افغانستان ولي د وریښمو تاریخې او مهې لارې څخه پاتې شوو؟! / ناصرخان شیرزی

0 1,642

سوداګري د نړۍ هیوادونو د پایښت یوه ستره ذریعه ده چې له کلونو کلونو راهیسي هیوادونه له همدې چارې کار اخلي.

کله چې سمندرې لارې نه وې کشف شوې یعني زرونه کاله وړاندې افغانستان د سیمې د هیوادونو د یوه پل او سترې تجارتې لارې بڼه خپله کړې وه ، چې دغه لاره د وریښمو لاره وه ، چې د چین هیواد څخه نیولي ان د منځنۍ اسیا تر نورو هیوادونو پورې یې سره نښلولي وه او په ددغې  لارې څخه د وریښمو برسیره ، له افغانستانه معدني، نباتې او حیواني محصولات هم مختلفو هیوادونو ته صادریدل.

 

په دې وروستیو کې د وریښمو د نوې لارې نوښت د چین جمهور رئیس شي جن پینګ کړی دی،  چې اسیا، افریقا او اروپا سره نښلوي او په دغه تاریخي پروګرام کې د اورګاډو، سمندري بندرونو او د بریښنا د تولید په برخه کې په میلیاردونو ډالر پانگونه کیږي ، ترڅو  چیني تولیدات په نړیوال بازار کې په اسانه – ارزانه ترلاسه شي او د چین هیواد د نړۍ په یو ستر سوداګریز هیواد بدل شي، خو یوازي چین نه بلکي ګڼ شمیر نور هیوادونه به هم ددې لارې څخه پوره ګټه پورته کړي.

د چین هیواد په 2017 م کال کې  د (یوکمربند او یوه لار)  تر سرلیک لاندې غونډه برابره کړه، چې د اسیا، افریقا او اروپا د ١١٠ هیوادونو مشرانو او استازو پکې ګډون کړی وو، په دغه کنفرانس کې  د سیمې هیوادونو څخه راغلو میلمنو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول ، چې دغه لاره سیاسي نه ده ، د ټولو هیوادنو ګټې به پکې خوندي وي او دغه لاره یې د نړۍ د سوله ایزه کیدو لپاره هم یو ښه زیری وبللو.

 

د نورو هیوادونو پشان د افغانستان هیواد هم دغې لارې جوړیدو ته هرکلی وویلو او ګڼ شمیر افغانانو خپلې خوښۍ څرګندې کړلې، ځکه  افغانستان په واخان کې له چین سره ۸۵ کیلو متره ګډه پوله لري په پام کې وه چې د وریښمو لاره له همدې سیمې تیره شي .

خو د چین  حکومت د نوې نقشې پر اساس به د ورېښمو لار د منځنۍ اسیا  هیوادونه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له ایران او ترکیې سره او بیا له هغه ځایه اروپا سره نښلیږي.

دوهمه یې له چین څخه  پاکستان ګوادر بندر ته  او له هغه ځایه د عربو له سمندرګي سره وصلیږي.

او دریمه لایه یې چین له منځني ختیځ هیوادونو سره نښلوي ان تر جاکارتا پورې.

د دغې حلقوي لارو نقشې لمخې د یاد سوداګریز دهلیز تر جوړیدو وروسته  د چین تولید بیرته چین ته هم راستنیدلی شي.

بدبختانه افغانستان له دغې سترې لارې پاتې شوو.

 

اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ولي د وریښمو تاریخې او مهې لارې څخه پاتې شوو؟!

د سیاسي اقتصادي چارو کاروپوهان په دې نظر دي چې په دغه لاره کې زیاته ناامني ، د امریکایانو مداخلتونه چې د چین هیواد د نفوذ مخه ونیسي، د ناټو غړو هیوادونو سره د افغانستان ستراتژیک تړونونه درلودل او  د شانګهای ګروپ غړو هیوادونو کې د افغانستان نه موجودیت دی.

او همداشان ددې خبرو ترڅنګ د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ خپلمنځي جنجالونه ،داخلي کشمکشونه، د داخلي او بهرنۍ سمې تګلارې نشتون او ډیر نور… علتونه ددې سبب شول ، چې د چین هیواد په دغه برخه کې افغانستان هیر کړي او د (وریښمو یوه لار یو کمر بند) مهمه او تاریخي لاره په نورو هیودونو کې تیره کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply