پاکستان د تور لېسټ پر ژۍ ولاړ دی

0 640

د مالي پلټنو د څار ادارې FATF پاکستان ته د راتلونکي کال تر سپټمبره وخت ورکړی چې هغه ۲۶ ماده‌یز پلان عملي کړي چې د ترهګرو د مالي ملاتړ له اوسني خړ لېسټ څخه تور لېسټ ته داخل نه‌شي. پاکستان تورن شوی چې د پیسو سپینولو او د ترهګرو مالي ملاتړ يې کړی او له همدې کبله د دې ادارې په خړ لېسټ کې شامل شو.
د مالي چارو د سپیناوي کاري ډلې يا ایف.‌اې.‌ټي.‌ایف چې د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې اداره ده، په پاریس کې یې بالاخره په دې پرېکړه وکړه چې پاکستان د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ په مخنیوي کې پاتې راغلی. دغه خړ لېسټ ته د ور دننه کېدو وړاندیز امریکا کړی و او بالاخره د پاکستان نږدې دوستانو چین او سعودي هم ومنله چې پاکستان له ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي. دا د افغانستان او هندوستان لپاره په سیمه کې تر ټولو ښه خبر دی چې که لږ نورې منډې ترړې ورسره وشي؛ نو د ایران په برخلیک اخته کېدای شي چې نړیوال اقتصادي بندیزونه پکې شامل دي.

پاکستان و نه‌شو کولای نړیوال په تېرو ۵ میاشتو کې په دې قانع کړي چې له ترهګرو ډلو سره مالي اړیکي نه لري، خو د FATF په خړ لېسټ کې د پاکستان شاملېدل دغه هېواد له کوم برخلیک سره مخامخ کوي.
اول خطر یې د پاکستان پانګوالو، بانکوالو او بانکونو ته دی چې اعتبار یې زیانمن کېږي او نړیوالې معاملې به ورسره په اسانه نه کېږي. له پاکستانه بهر او په کور دننه له یوه ځایه بل ته هر لېږدوونکی ډالر به د نړیوالو مالي بنسټونو لکه وال سټریټ له خوا ښه څېړل کېږي او تر ډېرو دوربینونو لاندې به وي.

پاکستان ته ورتلونکي بهرني اسعار به هم تر ذره‌بین لاندې وي او ډېر پانګوال به پکې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. د بانکونو اعتبار یې زیانمن کېږي، خلک به پکې خپلې پیسې نه ساتي. پر سوداګرو یې شکونه زياتېږي او معاملې ورسره کمېږي. اقتصاد یې خرابېږي او د پیسو ارزښت یې را غورځي. کار و بار ته ورسره زیان رسېږي او مالي چارې ټکنۍ کېږي. بیروکراسي ورسره وده کوي او د خلکو د زړه توروالي سبب کېږي.
پاکستان به له تور لېسټه د بچ کېدو په موخه په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د ۲۶ ټکو د پلان د عملي کولو لومړی رپور FATF ته وړاندې کوي او د ۲۰۱۹ کال په سپټامبر کې به د خپل سپیناوي په موخه بشپړ جزییات رامخې ته کوي چې که د FATF د غړيو باور یې بیا هم تر لاسه نه کړ؛ نو له ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په تور لېسټ کې به شامل شي چې ګڼ نړیوال بندیزونه او د معاملو بندښت یې مهم اړخونه دي. پاکستان به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو ټولو بانکونو او بانکي حسابونو پلټنه کوي چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې او حسابونه مالوم کړي.

تر هغه ۸ میاشتې وروسته به د خپلو تر سره کړو پلټنو راپور فاینانشل ایکشن ټاسک فورس ته وړاندې کوي او د ترهګرو ډلو په تړاو به بشپړ جزییات ورته ښيي. پاکستان به د هغو ټولو ادارو، اشخاصو او بانکونو لېسټ وړاندې کوي چې له ترهګرو سره یې تر هغه مهاله مالي مرستې کړې دي. اسلام‌اباد به له هماغو کسانو او بنسټونو سره د کړي چلند جزییات هم ښيي.
دا کار د پاکستان پر سیاست تور داغ لګوي او ثابتوي چې په افغانستان او هند کې د دوی له رسمي چینلونو څه ډول ترهګر تمويلېدل.
FATF فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یوه نړیواله اداره ده چې په ۱۹۸۹کال کې را منځ ته شوې او مرکز یې په پاریس کې دی. د دغې ادارې موخه دا ده چې نړیوال اقتصادي نظام د ترهګرۍ له مالي ملاتړ، د تورو پیسو له سپینولو او دغه راز له نورو اړوندو خطرونو وژغوري او که کوم هېواد دغسې کوي، غواړي هغه هېواد منزوي او وځپل شي.
ښکاري چې د پاکستان له پراخو ډیپلوماټيکو هڅو سره سره یې مالي بېړۍ په ډوبېدو ده او د مالیې وزیرې شمشاد اختر او ملګرو یې و نه‌شوای کولای پاکستان له دغې نړیوالې نوم‌بدۍ وژغوري.
پاکستانیانو ته داسې ویل شوي وو چې ممکن د فبرورۍ د ناستې په څېر نور وخت تر لاسه کړي چې ځان ته لابي «کمپاین» وکړي او هر څه سپین وښيي خو ښکاري چې تر دې وروسته ورته د امریکا ارادې خرابې دي. د مالي مسالو د څار اداره وايي چې پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو د مالي ملاتړ په مخنیوي کې پاتې راغلی او باید راټینګ کړای شي.

پاکستاني پلاوي نړیوالو ته د هغو ګامونو راپور وړاندې کړ چې د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ د مخنیوي په تړاو یې پورته کړي، خو د پلاوي یوه غړي اعظم خان تور ولګاوه چې FATF د امریکا او هند تر فشار لاندې د اسلام‌اباد پر ضد خپله پرېکړه کړې او د دوی دوستانو سعودي، ترکیې او چین یې هم له مجوریته ملاتړ وکړ.
پنجابي پلاوي درې ورځې له مخه پاریس ته ځان رسولی و چې د لابي کولو له لارې خپل هېواد له دغه خړپړ حالت څخه بچ کړي، خو پاکستان د نړۍ د ارادې په مخالف جهت کې ټوپونه وهي. پاکستان د جون په ۲۰ مه د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ پر ضد قانون هم پاس کړ او تر هغه له مخه یې د جون پر ۸مه د ملي امنیت کمېټې ژمنه وکړه چې له فاینانشل ایکشن ټاسک فورس سره به هر ډول همکاري کوي چې اسلام‌اباد له دغه طوفانه وساتي، خو هڅو یې پایله نه لرله.
پاکستان وویل، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۳۱ بانکونه د پیسو سپینولو او له ترهګرو ډلو سره د مالي ملاتړ د شک په تور نږدې دوه میلیارډه کالدارې جریمه کړي چې دا ډول راپور پر پاکستان شکونه نور هم زیاتوي.

پاکستان اړ دی چې له نړیوالو ادارو سره په څلورو برخو د پیسو د سپیناوي، د حقاني ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د مالي رژیمونو سره د مبارزې، د ترهګرو ډلو له خوا له پولو د پیسو د اړولو را اړولو او د ترهګرو د مالي ملاتړ د پلټنې او عدلي تعقیب په برخو کې خپله هراړخیزه همکاري وکړي. په دې سربېره به د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ نمبر پرېکړه‌لیکونو د عملي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کوي چې د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ پر مخنیوي ټینګار کوي.

اسلام‌اباد به په مشخص ډول د نغدو پیسو د قاچاق، د تورو پیسو د سپینولو، د مخدره توکيو د ټرافیک، د غیر انتفاعي سازمانونو د ناسمې کارېدنې او په پاکستان کې د فعالو ترهګریزو سازمانونو لکه داعش، القاعده، حقاني شبکې، لشکر طیبه، جیش محمد او د طالبانو اړوندو اشخاصو ته د مالي ملاتړ په اړه FATF ته روښانه راپور وړاندې کوي. په دې برخه کې تر ټولو ډېره دلچسپي د واشنګټن ده او غواړي د پاکستان په پټو ارادو ځان خبر او یا یې د تورو تمبو شا ته ټینګ کړي. پاکستان ته په مالي او اقتصادي برخه کې خورا دروند کار ور له غاړې شو او د مالي چارو یوه غټه برخه به یې نړیوالو ته په قناعت ورکولو او روڼتیا را منځ ته کولو بوخته وي چې د دغه هېواد له اړخه له ترهګرو سره د کېدونکې مالي مرستې کړۍ څنګه له منځه وړي او په دې برخه کې له کومو لارو کار اخلي.
دا ساده چاره نه ده او که پاکستان پکې لږ ناغېړي وکړي، تور لېسټ ته یې ور ټېل وهل اسانوي چې د پاکستان لپاره اقتصادي تباهي بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply