صاحبه / عزت الله ځواب

0 685

څه قرض به راته را نه کړې مجبور يمه صاحبه؟
ډاکټر ته ځم، درمل اخلم، رنځور يمه صاحبه!
دا شکر دی چې کلي کې د خان ماڼۍ جوړېږي!
او زه پکې د څو ورځو مزدور يمه صاحبه!
که سپين دي او که تور دي او که شنه د خره بچي دي
دوی غواړي چې په خپلو وينو سور يمه صاحبه!
حاجي عمره دې هم وکړه وطن ته په خير راغلې!
دعا دې راته کړې ده مشکور يمه صاحبه!
هغه ورځ سره مخ شولو؛ خو تا سره وخت نه و!
په ياد کې به دې څه نا څه ضرور يمه صاحبه؟
توبه خوله مې دې ماته شي چې سپينې سپينې وايم
په دې باندې د هر سړي تربور يمه صاحبه!
ځواب يمه خبرې رانه مخکې وروسته کېږي
د ښکلو مخکې دغسې ترور يمه صاحبه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply