پیلوفوبیا/ استاد نجیب منلی

0 1,306

هماغومره چې یوویشتمه پېړۍ د طبي تخنیک د بې ساري ودې او پراختیا شاهده ده، هماغومره په کې عجیبې او غریبې، نوې نوې ناروغۍ هم پیدا کېږي. په دې لړۍ کې تر ټولو نوې، خطرناکه ناروغي په علمي طبي ترمینالوجي کې «پیلوفوبیا» نومېږي. څېړونکي وایي چې د «پیلوفوبیا» وایروس په ناڅاپي ډول په پاکستان کې راښکاره شو او د دې ناروغۍ لومړۍ جوتې نخښې د هغه هېواد د اردو جنرالانو کې لیدل شوې دي.
د ډاکټرانو په وینا پیلوفوبیا یوه ساري نیوروفیزویولوژیکي وایروسي ناروغي ده چې تر اوسه یې واکسیننه دي موندل شوي او عموماً پاکستاني پوځیان پرې اخته کېږي. دا ناروغي عموماً د میتومانیا (خیالي خطرونو احساس) له ځینو علایمو سره یو ځای څرګندېږي.
ډاکټرانو د دې نوې ناروغۍ د نومولو له پاره د «پیلوفوبیا» کلمه غوره کړې ده. دا کلمه دوه برخې لري چې یوه یې پیلوس (په یوناني ژبه کې πῖλος خولۍ ته وایي) او بله یې فوبیا (په یوناني کې φοβία ډار ته وایي) یانې «د خولۍ ډار».
پیلوفوبیا یوه خطرناکه ناروغي ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د تشکیل او پراختیا سره سم په پاکستان کې را پیدا شوه. په لومړي سر کې یې د پاکستان د اردو او ملېشو ټیټ رتبه افسران ونیول. دوی به چې هر چېرته د چا پر سر سره خولۍ ولیده نو لړزه به پرې ولګېده هڅه به یې کوله چې د هغه کس له سره دا سره خولۍ ایسته کړي او په ځینو واقغاتو کې خو دا هم لیدل شوي چې ناروغو افسرانو دا خولۍ څیرې کړې او سېزلې دي.
په دې وروستیو کې د پیلوفوبیا تر ټولو پرمختللی حالت د پاکستان د پوځ په ویندوی جنرال آصف غفوري کې لیدل شوی دی. جنرال غفوري په خپل وروستي کنفرانس کې وویل «څرنګه کېدای شي چې په بهر کې جوړه شوې یو سره خولۍ پاکستان ته را وارده شوه؟»
دا د پیلوفوبیا ناروغۍ یو ډېر پرمختللی حالت دی: په ملیونو انسانان د سترو سترو ښارونو په واټونو کې د خپل حق د غوښتلو غږ پورته کوي خو ویندوی جنرال یوازې یوه په بهر کې جوړه شوې خولۍ ویني. دا ورته نه ښکاري چې دا خولۍ د هغو زرګونو ککریو سمبول دی چې پوځ یا خاورې کړې او یا یې په خپلو «وحشت خونو» کې غیب کړې. ویندوی جنرال لا نه دی خبر چې د دغې خولۍ لاندې د «عدم تشدد» د تاریخ جوړوونکي فکر سکروټې پرتې دي. ویندوی جنرال ته چا نه دي ویلي چې د دوی په تاریخ کې پیلوفوبیا ته ورته یوه بله ناروغي هم راغلې وه. پوهانو هغې ناروغۍ ته کوکینوکیتوفوبیا (coccinochitophoebia) نوم غوره کړی و. په هغې ناروغۍ مبتلا کسانو به له سرو کمیسونو کرکه کوله. په کوکینوکیتوفوبیا اخته مشهوره څېره محمد علي جناح نومېده. د مانکي پیر صاحب په قول کله چې جناح د پښتونخوا دوره وکړه نو چا ترې د باچاخان د وضعیت پوښتنه وکړه. هغه وفرمایل «وه ختم هو چکا ھے» او ستر دلیل یې دا و چې ما په ټوله پښتونخوا کې یو «سرخپوش» و نه لید!
د ماهرینو له نظره د پاکستاني جنرالانو (یوازې ویندوی جنرال آصف غفوري ناروغ نه دی) د علاج یوازینۍ لار دا ده چې هغوی د سرو خولیو لاندې هغه وطنپال، فعال مغزونه هم وګوري چې د خپل ولس د راتلونکې د رغولو له پاره وارداتي خولیو ته اړتیا نه لري، د عدم تشدد فلسفه او انقلابي روحیه هم ورسره ده.
خدای دې د پاکستان جنرالانو، وړو افسرانو او ملېشه وو ته عاجله شفا ور په برخه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply