په روسيه كې جالبه پېښه

0 615
د روسيې د باشكردستان په خودمختاره جمهوريت كې يوې مسلمانې كورنۍ د پخواني شوروي اتحاد د جزا قانون چې په عربي ژبه ليكل شوى و، د قرآن كريم په توګه ساتلى او تلاوت كړى دى.

د معلوماتو له مخې د پخواني شوروري اتحاد د جزا قانون په ۱۹۲۶م ميلادي كال كې په عربي ژبه ژباړل شوى و چې بيا وروسته پرې د همدې سيمې يوې مسلمانې كورنۍ د قرآن كريم خيال كړى او د لسګونو كلونو راهيسې يې د ثواب په نيت تلاوت كړى او درناوى يې كړى دى.

د روسيې د كورنيو چارو د  وزارت د معلوماتو له مخې په باشكردستان كې يوې بوډۍ دا كتاب د كلونو راهيسې په ډېر احترام سره ساتلى و او تل به يې د ثواب په نيت لوستلو. بوډۍ خپل زوى ته په ورځينو چارو كې د برياليتوبه په موخه ددې كتاب د درناوي توصيه هم كوله چې هر سهار به يې ښكولو.

د بوډۍ زوى وايي چې هر سهار به مې دا كتاب ښكولو چې فكر كوم په پايله كې يې د پوليس په توګه مقرر شوم!

د رافعه زينت اللينا په نامه د بوډۍ لور هم روسي خبري رسنيو ته ويلي دي چې “ مور مې پدې باور وه چې دا سپېڅلى كتاب قرآن كريم دى.  د همدې امله به يې په پوښونو كې تاو كړى و او د كوچنيانو د بالښت لاندې به يې كېښودلو چې نارامي ونكړي. له كلونو وروسته دا څرګنده شوه چې دا كتاب قرآن كريم نه بلكې د پخواني شوروي اتحاد د جزا قانون دى چې په ۱۹۲۶م كال كې عربي ژبې ته ژباړل شوى دى.

كورنۍ بلاخره تصميم ونيولو چې دا كتاب د كورنيو چارو د وزارت موزيم ته وركړي. ويل كيږي چې هره ورځ يو شمېر كسان ددې كتاب ليدلو ته راځي.

TRT Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply