پاکستان او ایران څه غواړي؟/ محمد بشیر یوسفزوی

0 599

 په دې کې شک نشته چې ګاونډیان (پاکستان او ایران) د افغانستان په جنګ کې مستقیم لاس لري، دوی د فشار په توګه غواړي افغان دولت دېته مجبوره کړي، چې تر افغانستان لومړی د پاکستان او ایران ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په خپله د خپلې ارادې خاوند نه وي او چې هر ګام او اقدام کوي، نو باید د ایران او پاکستان په خوښه وي.

ایران زموږ اوبو ته سترګې غلې کړي او پاکستان خو دومره ناوړه نیت او اراده لري چې ان د افغانستان لاندې کولو ته یې خېټه خیشته کړې، خو متل دی چې که د خوړ کاڼي دومره پاسته وای، نو ګیدړانو به ټول خوړلي وای. د افغانستان نیول او لاندې کول که دومره اسانه وای، نو انګرېز به لاندې کړی وای، چنګېز به نیولی وای او شورویانو به د خپلې امپراطورۍ برخه ګرځولی وای.

دغه دواړه هېوادونه له پخوا راهیسې په افغانستان کې جنګي ډلې او ځینې ناوړه افراد تمویلوي او دېته یې لمسوي چې افغان حکومت په داخلي هرج او مرج کې وساتي، تر څو زیربنایي او مهمو لویو پروژ، تطبیق لکه د بندونو جوړولو او نورو ته مخه او وخت پیدا نه کړي، مګر افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو وخت کې د جنګ د مدیریت تر څنګ د زیربنا، اقتصادي ودې، او د افغانستان خودکفایي ته هم پام زیات کړی او له دې امله یې د افغانستان دښمنان په ځانګړي ډول پاکستان او ایران سخت ورخطا کړي، ځکه د دوی شیطاني پلانونه او برنامې یې له ناکامۍ سره مخ کړې دي.

افغان حکومت چې په دې وروستیو کې د اوبو مدیریت ته پام ډېر کړی، نو ایران ته یو سرخوږی ناحقه زیات شوی، ناحقه په دې مانا چې افغانستان لا دمخه له ایران سره د اوبو موضوع د بین المللي قوانینو په اساس حل او فصل کړې ده، خو دوی لا هم د سلما او بخش اباد بندونو په جوړولو ناخوښه  دي، ځکه د ایران جمهور رئیس ښاغلي روحاني څه وخت دمخه ویلي و چې په افغانستان کې د اوبو او بندونو جوړولو په برخه کې بې تفاوته نشي پاتې کېدلی.

د روحاني خبره رښتیا وه، دوی بې تفاوته پاتې نشول، ځکه  په وروستیو کې یې طالبانو پر فراه ولایت برید ته ولمسول او د دې ولایت ځینې سیمې یې ونیولې چې د هېواد د وسله وال پوځ اتلو او زړورو ځوانانو په مېړانه او اتلولۍ په شا وتمبول. ولې تصور نه کېده چې ایران دې دا بې تفاوتي په جنګ سره جبران کړي او بالاخره دې په بین المللي اصولو د اوبو یو طرفه شوې موضوع د جنګ له لارې پر افغانانو په زور ومني او هغوی دې له خپل حق څخه پر شا کړي.

البته په دې کې هم شک نشته چې پاکستان په ډېره بې شرمۍ په افغانستان کې د جنګ په شدت کې له پخوا څخه دی دی او ایران هم په جنګ او فرهنګي تهاجم او په افغانستان کې د مشخصو ډلو ملاتړ کې پراخ لاس لري، مګر په دې وروستیو کې عملاً ایران دې جنګ ته دخیل شو، ځکه دا نو ټولو ته معلومه ده چې د فراه جنګ د اوبو د مدیریت جنګ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply