اوربند، متارکه او سوله/ عبدالباري جهاني

0 688

اوربند د جنګ او نښتو موقتي بندولو ته ویل کېږي، چي موده یې معلومه نه وي. هدف یې کله کله یوازي د جنګ له میدانونو څخه د ټپیانو او مړو لیري کول او وړل او کله کله، د اخترونو او جشنونو په څېر، د مقدسو او د خوښیو د ورځو په وخت کي د جنګونو او نښتو بندول وي، چي موږ یې ښه مثال څو ورځي مخکي په افغانستان کي ولید. اوربند، کېدلای سي، هم یو اړخیز او هم دوه اړخیز وي. متارکه معمولا تر اوربند اوږده وي او زیاتره د یوې دایمي او یا لږترلږه د اوږدې مودې سولي د ټينګېدلو سبب کېږي. او سوله خو هغه شریفه او مقدسه کلمه ده چي د هر بنده له ستوني راوزي؛ حتی هغه کسان چي د جنګونو د پیل کولو او دوام مسولیت ورپه غاړه وي هم هیڅکله نه وايی چي دوی جنګ غواړي بلکه د سولي نارې وهي او د جنګ په دوام کي نور کسان او قوتونه ګرم بولي. حتی امریکا، چي نن ورځ په نړۍ کي د اکثریت جنګونو د پیل کولو او بشري فاجعو مستقیم مسولیت ور په غاړه دی، هم د سولي نارې وهي او د جنګونو د پیل کولو پړه پر نورو اچوي.

د افغانستان په دې څه کم څلوېښت کلنو جنګونو کي موږ د متارکې او سولي څرک نه دی لیدلی خو  د افغانستان خلکو د لومړي ځل لپاره د یوه موقتي، لنډ مهاله اوربند مزه وڅکله. د هرچا د انتظار په خلاف د وروری او خپلوی  داسي فضا منځته راغله چي د طالبانو له مشرانو سره یې دا اندېښنه پیدا کړه چي هسي نه د طالبانو قوماندانان له عسکري قوماندانانو او حکومتي مشرانو سره د دومره صمیمي لیدنو کتنو په ترڅ کي کومي روغي جوړي ته ونه رسېږي او د دوی هر څه په اوبو لاهو نه سي؛ ځکه یې نو اوربند ختم او د رواني میاشتي پر یوویشتمه یې په بادغیس کي دېرش او په فراه کي پنځه لس تنه پوځیان ووژل او د خلکو موقتي خوښي یې په وینو ومینځل. جنګونه او ځان مرګي حملې ښايي له سره پیل سي او افغانان یو ځل بیا د سولي او نېکمرغۍ له لیدلو څخه یو ګام شاته ولوېږي او یو ځل بیا به د غم او ماتم کمبلي وغوړېږي.

په دې کي هیڅ شک نسته چي په جنګ کي ټولي لګیا قواوي د بېګناه انسانانو د قتلېدلو مسولیت لري. زه د طالبانو په باب ځکه نه وایم چي پر هغوی باندي انتقاد کول او د هغوی غندل څه ګټه نه لري. هغوی په هر صورت خپل کار کوي. د څه باندي پنځه لسو کالو راهیسي د افغانستان د حکومت او امریکایانو ټول مطبوعات، ټلوېزیونونه او راډیو ګاني د هغوی په غندلو لګیا دي، مګر هیڅ ګټه یې نه ده کړې او طالبان یې د خپل سلوک تغییرولو ته مجبور کړي نه دي. موږ ځکه د افغانستان حکومت ته ګوته نیسو چي هغوی د خپلو خلکو د سر، مال او ناموس د خوندي کولو رسمي مسوولیت لري. کوم حکومت چي د خپلو خلکو د سر او مال په ساتنه کي ناکام سي هغه خپل قانونیت له لاسه ورکوي او باید چي خپل ځای بل حکومت ته پرېږدي.

په دې کي هم هیڅ شک نسته چي د افغانستان په روانو جنګونو او غمیزو کي د امریکا په څېر لوی او ستر طاقت څخه نیولې، تر چین، روسیې، عربي هیوادونو، پاکستان او اېران پوري هر یو په خپله اندازه برخه او مسولیت لري او هر یو د دې مظلوم هیواد د غمونو او جنګونو په دوام کي خپلي خپلي ګټي لري؛ او چي تر څو پوري لوی او واړه طاقتونه ونه غواړي دا غمیزه به همداسي دام لري. خو د افغانستان حکومت هم خپل مسوولیت ، لکه څرنګه چي لازم دی، هغسي نه دی پوره کړی.

که د افغانستان حکومتونو یو څه اندازه د سولي اراده لرلای او یوه لږه اندازه یې پر خپلو خلکو زړونه خوږېدلای نو د سولي د تش په نامه شورا، چي یوازي د لوړو او مفتو تنخواګانو او امتیازاتو موسسه وه، رهبري یې د سولي قسم خوړلو دښمنانو، ربانیانو او خلیلي، ته نه سپارله. دغه ګړی د سولي د ټینګولو لپاره ، چي د هیواد مظلوم اولسونه د ښارګ په حیث اړتیا ورته لري، د هلو ځلو په میدان کي، لږترلږه، یو اهل سړی نسته. د سولي د ټینګولو د هلو ځلو ټول میدان نااهلو، سوله دښمنو او فاسدو عناصرو نیولی دی.

د سولي د ټینګولو لپاره، تر هر څه مخکي، سم نیت لازم دی. زه چي د سولي په میدان کي د ربانیانو په څېر سوله دښمن او د هغوی پر څنګ مفسدین وینم نو د حکومت د سولي پر نیت مي شکمن کړي او د رهبرانو د سولي چیغي تشي ډډوزی راته ښکاري.

زه چي په کابل کي وم نو هلته حنیف اتمر، خپلواک، معصوم ستانګزی، حکمت خلیل کرزی او د اولسمشر ګڼ شمېر سلاکاران، چي زیاتره یې د خندا وړ نااهل او حتی بېسواده خلک ول ، هر یو پر خپل سر د سولي په کوښښونو کي لګیا وه. د دې تر څنګ لا د اولسمشر کاکا قیوم کوچي خپل دوکان درلود او د سولي لپاره په کوښښونو یې هیڅوک نه وه خبر. طبیعي خبره ده چي د سولي په هلوځلو کي پخپله د اولسمشر ونډه تر بل هر چا زیاته وه او ده به حتما فکر کاوه چي ټول شیان یې تر مستقیم کنټرول لاندي دي.

په دومره حساسه او اړینه ملي مسله کي د دې دومره زیاتو کسانو برخه درلودل ډېره بده خبره نه ده. پرېږده چي هر یو په خپل وار د سولي په راوستلو کي برخه واخلي. خو بدي په دې کي وه چي دې ټولو ښاغلیو په عمل کي د یوه بل پر ضد او د یوه بل د فعالیتونو د شنډولو، او ځانته د امتیاز د ګټلو  لپاره هلي ځلي کولې. د یوه بل پر ضد دسیسې او له سهاره ترماښامه په یوه بل پسي بد رد ویل ما په خپلو سترګو لیدلي او اورېدلي دي او ضرور نه ده چي دلته یې ولیکم.

زه د اولسمشر اشرف غني په نیت کي ډېر شک نه لرم. زه ګومان نه کوم چي هغه به د دونه زیات علمیت او ښو تحصیلاتو سره سره د افغانستان پر بېګناه او مظلومو اولسونو باندي د جنګ او غمیزو دوام پېرزو کړي. خو دا پوښتنه به ضرور ورڅخه کوم چي ستاسي په دوره کي خو جنګونه، تلفات، بمباری او د بشر پر حقوقو تېري تر بل هر وخت زیات سوي دي. تاسي د خپل قدرت په دوره کي، د سولي د حیاتي مسلې په برخه کي، څه کړي دي. فکر نه کوی چي خلک به هم نن او هم سبا ستا ګرېوان ته لاس اچوي؟ زه به له ډاکټر صاحب اشرف غني څخه دا پوښتنه ضرور کوم چي تاسي خو د ناکامو دولتونو د بیرته پر لار کولو په باب یو علمي اثر هم کښلی او د ډېر زیاتو ناکامو هیوادونو د بیرته پر لار کېدلو مثالونه مو هم ورکړي دي. اوس چي دا اووه لس کاله کېږي په افغانستان کي تشریف لری او څه باندي درې کاله کېږي د قدرت واګي مو په لاس کي دي د خپلي کومي کارنامې مثال راکولای سی؟ او که، خدای مه کړه، راته وایاست چي افغانستان نه د جوړېدلو توان لري او نه په جوړېدلو ارزي.

زه پوهېږم چي په افغانستان کي د جنګونو ختمول او د سولي او کراری راوستل دونه ساده کار نه دی چي د پنځو شعرونو او پنځو مضامینو په لیکلو دي چاره وسي. مګر له اولسمشر څخه دا پوښتنه ضرور کوم چي د څه کم دوو سوو تنو سلاکارانو، چي اکثریت یې نا اهله او فاسد عناصر دي، ساتل او هغوی ته تنخواوي او امتیازات ورکول هیڅ مسوولیت او حتی ګناه نه بولي؟ زه بالاخره دا نه وایم چي یوازي اولسمشر او په مجموع کي ټول حکومت سوله راوستلای سي مګر دونه خو ویلای سم چي حکومت په دغه برخه کي خپل مسوولیت نه دی پوره کړی او خپل خدای او ملت ته به مسوول وي. ملت یو وخت حساب غواړي او زه ایمان لرم چي دا حساب، که نن نه وي، یو وخت یې کولای سي.

زه اولسمشر ، په تېره بیا د هغه علمیت، ته درناوی لرم او د هغه د یوه افغان ورور په صفت ږغ ورباندي کوم چي را ویښ سي. له هغو غوړه مالانو او ټیټو مامورینو او سلاکارانو څخه ځان وژغوري، چي ده یو وخت پر ملت باندي ږغ کړی وو چي ما له غوړه مالانو څخه وژغوری. که د اهلو او وطن پالونکو او سپېڅلو افغانانو په ملاتړ او ترڅنګ ملا وتړي اوس هم ډېر ناوخته نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply