رایې به چاته ورکوو !؟/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 721

که رښتیا غواړئ چې په هیواد کې جګړه ختمه شي سوله راشي.
که په رښتیا غواړئ چې قانون پلی شي.
که په رښتیا غواړئ چې په هیواد کې  فساد ختم شي او کار اهل کار ته وسپارل شي.
که په رښتیا غواړئ چې حکومت په سمه توګه خپله دنده تر سره کړی.
که په رښتیا غواړی چې سمه با اهله کابینه یا وزیران ولرئ.
که په رښتیا غواړی چې کالنۍ ملی بودیجه مو په متوازې او عدلنه توګه مصرف شی.
که.
که په رښتیا غواړئ چې د حکومت ټولې چاری سمې نظارت شی.
نو، نو، نو  ……… نو
په راتلونکی د ولسي جرګې او ولسوالیو  شوراګانو  په ټاکنو کې پاکو، اهل کار، امانتکار، پرهیزګاره د هیواد او ولس ملي ګټو ته ژمنو کسانو ته رایې ورکړی، کور، کلی، ولسوالۍ او ولایت کې سم خلک پیدا کړئ، پدې پسې مه ګرځئ چې د کوم قوم او په کومه ژبه خبرې کوي.
ځکه غل، خاین  او په فساد کې ډوب کسان قوم ژبه او سمت نه پیژنی هغه يوازې او یوازې خپلې ګټې پیژني.
په  هر صورت خپله رايه وکاروئ خو په هیڅ وجه خپله رایه بې ځایه ونه کاروئ، خرڅه یې نه کړی او د چا په دروغو،  غورو او ډوزو پسې ونه ګرځئ ځکه هیڅوک هم د حد څخه زیات څه نه شی کولای.
زما د په خدای قسم وی چې زما ورور یا کوم بل خپلوان ولاړ وی هغه فاسد غل او نا اهله وی په مقابل کې يې بل کس چې زما د ژبې سمت او قوم هم نه وی خو چې مسلمان، اهل کار، امانتکار د هیواد او ولس ګټې ورته محترمې او لوړې وی زه به خپل ورور یا خپلوان ته رایه نه ورکوم بلکې د هغه مقابل لوری ته به یې ورکوم.
تاسو هم سر له نن څخه همداسې کار وکړئ سمو اشخاصو افرادو ته کمپاین وکړئ او خپلې رایې هم اهل کاره اشخاصو ته ورکړئ.
د یوه ښه پارلمان یا شورا په هیله!

3/7/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply