له علم څخه د مسلمان لاسته راوړني .
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
مسلمان له علم څخه لاندينی خبري لاسته راوړي :
۱ : په علم سره د الله تعالی احکام معلوموي .
۲ : د نبي عليه السلام د مبارک سيرت په مطالعې سره د پېغمبر عليه السلام د اطاعت حق اداء کولو ته چمتو کېږي .
۳ : په اسلامي ټولنه کي د ژوند کولو په حال کي د نورو مسلمانانو حقوق او خپلي ذمه وارۍ معلومولی شي .
۴ : د علم په حاصلولو سره د حق او باطل، د کره او کوټه تر منځ بېلتون کولی شي .
۵ : ژوند په ښو کارونو سره په ښائسته کولو د آخرت کاميابي تر لاسه کولی شي .
۶ : د خپل ځان لپاره د راحت او آرام سامان چمتو کوي .
ځکه علم داسي څه دی چي په يوازيوالي کي مجلسي، په بېگانه چاپيريال کي ملگری، په خوشحالۍ او تنگلاسي کي رهنما او لارښود او د دُښمنانو په وړاندي وسله ده .
۷ : د حلال او حرام تر منځ فرق په علم سره راځي .
۸ : علم د عمل رهنما او لارښود دی او عمل يې تابع دی .
۹ : د علم له امله انسان فضيلت تر لاسه کوي ځکه د دې علم له امله الله پاک انسان ته په نورو مخلوقاتو فضيلت ور کړی او د دې علم په اساس يې حضرت آدم عليه السلام د الله پاک له لوري په زمکه کي دخلافت لپاره غوره شو او ملائکو ته امر و شو چي حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړئ !
ملائکي له نور څخه پيدا شوی مخلوق دی، د الله پاک هيڅ ډول نافرماني نه کوي، شپه او ورځ د الله جل جلاله په عبادت کي مشغول دي، خو په دې چي آدم عليه السلام د علم څښتن وو، الله پاک خپل دغه پاک او نوراني مخلوق ته امر وکړ چي حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړي !!
د علم د ارزښت بله بېلگه دا ده چي حضرت يوسف عليه السلام ته الله پاک د ښائست صفت ور کړی وو، خو پايله يې دا شوه چي له امله يې زندان ته لاړ او کلونه يې په زندان کي پرته د کوم جُرم له تر سره کولو تېر کړل .
خو د خوبونو د تعبير د علم له امله نه يوازي دا چي له زندان څخه را ووت بلکي تر پاچاهۍ پوري ورسېدی !!
۱۰ : د علم له امله انسان لوړو درجو ته رسېږي .
اسلام تل په علم هڅونه کړې ده او د علم خاوند ئې له نورو مُمتاز او درجه ئې تر نورو لوړه ښودلې ده .
الله تعالی فرمايلي دي : يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (المجادلة : ۱۱)
ژباړه : الله – تعالی – په تاسو کي هغه کسان چي ايمان يې راوړی پورته کوي او کومو کسانو ته چي علم ور کړ شوی ( په خصوصي توگه به يې پورته کړي لوړو ) درجو ته ، او تاسو چي څه کوئ، الله پرې ښه خبر دی !!
دا فضيلت او مرتبه ولي الله پاک ور کړې ده ؟ دا ځکه چي له علماء کرامو څخه خلگ گټه تر لاسه کوي، لار ورکي خلگ د دوی په ذريعه د هدف لوری معلومولی شي .
داسي نوري لاسته راوړني هم لرلی شي، خو له دغو څخه هم د علم اهميت څرگندېږي او دا چي د علم طلب بايد هر مسلمان وکړي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320