نیابتي جګړه او سیاسې بصیرت ته یوه لنډه کتنه

0 546

قدرت الله لېوال

نیابتي جګړه هغه جګړه ده، چې ډلې یا نظام د نورو هیوادو نو یا ډلو د ګټو  لپاره سیاسي ، ټولنیزې او کلتوري هڅې کوي، نیابتي جګړه په خپل وخت او ډول کې کیدای شي بیل تعریف او لید لوري ولري، اکثر مدافعین او جګړه کوونکي په غیر شعوري ډول باندې ښکېل وي، دوی فکر کوي، چې د خپل هدف لپاره جګړه کوي؛ خو پایلې ته په نزدې کېدو سره حمایه کوونکي خپل هدف ته په رسېدو کې خپل شرایطو ته تغیرورکوي.

سیاسي بصیرت دې ته وایي، چې ته باید په سیاست کې وړاند وینه یا لرلید ولرې، داسې نه وي لکه زموږ بعضي مشران، چې په دې به یې ویاړل د

 افغان شوري دوستي زنده باد

د جهاد افغانستان دفاع پاکستان!

تاسې دا دواړه لوري اصل او تهداب چې په دې  شعارونو کې کتلای شئ  د سیاسي بصیرت له نظره وګورئ.

اول شعار کې تاسو ګورئ، چې دوستي لاس ظاهرا د وطن د ابادي لپاره ورکړل شوي نور شاید ډېر ارزښتونه لکه اسلام ،کلتور …………د موافقو او مخالفو له نظره ترپښولاندې شوي وي.

په دوهم شعار کې اسلامي ارزښت صرف  تر يوه شعاره او د بل هیواد د ښې راتلونکې لپاره په نظرکې نیول شوی دی.

په داسې حال کې زموږ ټولنیز اسلام په عمل کې د پاکستان د خلکو  له اسلام سره په عمل کې ډیر زیات توپیر لري

بېلګه موږ کې کلونه کلونه کیږي، چې په دې باندې لګیا یوو، چې اسلام کې د ښځو تعلیم روا که ناروا دی، یا بلند منزلو کې ژوند کول حلال او که حرام دی، دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تر موږ وروسته مسلمان شوی، خو د ټولنیزو اخلاقو د ټولنې د ودې لپاره یې ډېر داسې مسایل د خپلو خلکو او هیواد ګټو پربنسټ تعریف کړي.

دا په داسې حال کې، چې پاکستان او روسیه هیڅ ډول افغاني ارزښت ته په اصل کې درناوی نه درلود، شاید په دې اړه ډېرې بېلګې موجودې وې.

د بېلګې په ډول دواړو هیواد په عمل کې دا ثابته کړه، چې په خپل ګاونډي توب کې یو مظبوط او مستقل افغانستان نه غواړي.

 بلکې دواړو لورو خپلو منافعو ته کتل او هغه يې تعقیبولې.

زموږ سیاسي جوړ شوي مشران د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي بصیرت نه درلودو په خاطر داسې تېروتنې کړې، چې نسلونه، نسلونه به یې په ډېرو ستونزو او زیات وخت تېرېدو سره جبران کړای شي.

بېلګه:

موږ جهاد د شهيد سردار  داود خان نظام په واړاندې اعلان شو او خلقیانو ځان ضعیف محسوس  او کودتا یې وکړه.

جهادي مشرانو خپلو منځوکې مخکې له دې، چې کابل تر خپلې ولکې لاندې راولي،  ډېر ځله یې یو په بل د کفر،الهاد او د جنګ رواکېدو احکام ورکړل.

ان یو تن جهادي مشر د امریکا د هغه مهال له جمهوریس سره د دې لپاره نه کتل، چې ګواکې په همدې کتنه باندې زه کافر نشم؛ خو اوس یې د امریکا د شاژدافیر سره په دارلامان کې وکتل.  ‎

خلقیانو خو  قدرت ته د رسېدو لپاره یو بل ووژل او هر یوه  کوشش کاوه، چې دا وطن اباد کړي او نور هیڅ ارزښت يې په نظر کې ونه نیو.

جهادي مشران اوس په دې باندې حیران دي، چې څنګه او په څه ډول باندې خپل پاته شوي نسلونه، چې د طالب په جامه کې دي، قناعت ورکړي، چې موږ جهاد نه بلکې جګړه کوله او دا جګړه پر موږ تپل شوې وه او تاسو هم جګړه کوئ،که چېرې موږ او دوی سیاسي بصیرت درلودای، نو دا مسله له پردۍ مداخلې او جګړې پرته هغه مهال حل کېدله، اوس بعي جوړ شوي مشران ګورئ  په همدې ناروغۍ اخته دي او راتلونکو نسلونو ته نوې فتنې زیږوي، لکه زه افغان نه یم دا کلیمه ډېر هغه سیاسي جوړ شوي مشران په خوله راوړي چې سیاسي بصیرت نه لري او د خپلو خبرو په مفهوم نه پوهیږي او دا وړاند وینه نشي کولای چې زه خپل هیواد او خلک په کوم لوري  وړم.

د سياسي بصيرت  کوتاهۍ د روانې نیابتي جګړې  او ستونزو لامل بللی شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply