مونږ د سولې تږي یو،راشئ چې په یو ټغر راټول شو

0 897

عبدالرحیم موسی زی

سوله هغه سپېڅلې کلمه ده، چې له ديني اړخه هم هغې ته اشاره شوې او انسانانو ته سپارښتنه شوې چې په سوله کې خیر نغښتی دی نو له همدې کبله مونږ له هر څه وړاندې دې هېواد کې سولې او ثبات ته اړتیا لرو او دا پدیده د ټولو افغانانو په مرسته راتلای شي.

د افغانستان ولس له څو لسیزو را پدېخوا د جګړې په اورونو کې سوځي. د جګړې  اصلي ګټې د نړې سترو قدرتونو او د سیمې هېوادونو ته رسيږي؛ خو مرګ ژبله او ځاني او مالي تاوانونه یې افغان کړيدلي ولس ته رسېږي.

په دې خاوره کې د روانې جګړې لوبغاړي بهرنیان او زموږ ګاونډیان دي، چې تل یې افغانستان کې د جګړې اور ګرم ساتلی او هیڅکله یې زموږ د یتیمانو، کونډو او شهیدانو پروا نه ده ساتلې.

پوښتنه دا ده چې روانه څلوېښت کلنه جګړه ولې دوام لري او مونږ باید پر دې فکر وکړو چې څنګه دا بدمرغي له خپل هېواد څخه ورکه کړو، ترڅو مو ولس لکه د نړۍ نورو انسانانو په شان په سوکالۍ او سوله کې ژوند وکړي.

ښه به دا وي چې ټول افغانان په خپل منځ کې په یوه ټغر راټول شي، د جګړې اصلي رېښې پیدا او د سولې له پاره یوه جامع تګلاره جوړه کړي، په دې جګړه کې چې هر لور ته زمونږ خوار ځوانان استعمالیږي او شهیدانیږي یواځې مونږ پرې سوځو لکه چې وايي ځمکه هغه سوځي چې پرې اور بل وي.

دې هېواد کې هره ورځ پر مسلمانانو قیامت دی او د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي، ماشومان مو یتیمانیږي، میندې مو بوریږي او خویندې مو بې وروره کېږي، ښه به دا وي چې له دې وروسته د پردیو دسیسو پر وړاندې په یوه غږ ودریږو.

له همدې ځایه کله چې د پخلاینې او سولې مسله رامنځ ته کیږي، یوه ډله ورسره موافقه وي خو بله ورسره مخالفت کې وي. په دغسې حالاتو کې د سولې ټینګښت ډېر ستونزمن کار دی، ځکه د مخالفو ډلو پخلا کول ممکن د تازه نا رضایتونو او مخالفتونو رامنځ ته کېدو په بیه تمام شي. ځکه خو؛ د هرې پروسې تر ټولو لومړنی عنصر د سولې هراړخیز توب دی.

که چېرې د سولې پروګرام هراړخیز نه وي او د بېلا بېلو افکارو او لید لورو د یو ځای کولو لامل نه شي، ښایي د ورځې په تېرېدو سره نوې ستونزې زیاتې شي او د وسله ‌والو شخړو لمن لاپسې پراخه کړي.
په دویم ګام کې، هغه وخت کولای شو رېښتیې سولې ته ورسيږو، چې ورته اړینې ټولنیزې آسانتیاوې او مکانات برابر شي.

افغانستان داسې یو هېواد دی، چې له کلونو را په دېخوا په کې جګړه روانه ده او خلکو ډېرې لوړې او ژورې وآزمایلې، خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې د امتیاز اخېستلو پر وخت محدودو کسانو او یوې ډلې ګټه ترلاسه کړه. په افغانستان کې د جګړې د دوام او سختېدو یواځېنی لامل، ټولنیزې او سیاسي بې عدالتۍ، نابرابرۍ د فرهنګي، مذهبي او قومي ډلو پر وړاندې له تبعیضه ډک چلند دی.

له سمو وسیلو څخه په ګټې اخېستو د هېوادوالو د حقونو ساتنه او ټولنیز عدالت له لارې ددغو ستونزو له منځه وړل کولای شي، د ټولنې بېلا بېلو ډلو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړي او د سولې او پخلاینې پروګرام پر وړاندې مخالفتونه له منځه یوسي. د سولې په پروګرام کې ټولو هغو لیدلورو ته چې کولای شي د ننګونو او د ستونزو د دوام یا زیاتېدو لامل ګرځي، باید په جدي توګه پام وشي.

په همدې حال کله چې خبره د سولې او پخلاینې رامنځ ته کېږي؛ لومړی باید د سولې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي او یا هم هغه ډلې چې سولې سره مخالفت لري، هغوی ته هم فرصت ورکړل شي ترڅو خپلې اندېښنې د ښکېلو لوریو سره شریکې کړي او خپل ځان په دې پروسه کې وویني، یعنې سوله یو ملي آرمان دی او او هر هېوادوال باید په دې لړۍ کې شامل وي.

اړینه ده چې سوله هر اړخیزه وي په دې پروګرام کې بېلابېل لیدلوري باید موجود وي او له تېرو ترخو تجربو څخه باید مثبته ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply