د عامه پوهاوي په برخه کې رسنیو څومره کار کړی؟ / شېر ودان

0 1,133

 

که چيري په عامه پوهاوي کې د رسنیو تبلیغاتي رول ته وګورو، نو ښکاره ده چې یو ستر او مهم رول لوبوي، ځکه عامه پوهاوی هغه څه دی چي اذهان په ډېرې اسانۍ سره بدلولی شي هغه که مثبت وې یا منفي. ځکه یو خو رسنیو د خلکو باور ترلاسه کړی، د پوښښ ساحه یې پراخه ده او بل رسنۍ هغه څه دي چې په نړۍ کې د هر هېواد د څلورمې قوې په حیث پېژندل کیدای شي. رسنۍ یو روزنتون دی چې ټولنه په سمه توګه وروزي.

همدا تبلیغات دي چې د عامه پوهاي لپاره يې د ټولني ټولو وګړو ته د مختلفو مطالبو څخه د اخذ کولو لاره برابر کړې ده.

که تبلیغاتو ته وګورو نو تر ټولو ښه وسیله یې رسنۍ بلل کیدای شي چې یوه ټولنه هم د پرمختګ پرلور سوقولی شي او هم یې د بربادۍ پر لور، که رسنۍ په سمه توګه خپله ټولنه ونه روزي، نو لیرې به نه وي چې خپل ولس به یې د سریخو ډنډ ته ورټېل وهلی وي.

د اطلاعاتو په وړاندې كولو سره په ټولنه كې رڼا پاشل کیدای شي او د رسنيو د وظایفو نه یوه وظیفه د ټولني د اصلاح او رسالت ده، نه د ټولني اسلامي او مدني ارزښتونو له مينځه وړل، كه چيرې بيا د رسنيو مفهوم ته وګورو ددې مفهوم مانا بيا د واقعيتونو، ستونزو او اطلاعاتو، پيداكول، ټولول او وړاندي كول دي، چې همدغه د اطلاعاتو وړاندې كول خپله عامه پوهاوی دی، چې د عامه پوهاوي يوه لنډه، كره او اغېزمنه لاره رسنۍ دي.

دا چې رسنیو خپل رسالت په رښتني ډول ادا کړی او کنه؟

هغه څه چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري رسنیو یې اړتیا درک کړي، کنه؟

او زموږ محلي رسنۍ په معیار خپرونې د ټولنې په واک کې ورکړي، کنه؟ په مفصله توګه پرې غږیږو.

دا چې عامه پوهاوي په برخه كې د افغانستان د ملي او محلي رسنيو رول د ستايني وړدی، خو ددغو ټولو برياوو اغېز سره بيا هم ورهاخوا د اكثريتو رسنيو ډيری رسنيز فعاليتونه تفريحي او دساعتيرۍ پربنسټ ولاړ دي، چي دا بيا برعکس دعامه پوهاوي پرضد کړنې دي.

زموږ اكثريت خلک په ځانګړي توګه خويندې مو نالوستي دي، چې دغه تفريحي پرګرامونه او د يو شمير بې مسلکه كسانو چې په هيڅ توګه د رسنيو اخلاق،معیار او مسلکي نه دي او دغسي كسانو پرمټ پرګرامونو وړاندې کولو سره زموږ د ټولنيز او كورني نظام ته ستونزې جوړې كړي دي.

د بېلګې په ډول لکه یو تن راته کیسه کوله چې:

” په يو شمير رسنيوكې د سندرو، ټوكو، بې ځایه خنداګانو، بې معیاره خبرې او يا د زمزمو پرګرامونه چې په كورنيو او ټولنه كې د اكثريتو ځوانانو او خويندو اخلاق فاسدكړي دي (دغوخپرونو د ميني او عاشقۍ په نامه له كوره د تښتېدو او نورو اخلاقي فسادونو ته هوا وركړې ده”

دا چې زمونږ ټولنه اوس مهال په داسې حالت کې ده چې نسبت نورو باتمدنو هېوادو په کتار کې نه حسابیږي، نو د ډېرو نظریاتو په اخیستو سره دې پایلې ته ورسیدم چې زمونږ رسنیو د ټولنې هغه اړتیاوې چې ورته اشد ضرورت دی نه دي درک کړي او نه یې داسې حداکثر خپرونې په معیار وړاندې کړي لکه څنګه چې ژورنالیزم کې پرې تاکید کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تفریح د ژورنالیزم څلورم اصل بلل کیږي هغه هم سالمه تفریح، نه داسې تفریح چې زمونږ اشخاص یا مو هېوادوال دې له خپل مسیر نه خطا کړي.

په سالمه تفریح کې د ټولنې هر اړخ ته باید فکر وکړی شي چې په هغه کې یې مهم اخلاق، د ټولنې تعلیمي سطحه، عرف او عادات، کلتور او د ټولنې عامه اذهان…..شامل دي .

پایله:

که د اکثریتو تفریحي خپرونو پرځای داسې په معیار خپرونې وړاندې شي چې زمونږ ټولنه ورته اوسمهال کې اړتیا لري یعنې تعلیمي خپرونې، پوهنیزې خپرونې، ټولنیزې خپرونې او کلتوري خپرونې…..

نو یو خو به مو خپل رښتنی مسؤلیت ادا کړی وي بل به مو خپله ټولنه د سیالو سره سیال کړی وي.

او د داسې ناوړه رواجونو، بداخلاقۍ،فاحشې او دېته ورته نورو داسې بدو پدیدو مخه به مو ډب کړي چې زمونږ د ټولنې اخلاق فاسدوي.

ځکه چې رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د یو پل حیثیت لري.

همدا رسنۍ دي چې د ولس نماینده ګي کوي او رسنۍ د ولس پر زخمونو پټۍ لګوي نو په کار ده چې خپل رښتنی مسؤلیت په رښتني ډول تر سره کړي.

د یو سرلوړي او اباد افغانستان په هیله!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply