د نظام ارزښت / شکور کامران

0 653

نظام د نظم، ترتيب، پوځ او حکومت په مانا دی؛ نظام د انساني ژوند لپاره تر ټولو اساسي او حياتي پديده ده. د ډېرو نورو څيزونو په شان د نظام ارزښت هم د هغه په نشتون کې ډېر ښه څرګنديږي، افغانان، چې څو ځله يې بې نظامي يا د نظام نشتون ازمویلی، بايد له هر چا ښه او ډېر د نظم او نظام په ارزښت پوه وي او قدر يې وکړي.

نظام جوړول او چلول اسانه ندي، د سالمو نړيوالو اړيکو او خپلو هڅو له برکته اوس هم ډېر څه لرو او که ويې ساتو لا به غني شو. اوسمهال، سره له دې چې د هېواد حالات جګړه اييز او غير عادي دي او په جګړه اييز حالت کې هېڅ نه شي کېدی، خو په ې حالت کې هم هر کس، هر مهال په ډاډه زړه د هېواد ټولو ولايتونو، ډېرو سيمو او کليو ته تلی شي. سلګونه زره ماشومان او لسګونه زره محصلين يې تر سيوري لاندې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي، زموږ د غريب دولت په روغتونونو کې د زرګونه ناروغانو درملنه کيږي، د ډېر لګښت لرونکي عمليات په وړيا ډول تر سره کيږي، سړکونه پاخه دي او پخيږي، جوماتونه او مدرسې ابادې دي، ترافيک سيسټم شته، منظم هوايي او ځمکنی پوځ او پوليس شته، د بهرنيو هېوادونو سره څو اړخيزه اړيکې او سفارتونه لرو، هوايي کرښې مو فعالې دي، مخابراتي شبکې شته، اوبه او برېښنا لرو، فابريکې شته، ګڼې ادارې فعالې دي او د خلکو لکونه شخصي کاروبارونه روان دي، زراعتي چارې پر مخ ځي، هره ورځ لويې او وړې پروژې پيل او پلې کيږي او سلګونه نور او د دې هرې برخې سلګونه زره کارکوونکي او کادرونه منظم معاشونه اخلي.

حضرت محمد (ص) په مدينه منوره کې وروسته له هغه له مشرکينو سره د جهاد اعلان وکړ، چې د اسلامي حکومت بنسټ يې کېښود، يانې تر هغه وخته يې له مشرکينو سره د جهاد اعلان هم نه و کړی، تر څو چې يو سيسټم او نظام نه و؛ لدې دا مانا اخيستل کېدی شي چې جهاد، سوله او بل هر اقدام تر يو رسمي قانوني بنسټ او نظام لاندې تر سره کېدی شي.

د نظام په شتون کې هر پرمختګ امکان لري. په ټولنه کې د يو حاکم نظام او مشر لخوا ټولې چارې په منظم ډول پر مخ ځي. خوږ نبي کريم (ص) فرمايي، کوم ښار چې حاکم ونلري، هلته شپه مه تېروئ! لدې په اسلام کې د نظام ارزښت او مقام مالوم کړئ، چې حضرت محمد (ص) امر کوي، چې آن په تياره کې هم هغه ځای پرېږدې، چې حکومت نلري.

نړيوال او نړيواله ټولنه يو نړيوال رسمي قانوني بنسټ “حکومت” پېژني، د حکومت له لارې را سره اړيکې پالي د همدې حکومت له لارې مرسته کوي، په مهمو جهاني بنسټونو، سازمانونو او ټولنو کې مو غړيتوب مني، اقتصادي، سياسي، زراعتي، پوهنيزو، ټکنالوژیکي او نورو برخو کې ګډون راکوي د همدې حکومت له لارې فرضي حج او عمري ته ځو؛ که حکومت نه وي، نو فرضي حج او عمره کې هم ګډون نه راکول کيږي. هماغه مقوله صدق کوي، چې که امنيت نه وي، نو عبادت نشته او طبيعي ده چې نظام نه وي، نو ناامني او ګډوډي به وي او څوک به په ډاډه زړه آن لمونځ هم نشي کولی، کنه تر جوماته تګ يا نور عبادات خو هسې محال بوله.

پښتو متل دی “خدای د کراري مل دی”، همدارنګه په بل متل کې مشران وايي “خدای د ناراوو مل ندی.” د نظام په شتون کې کراري او په نشتون کې يې نارواوې کيږي، چې نه يوازې خدای يې مل ندی، بلکې د ناراضايت سبب يې کيږي.

د کورنۍ جګړې، ټوپک سالاري او پاټکونو پر مهال، که څوک په دوه کسانو هم بر و، ځان ته يې په مشخصه سيمه کې واکمني جوړه کړې وه او د وحشت، ناروا، ظلم او تيري ډېرې ترخې او غير انساني کيسې يې لا هم ډېرو ته ياد دي. هيڅوک، هيچېرته مصون نه و، په هر سل مترۍ کې د يو بل لنډه غر د حيواني غريزې واکمني وه، هر سل متره اخوا بېل فکر، بېل فرمايش او بېل قانون حاکم و، خو يو څه چې په ټولو کې مشترک و، هغه جهل او وحشت و.

يوه مشر کيسه کوله، چې په پکتيا د ګردېز او زرمت په لاره پنځه ځايه پاټکيانو وهلی و؛ وای په دې فکر چې د اسلامي جمعيت پاټک دی، ځان به مې د جمعيت غړی ور معرفي کړ، خو هغه به د اسلامي حزب کسان و او تر ګونډو لاندې به يې کړم؛ بل ځای به جمعيت ته حزبی معرفی شوم او کونداغ به مې وخوړ، همداسې امارت، محاذ او نور. د نورو تر څنګ د دې وحشتونو او واک غوښتنې حيواني غريزې او عواقبو ډېر زيان اسلام او دې سپيڅلي نوم ته واوښت، چې اوس يې په نوم اورېدو ډېرو ته يوازې تشدد ورياديږي.

د نظام نشون و، چې د هېواد د نفوس يوه لويه برخه ککرۍ ورغړېدې، تقريبا د هر افغان جسم نيمګړی شو، لاس، پښې، سترګې، غوږونه او نيم بدنونه يې د باروتو خوراک شول؛ هډوکي يې کونداغونو، کوتکونو او حيوان صفته انسانانو وخوړل. ژوند مانا له لاسه ورکړه، مرګ حاکم شو، هيلې مړې شوې، وطن تباه او هر لوفر او لوچک د خلکو په برخليک لوبې وکړې.

د نظام د نشتون يوه نوې خاطره مې د کندز له يوه دوست نه واورېده. ده ويل کله چې کندز د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شو، ولايت د ځنګل بڼه خپله کړه، په دوه ورځو کې ۷۰۳ تنه ښځې، ماشومان، مشران او ځوانان ووژل شول. د ښار په ويالو کې د انسانانو جسدونه پراته و؛ خلکو ډک کورونه پرېښودل او لوڅې پښې تښتېدل. هيڅ کور امن نه و، هر وسله په لاس ماشوم کولی شول، هر مهال د يو چا کور ته ورننوزي، بې عزتي يې وکړي او ويې وژني؛ څو کسان يې له کوره په وهلو راوباسلي او د کور د وره تر مخه غلبېل کړل. دی وايي د هيچا، آن د خبريال، معلم او زده کوونکي کور هم مصون نه و او لويه کتله خلک په ډېرو ستونزو او زياتو لګښتونو نورو سيمو او ګاونډيو ولايتونو ته تښتېدلي و.

دې ملګري يوه ډېره هېښوونکې خبره دا وکړه، چې خلک د جګړو له امله نشوی راوتلی او د مړو په جنازو پسې نشوی رسېدی. دی وايي درې کسيزه جنازه يې په خپلو سترګو ليدلې، چې څلور اوږې نه وې چې د يوه مړي د جنازې کټ پورته کړي او د يوې جنازې کټ يې په درې کسانو نيولی روان کړی و!!! يانې که نظام نه وي، نو ژوند خو به هسې نه وي، خو آن انساني او اسلامي مرګ نصيب کېدل هم معجزه بوله.

نبي کريم (ص) د حضرت علي کرم الله وجهه په اړه فرمايي، چې زه د علم ښار يم او حضرت علي(رض) د دې ښار دروازه ده. دا لوی علمي شخصيت (حضرت علي رض) فرمايي، چې له نه دولت يا نه نظام څخه کمزروی او ستونزې لرونکی دولت ښه دی، مطلب که دولت کې ستونزې، نيمګړتياوې او فساد وي، بايد حل ته يې کار وشي. په دولت او نظام کې به فساد، ستونزې او نيمګړتياوې وي، خو بايد د حل لپاره يې اقدام او ګډ کار وشي.

له مشکلاتو سترګې نشي پټېدی؛ ښايي په دې هره برخه کې نيمګړتيا وي، خو اخر يې هم په موږ پورې تړلی او د حضرت علي (رض) له لارښوونې سره سم بايد له مناسبې لارې يې حل او بشپړتيا ته کار وشي.

نو لکه څنګه مو چې مخکې وويل، چې افغانانو تر هر چا زيات د نظام د نشون او ګډوډي زيانونه، ربړې او وحشتونه ليدلي او بويه چې په قدر يې له هر چا زيات وپوهيږي او ټينګښت او ښه والي ته کار يې خپل فرض او لومړيتوب وبولي. خدای دې موږ بيا د نظام د نشتوالي له ډېرې بدې او ترخې تجربې لرې وساتي او دا هدف تر سره مه شه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply