ښوونځي او مسجدونه خپلې ازادۍ ته پریږدئ! / ناصرخان شیرزی

0 730

 

ښوونځي او مسجدونه داسي ځایونه دي ، چې کم عمره ماشومان پکې د خپل راتلونکي برخلیک ټاکي ، د ژوند اصول زده کوي ، په الهي قوانیو ځان پوهوي او د ژوند په اوږدو کې یې عملي کوي.

خو په دې وروستیو کلونو کې د هر طرف څخه ښوونځي او مدرسې له ستر ګواښ سره مخ دي ، تنکي ګلان پکې رژیږي ، قران ، حدیث او نور… درسي کتابونه پکې د اور په لمبو سوزي .

 

څه ښه یې ویلي دي، ( چاچې ځان وپیژندلو هغه الله ج ډیر ښه وپیژندلو.)

نو ځان او الله ج خو په مدرسو او ښوونځیو کې سم پیژندلی شوو، که دا حق راڅخه واخیستل شی ، نود راتلونکي نسل به مو څه حال وي؟

د کندوز هاشمیه مدرسې رانیولې د ننګرهار د مومندرې ښوونځيو او بلاخره په دې وروستیو کې د ښار هرځای مسجدونو حال ته خو لیږ فکر وکړئ!

اخ ! سړی ودردیږي ، چاته وژاړو ، چاته د زړه خبره وکړو؟

اخیر تر کومه به مو داحال وي؟؟

 

زه په اوسني جنګ کې ښیکلو غاړو څخه ، که دولت وي او که هرڅوک دا غوښتنه کوم، چې ښوونځي او مسجدونه د ټاکنو ځایونه نه دي ، دا سنګرونه  نه دي ، دا پټنځایونه نه دي.

 

ښوونځي او مدرسې تعلیمي ځایونه دي ، داباید همداسی ازاد پریښودل شي ، پږدئ چې دلته مو نوی نسل علم زده کړي ، ځان وپیژني ، الله ج وپیژني، د ژوند اصول او ډیر نور… څه زده کړي، نو لطفاً ښوونځي ، مدرسې، پوهنتونونه او مسجدونه خپلې ازادۍ ته پریږدئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply