افغانان، سیمه او نړۍ دې راروان ستر توپان ته ځانونه چمتو کړي / ودان روښان

0 606

تاریخ تکرارېږي، مصنوعي او په زور له نورو هېوادو راشکول شوې ټوټې یوه په بلې پسې بېلېږي. د پاکستان اوسنی حالت ټیک د  ۱۹۷۰ کال پای او د ۱۹۷۱ کال پیل ته ورته دی. کله چې په ۱۹۴۷ کال کې یوې دسیسې له مخې بنګیالان بیچاره ګان د مسلماني په جرم د پاکستان په نوم د بریتانیا له حرموني سره تړل شوی و خو په ۱۹۷۱ کال کې ځکه ترې بیل شو چې له پنجابستان سره یې هیڅ راز ژبنی، توکمیز، کلتوري او تاریخي اړیکه نه درلوده. په ۱۹۴۷ کال کې بریتانیا خپل استعماري میراث پنجابستان ته پرېښود چې بنګالیان، سندیان، پښتانه، بلوڅان او نور قومونه یې په قواله ورکړل. یاد قومونه د برېتانیا پرځای د پنجابستان پر مستعمرو بدل شول، تر پنجابي ښکېلاک لاندې  د مستعمرو سیمو اوسېدونکو دغه نوي استعمار ته نه ووایه خو ستونزه داوه چې انګریز ورته چل ښودلی و چې دا خلک به د دین په نوم په لومه کې راایساروې او یو شمېر کرایي ملایان او دین پلوري به ورته ګوماري چې د پنجاب استعمار ته د دین رنګ ورکړي.  نوی تور استعمار له همغه لومړي سره هیچا هم ونه مانه خو تر ډېره د بنګال چیغه ووته او سر یې ترې واخیست. پنجابي استعمار ډېر بې شرمه او بشري ضد جنایت ته لاس واچاو. کله چې بنګالیانو د خپل حق غوښتنې ناره پورته کړه د پاکستان فاشیست پوځ پر بې ګنا بنګالیانو هغه وحشت او ظلم وکړ چې نه هټلر له یهودو، نه روسانو له افغانانو او نه هم اسرایلو له فلسطینانو سره کړی. پاکستاني پوځیانو پر ۲۰۰ زرو  بنګالۍ مسلمانو پیغلو جنسي تېري وکړل چې ډېرې اومیندواره شوې او له بې ګناهي سره سره د کورنیو او  ټولنې د کرکې وړ هم وګرځېدې، ځینو ځانونه ووژل، ځینې نورې ښارونو او کلیو ته وتښتېدې(۱). ۱۵ میلیونه بنګالیان هند ته کډوال شول، یوازې د ۱۹۷۱ د مارچ پر ۲۵ شپه په ډاکه کې د پاکستاني جنرالانو په امر ۲۵۰ زره محصلین، ډاکتران، زده کونکي، انجنیران، د پوهنتونونو استادان، خبریالان، سیاسي فعالان او په ټوله کې لوستي کسان له توپیر پرته ځکه ووژل چې فکر یې کاوه همدغو کسان به له ازادي وروسته بنګلادیش جوړوي.(۲)

د هندوستان د هغه وخت د پوځ مشر مارشال مانشکو له وتلي مصري خبریال حسنین هیکل سره په مرکه کې ویلي چې د هبنګلادیش د ناورین پروخت لومړۍ وزیرې اندیرا ګاندي وروغوښت او دنده یې ورکړه چې په لسو میاشتو کې د جګړې چمتوالی په داسې بڼه ونیسي چې جګړه له دوو اونیو اوږده نه شي او په همدې موده کې پنجابی پوځ مات شي، ځکه چې که جګړه اوږده شي بیا ملګري ملتونه، زبرځواکونه او نور مداخله کوي او خبره ورانېږي او لسو میاشتو کې چمتووالی ددې له پاره چې هند له لسو میاشتو زیات د میلیونونو بنګالي کډوالو د ساتنې توان نه لري.

له پلان سره سم هر څه پېښ شول کله چې پنجابي پوځ جګړه پیل کړه په دوه اونیو کې هندي پوځ په ګونډو کړ او ۹۰ زره پنجابی پوځ په بنګلادیش کې هند ته تسلیم او پنجابستان اړ شو چې د بنګلادیش ازادي پر رسمیت وپېژني.

سره له دې چې بلوڅانو، سندیانو او پښتنو هم له همغه لومړي سره  له پنجابي استعمار سره یو ځای کېدل نه غوښتل د یوې یې چلوټۍ په پایله کې وربورې وتړل شول او تر دې دمه یې په ډېر شواخو استعمار وزغامه  خو  اوس دغه ټول په تېره پښتانه، بلوڅان، سندیان او نور تر پنجابي استعمار لاندې ژوند کول نه بلکې نور ازادي غواړي. هغه وخت هندوستان د بنګالیانو مرستې ته ورودانګل خو هندوستان ښایي اوس دې لوبې ته  له پاکستان سره د اټومي ټکر له وېرې په ښکاره زړه ښه نه کړي، افغانستان خپله د پنجاب او د هغه غلامانو داور په لمبو کې سوځي، له ایرانه هم تمه نه شته ځکه چې په دې لوبه کې هغه هم زیان ویني او د بلوڅو له بېلتون غوښتنې سره مخ دی نو که نړۍ پام ونه کړي بشري ناورین به رامنځته شي.

له کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خپل غږ پورته کړی د پنجابي استعمار پر اندامونو لړزه ګډه شوې خو ددغه غورځنګ مشرانو د هوښیاري له امله پنجابي پوځ ته دا پلمه په لاس نه ده ورغلې چې ښکاره برید پرې وکړي خو په پټه یې ډېرې دسیسې کارولي په رسنیو کې د دغه غورځنګ اړوند پر خبرونو او رپوټونو له بندیز لګولو نیولې، د پښتون غورځنګ پر مشرانو د افغانستان او هند جاسوسانو تاپې وهلو، د اجیرو ملایانو تر ګمارنو، د غورځنګ مشرانو او پلویانو کې د نفاق اچولو هڅو او نورو ډول ډول دسیسو پراخې هڅې کړي خو تراوسه یې یوې هم نه یوازې ګټه کړې بلکې غورځنګ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي لا. اوس پنجاب سره د پښتون غورځنګ پر مشرانو او پلویانو له پوځي برید پرته بله لار نه ده پاتې، نو ځکه خو یې د یکشنبې ورځ په واڼه کې د پښتون غورځنګ وتلی انقلابي مشر علي وزیر او د هغه پلویان په نښه کړل. په دغه بېشرمانه برید کې چې د پاکستاني پوځیانو د طالبانو تر نامه لاندې پر سوله ییزو او مدني انسانانو وکړ ۲ کسان شهیدان او ۴۰ نور ټپیان شول. له هغه وروسته په قایلي سیمه انګور اډه کې هم پاکستاني پوځیانو دپښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو ډزې کړي چې چې ۲ کسان یې شهیدان او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.   پنجاب د خپل پخواني عادت له مخې لومړی غواړي دین خرڅي رامخته کړي په لومړي ګام کې یې دادی خپل ښه طالبانو د ملانذیر ډله توش کړې خو داسې ښکاري چې نور به پښتانه دغه خلک ډېر ژر بې وسلې کړي په لومړي ګام کې یې دفترونه ، د استوګنې ځایونه او کار وبار زایونه په نښه او له منځه وړي، په مدرسو او جوماتونو کې یې مخه نیسي چې ددې ډلې له ماتولو وروسته بیا پنجاب افغان طالبان ورمخته کوي ځکه پاکستاني جنرالانو د ۱۹۸۸ کال په ټاکنو کې هم خان عبدالولي خان د افغان لاسپوڅو په مرسته ناکام او پر ځای یې یو بې نوم او نښانه ملا ګک ملا حسن جان اسامبلۍ ته ولېږه، داځل هم شونې ده چې د پښتنو او بلوڅانو پر ضد هم له دغه تکتیکه کار واخلي خو دا ډله به هم د ځایي خلکو ګوزار ته ټینګه نه شي او دغه حالت به د افغانستان امنیت په تینګښت کې بې سارې مرسته وکړي ځکه په دې سیمو کې به یې نور پنجاب او ای اس ای د ساتلو، پاللو او تمویل توان ونه لري او خلک به یې مخه ونیسي، په دې سره پنجاب اړ دی وروستی قمار هم وهي او زور وکاروي. په دې سره به نوره دا خبره له مدني حرکتونو ووځي، دغه خلک به اړ شي چې ملي قیام ته مخه  او ټول وسلې ته لاس کړي، دا خبره نوره د قبایلو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان  نه بلکې د پنجاب تر استعمار لاندې د ټولو ولسونو که، پښتانه دي، که بلوڅان دي، که هذاره ګان دي که سندیان یا نور قومونه دي ټول به راپاڅېږي ځکه له ټولو سره د پنجاب ظلم روان دی، ټول یې له لومړنیو انساني حقونو بې برخې کړي، له چا طبیعي زیرمې لوټوي، له چا لارې کږوي، پرچا ترهګر واکمنوي او بېرته یې د ترهګرو ځپلو په نوم ژوند او شته ترې اخلي، له چا اوبه اړوي او له چا څه… او …څه… ټول راپورته کېدونکي دي چې  په دې سره ښایي ډېر ورانی رامنځته شي، ښایي میلیونونه پښتانه، بلوڅان او سندیان  کډوال شي چې د کډوالۍ تم ځای به یې هم افغانستان او تر یو بریده هند وي. د افغانستان دغه وران ویجاړ حالت ته په کتو دغه هېواد به د ځای له ورکولو پرته بل څه ونه لري، پاکستاني پوځیان ښایي کډوال له ډېورنډ کرښې دیخوا هم په نښه کړي، مرګ ژوبله او ورانی به رامنځته شي نو ځکه خو د هیلو سترګې د سیمې هېوادو په تېره هندوستان ته وراوړي چې راودانګي او په نړیواله کچه له ملګرو ملتو، متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او نورې خیرغوښتونکې نړۍ تمه ده چې لا له اوسه دغه ناورین ته ځانونه چمتو کړي. ښکاره ده چې پنجاب به ژر تسلیم نه شي ښايي ډېرو جنایتونو او شرارت ته لاس واچوي خو د ځان او نورو له تباهي پرته نور هیڅ هم نه شي کولی په پای کې ولسونه د خپل برخلیک خاوندان، سیمه او نړۍ به د پنجابستان له شرارته په امن شي.

(۱) هیکل، حسنین. اوس د اسیا وار دی. ۱۵۰ مخ

(۲) مسکرینهانس، انتوني. د بنګلادیش بې ستري. ۲۰۸ – ۲۰۹ مخونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply