نوي آیفون بازار ته راوځي / دعوت میډیا ۲۴

0 778

آیفون روان کال درې نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کوي.

دعوت میډیا  (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نوي راپورونه ښیي چې ایپل شرکت د آیفون درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کوي چې یو شمېر ځانګړتیاوې او بیه به یې له تېرو مبایلونو ښه وي.

د ۹ ټو ۵ میک نومې ویبپاڼې د یوې چینایي ورځپاڼې په حواله ویلي چې ایپل شرکت روان کال درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کوي، چې له تېرو مبایلونو څخه به مختلف وي.

لومړی مبایل چې ۵.۸ انچه ډیسپلی لري، آیفون ایکس وي، چې د تېر ځیرک مبایل په مقابل کې به یو شمېر نورې ځانګړتیاوې ولري او په بیه کې به له هغې څخه کم وي.

دویم مبایل چې ۶.۵ انچه او ایل اي ډي ډیسپلی به ولري، آیفون ایکس پلس، او درېیم به ۶.۱ انچه ایل سي ډي ډیسپلی ولري چې د مخ پیژندې آی ډي به هم په کې موجوده وي، وروستي دواړه مبایلونه به شا خواته دوه کامرې او یوه سیلفي کامره ولري.

سربېره پر دې آیفون شرکت غواړي د نورو په پرتله دغه مبایلونو په نویو رنګونو پوښل شوي وړاندې کړي، په دې کې به شین، سور او نارنجي رنګونو ډوله مبایلونه وي.

د راپورونو له مخې د ۶.۵ انچه لرونکي مبایل به ۱۰۰۰ امریکايي ډالره بیه ولري، د دې څخه اندازه کیږي چې دا به د آیفون ایکس دویم ورژن وي چې بیه یې له لومړي کمه او ځانګړتیاوې یې زیاتې دي.

همدا ډول د ۶.۱ انچه لرونکي مبایل بیه به تر ۷۰۰ امریکایي ډالرو وي، خو ددې مبایلونو د حافظې او نورو تفصیلاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دې ځیرک مبایلونو کې به تر ټولو ارزان بیه مبایل ۵.۸ انچه وي، چې شونې ده وروسته به دوه کامرې هم ونه لري، خو په بیه کې به تر نورو دوه مبایلونو ارزانه وي.

آیفون شرکت غواړي د نویو مبایلونو په وړاندې کولو سره د خلکو توجو ځان د مختلفو رنګونو په پار واړوي، له دې وړاندې دغه ځانګړتیا په آیفون ۵ سي کې هم وه.

 سرور ستانکزی

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply