سوله د هر افغان هيله ده!/ ډاکټر شیر حسن حسن

0 837

په روسيه کې ګڼ شمير افغانان له تيرو دريو لسيزو راهيسې ژوند کوي. له غرب ميشتو افغانانو څخه يې توپير دادی چې د ژوند لپاره د سرکار له اسانتياوو محروم دي، نو مجبور دي چې د نورو له احتياجه ځان خلاص کړي، د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې خپله برابرې کړي، هم ځان وساتي او هم په هيواد کې له خپلو کورنيو، خپلوانو او دوستانو سره مرسته وکړي. د وطن سره يې خپلې اړيکې هميشه ژوندۍ ساتلې دي، او له همدې کبله د هيواد په سياسي ټولنيز بهير کې ځان شريک بولي. په هيواد کې د روان ټولنيز وضعيت په څير په روسيه کې ميشت افغانان هم په خپلو منځو کې د اتفاق او يوالي ډير وياړ نه لري. دلته د افغانانو شاوخو۱۵ اتحاديي او اجتماعي سازمانونه رسمي راجستر دي. هغه ډلې ټپلې چې رسمي راجستر نه دي هغوی هم پر دې شمير د ورزياتېدو وړ دي.

رښتيا خبره داده چې دوی لکه نور افغانان د خوښۍ وړ ډاډمن اتفاق او اتحاد نه لري خو د سولې لپاره انتظار د ټولو مشترکه وجه ده. له همدې کبله کله چې يې د سولې او ثبات لپاره د بين الافغاني خبرو اترو خبر واوريد، ټولو خپلمنځي بد بينۍ شاته پريښودې او په يوه اواز د سولي لپاره د افغانانو راټولښت او خبرو اترو ته ښه راغلاست وايي. زموږ نظر دادی چې سوله د افغانانو د اوږدو ګړاوونو او زخمونو د جوړښت لپاره تر ټولو ضروري او حياتي دارو دي. نړيواله تجربه هم داده او زموږ عملي ژوند هم موږ ته راښوولې ده چې د هر ډول اوږدې شخړي وروستۍ پايله بيا هم سوله ده. پر طالبانو برسيره کنفرانس ته ډيري رابلل شوي برخه وال هم په خپل وخت کې يو له بل سره جنګيدلي دي او باالاخره سولې ته مجبور شوي وي. موږ د دولت د اوسنيو وسلوالو مخالفينو(طالبانو) سره هم د سولې ارمانجن يو.

هيله مو داده چې له دوی سره د سولې خبرې له نړيوالو څخه افغانانو ته انتقال شي. د سولې بين الافغاني خبرې به تر بل هر خارجي مرکچي کاميابې وي. خو د سولې هدف بايد جوړول وي نه ورانول! سوله بايد ددې باعث شي چې په نتيجه کې يې په افغانستان د خارجيانو د موجوديت بهانه له منځه ولاړه شي. سوله بايد د افغانستان موجود نظام ويجاړ نه کړي، بلکې د نظام دتکميل او پر مختګ باعث شي. تر هغه ځايه چې موږ د رسنيو له لارې د ښاغلي عباس ستانکزي خبرې اوريدلې دي د هغه په نظر امريکايان بايد ووځي، د هغوی له وتلو سره سم به موجوده (د هغه په اصطلاح لاسپوڅې) اداره هم سقوط کوي، لاسپوڅې او مزدوره اردو، پوليس او امنيتې ځواکونه به هم له منځه ځي، اساسي قانون او په اتلسو کلونو کې د دموکراسۍ نورې معنوي لاسته راوړنې به هم له منځه ځي او دوي به د شرعيت پر اصولو ولاړ (اسلامي امار ت) حاکموي .

زما په فکر دغه ډول (سوله ؟) به په هيواد کې د ۱۹۹۲ کال غميزه بيا تکرار کړي . پوره خبر نه يم چې د افغان سولې لپاره د فبروي په ۵- ۶ نېټه په مسکو کې په جوړيدونکي بين الافغاني خبرو اترو کې د افغان حکومت استازي ګډون ولري کنه؟ خو د غونډې له ټولو برخه والو څخه تمه داده چې دسولې لپاره د خپل تاريخ تجربې په پام کې ونيسي. له افغان حکومت څخه هم تمه کيږي چې د غونډې د( ملکيت!) يا (نه ملکيت!) په بهانه دې له خپلو وسله والو مخالفينو سره له مخامخ خبرو اترو ډډه نه کوي او دسولې د پروسې د افغانيزه کولو لپاره دې له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply