سوزوونکې مکالمه/ نعمان دوست

0 702

سوزوونکې مکالمه
دا څویم ځل دی چې تلفون راواخلم، په لیست کې یې نوم راواړوم خو د [اوکې] تڼۍ ته مې ګوته نه ورځي. لکه د ماشوم ګوته چې بل څراغ ته نږدې کړې او هغه یې په تودیدو بیرته راکش کړي.
هیڅ نپوهیږم؛ له کومه یې پیل کړم، څه ووایم، په کمزورو الفاظو کې به دومره زور وي چې د هغه له اوږو د ځوان زوی د غم غر لرې کړي او…
نن مې زړه غټ کړ. زنګ مې وواهه، یو سوی غږ مې واورید. لکه الفاظو چې د هوا په څپو کې اور اخیستی وي، ما ویل که لمبې مې موبایل ته هم را ورسیدې، ما ویل که اور زما د زړه رګونو ته هم لاره وکړه.
غلی شوم. یوازې سلګۍ وې چې ورو ورو یې د غوږ پردې کړنګولې، لکه ماهر ربابي چې آهسته آهسته غمجنه نغمه چیړي.
الفاظ رانه داسې وتښتیدل لکه د جومات څنګ ته چې چاودنه وشي، بم راولویږي او له منارو کوترې والوځي، دومرې لرې لاړې شي چې له سترګو پناه شي.
سخته ده؛ په خدای سخته ده
چې یو پلار، یوه کورنۍ د خپل ځوان زوی له قتله خبره وي خو جسد یې له سترګو پناه وي. آن د سوزیدلي جسد لیدل یې ارمان وي؛ خو دا ارمان یې هم یو څوک پوره کیدو ته نه پریږدي.
ځوانیمرګ زموږ په مخ کې لوی شو. ځوان شو؛ خو ځوانۍ مغروره نکړ. هغه پوهیده چې دلته ژوند له حده زیات نیمګړی دی او په دومره نیمګړي شي غرور نه وي په کار.
څو میاشتې مخکې مې کابل کې ولید. د درناوي په پار په ملا را قات شو. تود هر کلی یې وکړ. یوه شیبه راته مخامخ ودرید؛ که زه خبر وای چې دومره ژر دایمي رخصت اخلي، تر ډيره به مې ور کتلي و.
هغه ځوان و. دنګ ځوان و؛ خو اوس به داسې ښکاري لکه چنار چې وسوزي او ځای پر ځای د ایرو څلی شي.
د هغه د بدن له غوښو سره د هغه ارمانونه هم وسوزیدل او د اور دې تاو یې د کورنۍ او دوستانو د زړه رګونه هم لمبه کړل.
کورنۍ یې اوس د انګړ ور څاري؛ خو په دې تمه نه چې هغه به له خندا په ډکه خوله راننوځي؛ د مور او پلار لاسونه به ښکل کړي.
په دې تمه نه چې مور او پلار به یې پر ټنډه ښکل کړي او د ټولو ستړیا به رفع شي؛ نه، نه…
د هغه شونډې داسې سوزیدلي لکه شوخ ماشوم چې د ګلاب پاڼې بل اور ته خطا کړي.
های،
وینئ؟
یو اور لګیدلی،اور ډیر ځنډنی شو. هره خوا یوازې موږ څیزي. هره ورځ ګلاب ګلاب قدونه سیزي او هره ورځ د ارمانونو دنګ دنګ غرونه چپه کوي.
موږ اور ته ګورو؛ خو د ګُل کولو په چل یې نپوهیږو.
هغه دی؛ اور راورسید، بیا به د چا د غوښو بوی حس کړو؛ د خپلو بدنونو او که د نورو…

په سقوط شوې چورلکه کې د یوه قرباني له پلار سره د تلفوني تماس په تاثر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply