د عمل پلان ولې مهم دی؟ /سید عبدالله پاچا

0 443

کابل او اسلام اباد د عمل پلان کې د هغو موادو په تطبیق سره نږدې شوي چې کولای شي په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي، د دې پلان د وروستي کولو او هوکړې لپاره د کابل لوړ پوړی پلاوی د امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ اسلام اباد ته تللی او دواړو لورو تفصیلي خبرې کړي دي.

د کابل او اسلام اباد لوړپوړو چارواکو په دې میز هغه مواردو باندې خبرې کړي چې کولای شي د افغانستان د سولې او ثبات سره مرسته وکړي او د کابل او اسلام اباد اړیکې بیا جوړې کړي.

له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه،،،

کابل او اسلام اباد به د نظامي افسرانو ګډه ډله جوړوي او په دواړو هېوادونو کې به هغه مرکزونه او کسان په نخښه کیږي چې افغانستان او یا پاکستان ته ترې ګواښ وي.

په دې کار سره به د افغانستان او پاکستان ګډ باور رامنځ ته او ګډ دښمن به هیڅکله هدف ته نه رسیږي، افغان حکومت له وړاندې له پاکستان غوښتنه کړې وه چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې طالبانو د ځانمرګو مرکزونه لري او په دې مرکزونو کې د افغانستان د جګړې لپاره کسان روزل کیږي.

اوس چې پاکستان له فشارونو سره اړ شوی چې د افغان حکومت وړاندیزونه ومني، پریکړه شوې چې د اسلام اباد د نظامي افسرانو یوه ډله به کابل او د کابل د نظامي افسرانو یوه ډله به اسلام اباد کې وي او دواړه به د ګډ دښمن پروړاندې اقدامات کوي.

په دې سره د ترهګرۍ د هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې پاکستان کې ښکاره او پټ مرکزونه لري او په افغانستان کې د جګړې رهبري کوي.

د پاکستان له لوري طالبان سولې ته حاضرول،

د عمل په ګډ پلان کې له پاکستان غوښتنه شوې چې پر طالبانو له نفوذه په ګټنې به لوړپوړو طالب چارواکو سره خبرې کوي چې له افغان دولت سره یې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

پاکستان له کلونو افغان حکومت سره ژمنې کړي چې د سولې په برخه کې همکاري کوي، خو دا ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې شوي او تراوسه یې هیڅ عملي بڼه نه ده خپله کړې.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي په پاکستان کې ښکاره اویا پټ اوسیږي، د پاکستان حکومت او دیني علما پرې نفوذ لري، نو کولای شي چې د افغان دولت سره یې د سولې خبرو ته کینوي او یا ورته خبرداری ورکړي چې له خاورې یې ووځي، اوس په دې پلان کې شته چې طالبان به یا سوله کوي، یا به د پاکستان له خاورې وځي او یا به وژل کیږي.

د بندیانو تبادله،،

د بندیانو تبادله د عمل پلان یو بله ماده ده چې دواړو هېوادونه به هغه بندیانو یو بل ته سپاري چې جرایم یې کړي وي او کابل، یا اسلام اباد کې نیول شوی وي.

د بندیانو په تړاو د کابل او اسلام اباد پریکړه کابل ته ډيره ګټه رسوي، ځکه همدا اوس د ملا برادر په ګډون زیات طالب مشران له پاکستان سره بندیان دي او که افغان لوري ته د بندیانو په تبادله کې وسپارل شي، افغان حکومت ترې د سولې په برخه کې ګټه اخیستلی شي.

د راکټي بریدونو بندول او نظارت،

د عمل پلان دا ماده د افغان لوري لپاره مهمه ده، ځکه د پاکستان له لوري کلونه وشول چې پر کونړ او ننګرهار راکټي بریدونه کوي او په دې تړاو بیا هیڅ ځواب نه وایي، د عمل پلان کې شته چې یو ګډ پلاوی به د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې راکټي بریدونه څيړي.

پاکستان ډير کله په دې راکټي بریدونو منکر وي او یا پلمه کوي چې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې پرې بریدونه کیږي او دوی ځوابیه برید وایي، خو په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري هیڅ ډول برید پرې نه دی شوی.

د پاکستان راکټی بریدونو تراوسه سلګونه کورنۍ اړ کړي چې له سیمو ووځي او خوندي ځایونو ته لاړ شي، د دې تر څنګ لسګونه کسانو ته په دې بریدونو کې مرګ ژوبله هم اووښتې دی، نو د عمل پلان مرسته کولای شي چې په دې تړاو یا بریدونه بند شي او یا هر کله پاکستان د بریدونو په تړاو ځواب ووایي.

د قبایلو د مسلو حل

د عمل پلان کې په دې هم بحث شوی چې د ډيورنډ کرښې هاغاړې د قبایلو مسایل باید جدي ونیول شي او هغه برحقه غوښتنې چې لري یې باید ورته رسیدګي وشي.

د قبایلو خلکو سترګې افغان حکومت ته دي چې د حقونو پوښتنه به یې له پاکستان کوي، نو له همدې امله افغان حکومت د عمل پلان کې شامل کړي چې د قبایلو حقونه به ورکول کیږي او هیڅ ډول زور زیاتی به پرې نه کیږي.

د عمل پلان ته تمه شته چې له هوکړې او عمل وروسته به د افغانستان په سوله او ثبات مثبت اغیز وکړي او د دولت وسله وال مخالفین به تر سخت فشار لاندې راشي.

دا پلان وروسته له هغې رامنځ ته شو چې کابل پر اسلام اباد باور له لاسه ورکړ او هغه ژمني چې پاکستان کلونه کړې وې، نه یې عملي کولې.

اوس که پاکستان د عمل پلان په صادقانه ډول تطبیق کړي، د کابل او اسلام اباد اړیکې ښې کیدلی شي.

که چیرې پاکستان بیا هم له دې پلان په شا شي، په نړۍ کې د پاکستان باور ته زیان رسولی شي او د افغانستان باور لا ښه کولای شي.

خو پاکستان په اوسني وضعیت کې اړ دی چې د افغان حکومت سیاستونو ته تسلیم شي او د اړیکو جوړولو لپاره رښتنې همکاري وکړي، پاکستان اوس په دې پوه شوی چې له افغان حکومت سره اړیکې او دوه اړخیزه همکاري یې له هر ډول فشار او ګواښ ژغورلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply