیوادونه په خاصه توګه افغانستان او هندوستان ډېر شکایت کوي او دواړه هیوادونه له نړیوالو غوښتي چې پاکستان زمونږ سیمې ته ترهګر رالېږي او زموږ سیمه پرې ناامنه کوي .

پاکستان ته د ۲۰۱۹ کال سپټمبر پورې ضرب الاجل ټاکل شوی ، چی دغه اقدامات عملي کړي او که چېرته یې اقدامات عملي نه  کړل نوم به یې په تور لیست کې شامل شي چې له ډېرو نړیوالو اقتصادي ستونزو سره به مخامخ شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply