ولسمشره نیمروزیان درنه خپه دي/ نورالله بلوچ

0 695

ولسمشره مونږ نیمروزیانو تاته ډېرې هیلې درلودې. د کمال خان بند د پروژې په پیل کېدو دې زمونږ زړه لږ څه ټکور کړ. مونږ فکر کاوه، چې دې سوداګریز ښار ته به تاسو ډېره پاملرنه وکړئ او د افغانستان په کچه به یې یو تجارتي ښار اعلان کړئ، د چابهار له بندر څخه وروسته به یې ژر د صنعتي ښارګوتي کار پیل کړئ، خو دا ټولې هیلې مو په اوبو لاهو شوې، ځکه چې ستاسو د ماموریت شاوخوا یو کال پاتې دی.

خو اوس هم وخت تېر نه دی. که د دغه یو کال لپاره د نیمروز د بېلا بېلو برخو لپاره پلان جوړ او عملي شي، مونږ نیمروزیان به درنه منندوی اوسو. تاسو له خپل ماموریت سره سم د انجنیر سمیع په نامه یو والي را واستاوه. دې والي د ولس پر مخ دروازې بندې کړې. فساد ته یې زمینه برابره کړه. د بند کمال خان له پروژې سره یې خیانت وکړ. د قلعه فتح د اوبو پروژه چې د (۲۱) ملیونه ډالرو په ارزښت سپارل شوې ده او ټول ښار ته اوبه ورکولی شي، دا پروژه اوس یوازې دولس مامورین لري او هغه هم غیر مسلکي دي.

په ټول ښار کې اوبه نشته. مونږ نیمروزیان یو ټانکر اوبه په پنځه سوه افغانۍ پېرو. والي دې په ټولو ادارو کې د فساد زمینه برابره کړې ده. له ګمرک څخه یې را ونیسه، ټرانسپورټ او حتی د طالبانو په نوم په ښار کې د ګمرک په نامه پیسې ټولیږي او له هغوی سره د یوه پروتوکل له مخې دا کار کوي.

تاسو د یوه ولسمشر په توګه په دې موضوع نه یاست خبر؟ تاسو په دې هم خبر نه یاست، چې د والي زوی یو مظلوم سرتېری و ویشت او شهید یې کړ؟ تاسو د بازارچې په موټرانو باندې نه یاست خبر، چې شاوخوا د (۱۵۰) موټرانو اسناد په پنځه زره ډالر وپلورل شول؟ په ښار کې په روان ترورونو هم خبر نه یاست، چې د انجنیر سمیع په وخت کې (۳۴) کسان ترور شوي دي او د یوې پېښې مجرم هم نه دی نیول شوی.

تاسو په دې هم نه یاست خبر، چې د قاچاقبر او له طالب سره د اړیکو په نامه خلک نیول شوي دي، د پیسو معامله ورسره شوې ده او بېرته پرېښودل شوي دي؟

په ټول نیمروز کې د انجنیر سمیع په وخت کې خاصې غټې پروژې نه دې پلې شوې. کومې چې تر کار لاندې دي، هغه له ده څخه مخکې منظور شوې دي.

ولسمشره نیمروز له ډېر بد حالت سره مخامخ دی. د ولسوالۍ خلک یې د غربت تر کچې رسېدلې دي. نه د کښت لپاره اوبه لري او نه هم د څښاک اوبو ته لاس رسی لري. د نیمروز مشرانو ورسره فاصله پیدا کړې ده. یوازې هغه د ګوتو په شمار کسان چې په امتیازاتو کې ورسره شریک دي، له هغوی سره اړیکه ساتي او بس. د نیمروز حقیقي مشران ټول ورڅخه خپه دي. عام ولسونه هم د والي په خیانت او فساد پوهیږي او له ولایت سره یې فاصله پیدا کړې ده.

یو خو دې پر مونږ نا اهله او خاین کسان مسلط کړي دي او بل دا چې، مونږ څو ځله ویلي دي، چې نیمروز دویمه درجه ولایت کړئ، خو اقدام مو نه دی کړی. تاسو پرون د لغمان ولایت دویمې درجې ته واړوه، که واقعیت ته راشو، نیمروز د دویمې درجې ولایت حق نه لري؟ نفوس او مساحت خو یې پرېږده، یوازې تجارتي اړخ ته یې چې وګورو، دا د نیمروز حق دی، چې دویمه درجه ولایت شي.

ولسمشره نور په مونږ نیمروز یانو رحم وکړه. نور صبر نه شو کولای. په ښار کې په سپینه ورځ (۳۴) کسان ترور شوي دي، خو د یوې پېښې عامل هم نه دی نیول شوی. مونږ ته هېڅ کار هم نه دی شوی.

هیله ده، چې د خپل یوه کال پاتې ماموریت په جریان کې مونږ ته پاملرنه کړئ او له دې بې کفایته والي څخه مو وژغورئ. پاک او رښتیني خلک راته په دندو وګومارئ، څو مونږ نیمروزیان هم په خپل حق ورسیږو.

ستا د والي فساد ډېر علني دی. د له کابل څخه په هیئتانو باندې نه حل کیږي. که غواړې چې دا هرڅه درته په ثبوت ورسیږي، نو د نیمروز واقعي مشران او د بېلا بېلو قومونو متنفذین در وغواړه، چې دا مشران ستا مخ ته ټول اسناد کیږدي.

د نیمروز والي په هر مجلس کې وايي، چې زه د ولسمشر د عمه زوی یم او ما هېڅوک له دندې نه شي لرې کولای. ولسمشره مونږ پوهیږو، چې تاسو فامیلي سیاست نه دی کړی. حتی خپل ورور ته دې دا وخت نه دی ورکړی، چې ستا له نامه څخه غلطه استفاده وکړي.

نو ستاسو څخه مو هیله دا ده، چې دا خاین او د نیمروز یانو قاتل والي یو بل ځای ته ولېږې او مونږ له دې مصیبت څخه خلاص کړې.

 

په درنښت!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply