د څلورو توریو نوم ته لږ ځیرک شه
په پښتو ژبه روژه دې مبارک شه
په قرآن وپه سنت باندې ځان پوه کړه
د شیخانو ترمنځ ځان مه لادرک شه
نن د ګېرو وټوپکونو ملایي ده
په فَتْوو کې مه ګولۍ شه مه یې ټک شه
د ناسمو سمولو کې ځان ګډ کړه
بېره مه کوه مرګ یودی ورته کلک شه
ناروا دې که رواکې اورېدل وو
که نورنه وي غوږ دزړه دورته څک شه
که د سر دپاسه مَنْ چانه منلې
ځان راکوز کړه په منلوکې چارَک شه
رڼاستوري د اسمان هریویې لمردی
که یې نه منې لوستونکي دفلک شه
یوه ورځ به دا رڼا لمر توره شپه شي
د الله قدرت ته هک مه شه مه پک شه
که مُحکم وتشابه دین کې پوه نه شوې
علي خانه په تأویل کې لرې شک شه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320