آی اېس آی د اذهانو د منحرفولو لپاره پروپاګند خپروي

0 628

سمېع عزیزي 

په یوه ټولنه کې د خلکو د اذهانو تسخیر او مدیریت د سړې جګړې تر ټولو لوی مبحث دی چي ځينو استخباراتي شبکو تر ډېره پر همدې اړخ تکیه او پانګونه کړې. سړه جګړه په اوسني عصر کې تر ټولو خطرناکه هغه ده، چې پکې له باروتو او وسلو کار نه اخیستل کيږي خو  د نظامونو د کمزوري کولو لپاره د تودې جګړې په پرتله خطرناکه ثباته شوې. په خواشنۍ سره چې افغانستان له څو لسییزو راهیسې د دې ډول جګړې قرباني پاتې شوی. سړه جګړه د افغانستان په څېر هېواد کې ځکه ډېر اغېز لري چې د اوسېدونکو یوه لویه برخه يي نالوستي دي.  په همدې خاطر د پاکستان د استخباراتو شبکه تل په حساسو شرایطو کې د جعلي اسنادو او پروپاګند په خپرولو سره د خلکو اذهان له اصلي مسیر څخه بل لور بدولوي.

په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د سولې په برخه کې یو لړ جدي اقدامات وکړل او په برخه کې ځينې عملي پرمختګونه محسوس دي، خو ښايي دا ډول بې ساري او د تمې خلاف پرمختګونه د پاکستان استخباراتو ته د خوښې وړ نه وي. له شاواخوال اوس کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپآره لنډمهاله اوربند، د اوربند ښه مدیریت، له افغان سولې څخه د سعودي عربستان په ګډون د اسلامۍ نړۍ غوڅ ملاتړ، د افغان سولې په تړاو د نړیوالې، سیمه ییزې او ملي اجماع رامنځ ته کول، په کوردننه  د افغان جګړې پرضد د شاوخوا درې زرو دیني علماوو فتوا… هغه څه دي چې د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت د کلکې ارادې او عزم ښکارندويي کوي.

تېره اوونۍ د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړي امنیتي پلاوي، پاکستان ته د سفر پر مهال د نوموړي هېواد د امنیتي ادارو له لوړ پوړو مسولينو سره د سولې او پیوستون په موخه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبیق خبرې وکړې.  پاکستان ته د افغان امنیتي پلاوي سفر افغانستان ته د پاکستان د پوځ مشر ښاغلي جنرال قمر جاوید باجوه د سفر او له ولسمشر اشرف غني سره د نوموړي د لیدنې او بحثونو په تعقیب هغه هیواد ته تر سره شو. د دې سفر موخه له کوچنی اختر وروسته د سولې او پیوستون په موخه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان تطبیق و، د دې پلان په تطبیق سره به په افغانستان او د ډیورڼد د فرضي کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی کمیږي او د سولې او پخلاینې له پاره به زمینه مساعده شي.

خو له دې سفر سره همهاله داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې ښاغلي اتمر د پآکستان د څارګرې ادارې له مشرتابه سره د ډیورند فرضي کرښې پر سر خبرې کړې. حال دا چې امنیت شورا رسما دا خبره له حقیقت لرې او رد کړه. پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولې پاکستان په داسې حساس شرایطو کې چې د سولې لپاره په کوردننه ذهنت جوړ شوی، داسې حساس موضوعات را مخکې کړي چې د خلکو احساسات را پاروي؟

په دې ورستیو کې پر پاکستان فشارونه ډېر شوي چې له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو په برخه کې عملي همکاري وکړي، په اختر کې لنډ اوربند د دغو هڅو د پایلې ښه بېلګه  وه چې د تمې خلاف عادي طالبانو په ښارونو کې د سولې لپاره تمایل ښکاره کړ. دې چارې د طالبانو په رهبرۍ کې چې د پاکستان له استخباراتو سره مخامخ اړیکې لرې اندېښمن کړل چې د همدې لپاره يي د اختر په دویمه ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې له خلکو سره په غونډو کې ګډون ونه کړي. هاخوا طالبانو ته د مجازاتو ګوت څنډنې هم وشوې چې له امنیتي او حکومتي چارواکو سره يي د اوربند پرمهال عکسونه اخیستي وو.

پورته دلائیلو ته په کتو پاکستان نه غواړي چې د سولې په پروسه کې د دوی اغېز کم شي، نو  د همدې لپاره تل هڅه کوي چې له بېلابېلو چینلونو څخه د بې مورده معلوماتو په خپرولو سره په افغانستان کې اذهان تسخیر او له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي. ښکاره بېلګه يي اسلام اباد ته د سولې په تړاو د ښاغلي اتمر ورستی سفر دی چې د څو ورځو لپاره يي په کوردننه داسې بحثونو ته زمینه پرانیزله چې، هلته دواړو لورو ترمنځ  هېڅ پرې خبرې نه دي شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply