طالبان؛ د اسلامي نړۍ له غوښتنې سرغړونکې ډله/سمېع عزیزي

0 671

کله چې استخباراتي شبکې پر یوه جغرافیايي محدوده د ولکې ټینګولو نیت وکړي، نو په لومړي ګام کې يي د ولسونو کمزوري ټکي او نیمګړتیاوې پيدا کوي او بیا وروسته د هماغه نیمګړتیاوو او کمزورو ټکو ته په کتو، د سړې جګړې په چوکآټ کې خپرونې طراحي کوي. د ولسونو د اذهانو پر بدلولو کار کوي او نتیجه دا شي چې ولسونه د خپل نظام پرضد را ولاړ کړي او بلاخره د نظامونو د کمزورتیا او یا پرځېدو لامل شي. په خواشینۍ سره چې د افغانانو لویه برخه اوسېدونکي نالوستي دي چې همدې ټکي ته په کتو هر ځل دښمن هڅه کړې، له دیني اړخه په دې خاوره کې خپل سیاسي اهداف تعقیب او راج ټینګ کړي.  لنډه دا چې په افغانستان کې اسلامي شریعت د لویو سیاسي اهدافو په خاطر قرباني شوی، چې واک ته د رسېدو لپاره تل د یوې حربې یا وسیلې په توګه کارول شوی. آن ځواکمن او قدرتمند نظامونه په همدې پلمه پرځول شوي چې په پایله کې يي میلیونه بې ګناه انسانان وژل شوي چې دا لړۍ تر همدا نن پورې روانه ساتل شوې. په افغانستان کې د جګړو لپاره د جهاد فتواګانې په بهر کې د بهرنیو استخباراتي شبکو لخوا جوړې او دې خاورې ته تطبیق لپآره را لېږل شوې دي. د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت لوی کار دا و چې د جهاد تر نامه لاندې هغه ذهنیت چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره جوړ شوی و نن کمزوری کړی. اسلامي نړۍ په افغانستان کې د جګړې پرضد غږ پورته کړی او دا جګړه يي ورور وژنه بللې ده.

د اندونیزیا د دیني علماوو ناسته

د افغانستان جګړې د مردود ګڼلو لپاره د لومړي ځل لپاره د اسلامي نړۍ په کچه یو اتفاق نظر ته زمینه برابره شوه چې په پایله کې يي د لومړي ځل لپاره په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا لسګونو دیني عالماوو د دیني لارښوونو په رڼا کې  په یوه غږ په افغانستان کې روانې جګړه مردوده او ناروا اعلان کړه او له ښکېلو لورو يي وغوښتل چې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او نور ترهګریز اعمال بند او خپل اهداف په سوله ییزه بڼه وڅاري.

په کابل کې د جګړې ضد فتوا

له هغه وروسته په کوردننه د ټول هېواد په کچه دیني علماوو له اوږدو مطالعاتو وروسته په کابل کې درې زره کسییزه غونډه جوړه کړه. په غونډه کې ټولو دیني علماوو په اتفاق نظر سره د یوې فتوا په خپرولو سره چې دلایل يي د قران پاک پر لارښوونو ولاړ وو، په افغانستان کې روانه جګړه نا روا وبلله. په فتوا کې له طالبانو وغښتل شول چې له حکومت سره د روغې جوړې خبرو ته کیني.

د سعودي عربستان لخوا د افغانستان جګړې ضد غږ

په دې لنډو ورځو کې له یوې اوږدې چوپتیا وروسته د خدای له کور څخه په افغانستان کې د دغې روانه جګړې د پای ته رسېدو لپاره غږ اوچت شو او له طالبانو يي وغوښتل چې له اسلامي لارښوونو سره سم سوله وکړي او جګړه ختمه کړي. د مسجد الحرام امام شیخ عبدالرحمان السدیس او د مدینې منورې د مسجد النبوي امام الشیخ عبدالله البعیجان د جمعې ورځې په خطبو کې په افغانستان کې د افغانستان جګړه د دیني ارشاداتو په رڼا کې ورور وژنه وبلله او له طالبانو يي وغوښتل چې د الله تعالی له لارښوونو سره سم سولې ته  غاړه کيږي. د ا لومړی ځل دی چې د مسلمانانو د دې دوو مذهبي مقدساتو امامان د جمعې ورځې په خطبو کې په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو د نوم له اخیستو پرته د تېر اوربند هرکلی کوي.

دا چې سعودي کې په مذهبي کچه له سترو مرکزونو د افغان سولې په تړاو د ملاتړ دا ډول غږونه پورته کېږي، شونې ده سعودي عربستان د حکومت په کچه د افغان سولې هڅو کې ښکېلتیا ډېره کړي. دا څرګندونې خپله د عامو افغانانو اکثریت هغه غوښتنې سره برابرې دی چې د اوربند لپاره یې لري.

له بلې خوا د سعودي عربستان پاچا سلمان هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې او له طالبانو يي غوښتي چې اوربند اوږد کړي. د سعودي عربستان د عالمانو شورا بیا په یوه بیانیه کې د پاچا سلمان د هغه دریځ ستاینه کړې چې د افغان حکومت او وسله الو طالبانو ترمنځ د سولې په اړه یې لري. د علمانو شورا ویلي دا یو نیک ګام دی چې پاچا سلمان بن عبد العزیز د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کړی.د سعودي عربستان د عالمانو شورا په دې اړه خپله بیانیه کې ویلي افغان وروڼه دې د سولې الهي امر ته غاړه کېږدي. اعلامیې د قرآن کریم پر هغو ایتونو استدلال کړی چې د مسلمانانو ترمنځ روغې جوړې او سولې ته خلک رابولي.

د افغان ولس غوښتنې

ولسونو په دې جګړه کې تر بل هر لوري ډېرې قربانۍ وګاللې، په تېرو څو کلونو کې میلیونونه افغان ووژل شول، ځيني معیوب او معلومات او یوه برخه يي له هېواد څخه کډوالۍ او بې ځایه کېدو ته اړ شول. سره له دې چې د دې ټول ستونزو زېږنده طالبان دي خو په اختر کې دوی ته د ولس لخوا په ښارونو کې ښه راغلاست او تود هرکلي وښوده چې ولس د سولې په پار د طالبانو پر ټولو ناخوالو سترګې پټوي. په ورستیو میاشتو کې، د ولسونو لخوا د سولې لپاره لاریونونه او مدني حرکتونه د دې ولس د سولې غوښتنې اراده ثابتوي.

پایله

مخکې د حکومت پر اراده شکونه موجود وو چې ګواکې سوله کې يي ګټه نشته، حکومت په نظام کې ټولې هغه مهرې او موانع چې د سولې پر وړاندې خنډ وې، له مخې لرې کړې او په دې کار سره يي ثابته کړه چې له وسله والو طالبانو سره روغې جوړې ته چمتو دی.  اوس که د وسله والو طالبانو ډله که په ریښتیا ځان له بهرنیو استخباراتي شبکو څخه خپلواک ګڼي، د وخت اړتیا ده چې د خدای او رسول لارښوونو ته غاړه کیږدي، له ولس او حکومت سره روغه جوړه وکړي او د یوه سیاسي حرکت په چوکاټ کې دې په افغانستان کې د یوه خپلواک او خپلې خوښې نظام لپاره کار وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply