په افغانستان کې یهودیان (موسایان)/ ډاکټر لطیف یاد

0 1,073

زما ښه په یاد دي یووخت زما پلار د اتو کلونو لپاره د افغانستان په لویدیز دهرات په ښار کې دولتي دنده درلودله .زه په هغه وخت کې په لومړني ښوونځي (پرائمری سکول ) کې وم. زما دښونځي نوم د (سیفي هروي ښونځی ) و چې دهرات په کندهار دروازه کې و او زموږ له کوره د پښو پر مزل شل پنځه ویشت منټه لیرې و.
زه به کله کله د خپل پلار سره دهرات زاړه ښار ته تلم چې هلته یې بارونقه او پوښلي ( سرپټي ) بازارونه درلودل.
پلاربه مې کله کله زه دهرات د زاړه ښار هغې سیمې ته هم بیولم چیرې چې یهودیان اوسیدل او دهرات خلکوبه ورته موسایان ویل ځکه دوی د حضرت موسی علیه السلام د دین پیروان ول. په هغه وخت کې د هرات په ښارکې د۱۵۰ کورنیوپه شاو وخوا کې یهودیان اوسیدل. زیاتره یهودیانو به د پیسو د بدلولو ( صرافۍ ) کار اوبارونه کول .، یو شمیر یې د زرګریو دکانونه درلودل اوځينې نور یې بیا په نورو سوداګریزو کارونو بوخت ول. یو شمیر یهودیان د کابل د نوي ښار د ګلانو خرڅولو ( ګلفروشۍ ) پر سړک اوسیدل او هلته یې هم یو سنیګاک یا عباد ت ځای درلود. د افغانستان حکومت دغه یهودیان دعسکري ( پوځي ) خدمت نه معاف کړي وو، خو د هغې په بدل کې به د دوی کورنیو افغان دولت ته ټیکس یا مالیات ورکول. دغو یهودیانو کولای شول چې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړي .ددوی یوزیات شمیر د۱۹۵۰ زیږدیز کال په شا اوخواکې افغانستان پریښود او زیاتره یې اسرائیلوته لاړل چې په هغه وخت کې نوی جوړ شوی هیواد و.
کله چې په ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې د اسرائیلو او فلسطینیانو او نورو عربي هیوادونو ترمینځ جګړه پیل شوه نو د افغانستان دهرات له ښاره د څلورزره تنو په شااوخوا کې یهودیانو افغانستان پریښود او اسرائیلوته لاړل. دوی له دې ویرې ولاړل چې دعربو او اسرائیلو د جګړې له کبله مسلمانان دوی ته کوم زیان ونه رسوي .خو سره له دې هم په کابل او هرات کې د دوی شل کورنیو شتون درلود چې دغه کورنۍ هم هغه وخت افغانستان پریښود کله چې روسان افغانستان ته راغلل.اوس د دغو یهودیانو نه هیڅوک هم نه دي پاتې . دا خبره هم د زیاتولو وړده چې د هرات په او کابل په ښارکې د دوی ادیرې او عبادتځایونهSynagogues شته .
په لاندنیو انځورونو کې د هرات په ښارکې د یهودیانو د ادیرې او د عبادتځاي ( سینیګاګ) انځورونه لیدلی شئ !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply