د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې مخنیوی؛ په هره بیه!

0 527

ودان روښان  

په دې وروستیو کې یو ځل بیا له بېلابېلو ولایتونو د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه زړه بوږنونکي رپوټونه خپاره شوي دي.

د بېلګې په توګه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په دیزک سیمه کې د شبنې شپه د طالبانو برید په پایله کې د ملي اردو ۱۷ اړوندان وژل شوي وو.

له دې سره جوخت په کندوز کې د طالبانو برید پرمهال د ملي اردو ۳۰ اړوندان وژل او ۱۵ نور ټپیان  شوي وو.

دا پېښه د کندوز ولایت دښت‌ارچي او تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ تر منځ پُل‌مومن سیمه کې د پوځ پر دوو بیزونو د طالبانو ډله‌ییزو بریدونه له امله رامنځته شوې وه.

ویل شوي طالبانو د پوځ بیزونو له نیولو وروسته، ۳ هاموي ټانګونه او ۲ رنجر موټر هم سوزولي دي.

د یو بل خبر له مخې له یادې پېښې یوه ورځ مخکې طالبانو د فراه ښار پر پنځمه امنیتي حوزه ډله‌ییز برید کړی و، چې په ترڅ کې یې ۸ پولیس سرتیري وژل او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ کې هم د دوشنبې شپه د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې د طالبانو برید کې ۷سیمه ییز وژل شوي دي.

تر دې یو شپه مخکې طالبانو د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې.          یو مسوول د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې په دغو بریدونو کې لس پولیس سرتېري وژل شوي خو ځینو سرچینو بیا په یادو بریدونو کې د دولتي سرتېرو مرګ ژوبله تردې لوړه ښودلې ده.

د ولسي جرګې په یو غونډه کې د غزني تش په نوم وکیلانو؟! خدای خبر د کومې موخې له پاره او د چا په اشاره؟ دعوه وکړه چې په دوو وروستیو اوونیو کې په یاد ولایت کې شاوخوا پنځه سوه امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي.

هماغه مهال هم ډیرو لیدونکو او اورېدونکو ددې شمېرې په اړه شکونه وښودل، ښایي دغو کسانو به د خپلو بړیڅو وسله وال کولو په موخه دا ډول ادعا کړې وي یا به یې هم د خپل عادت له مخې د پردیو په اشاره غوښتل د امنیتي ځواکونو مورال ټیټ کړي، په هرصورت! خو ځینو خپلواکو سرچینو بیا په تېرو دوو اونیو کې دغلته(غزني کې)د امیني ځواکونو مرګ ژوبلې شمېره شاوخوا۵۰ کسان ښودلې چې بیا هم لوړه ده.

یو خبره باید له یاده ونه باسو چې مخالف لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې، یوازې د پکتیا په مچلغو کې پرامنیتي پوستو د طالبانو برید په پایله کې ۵۱ طالبان وژل شوي وو. دغه راز، په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په پرتله طالبانو ته د سردرانه زیاناووښتو په اړه خبرونه خپاره شوي دی.

خو دا بیا ددې مانا نه لري چې د ملي ځواکونو درنه مرګ ژوبله دې داسې توجیه شي چې مقابل لوري ته هم د سر درانه زیانونه اووښتي دي.  

هغه څوک چې د پوځ او جګړې په اړه بیخي لږ مالومات هم لري پر دې پوهېږي چې د پوځیانو مرګ ژوبله نه یوازې خپله پر هغوی بلکې د ولس پر روحیه هم ناوړه اغیز پرېباسي.

په دې وروستیو کې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونو له زور اخیستو او ملي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اووښتو له ورایه ښکاري چې طالبانو خپل جګړه ییز تکتیکونه بدل او د جګړې له پاره یې زیاتې مالي او تسلیحاتي سرچینې ترلاسه کړې دي، له دې پرته پر ملي ځواکونو د هغوی دومره پراخ او پرله پسې بریدونه ناشوني ول.        

هغه ډول مې چې په پخوانیو لیکنو کې هم یادونه کړې یو ځل بیا وړاندیز کووم چې د وسله وال پوځ بنسټونو لوړ پوړي چارواکو ته بویه چې یو ځل بیا د هېواد پوځي حالت، د ځواکونو انډول ان د ولایتونو او ولسوالیو په کچه په کره توګه وارزوي.

د وسله وال پوځ اړوندانو مرګ ژوبلې لاملونه په ګوته او که د کوم چا د غفلت یا هم خیانت به پایله کې ملي ځواکونو ته زیان رسېدلی وي سخته سزا ورکړل شي. خاین او بې کفایته قوماندان او مسوول باید مجازات شي، ډېر لرغونی پوځي ار(اصل) دی چې وایي:« ماتې خوړلی قوماندان باید دنورو عبرت له پاره اعدام شي.»

هغو ځایونو کې چې ددولتي ځواکونو پاتې کېدل ډېر اړین دي هلته باید ملي ځواکونه له هر پلوه دومره پیاوړي شي چې د دوښمن هر راز، بریدونو شنډولو توان ولري او په هغو ځایونو کې چې د امنیتي ځواکونو پاتې کېدل ډېر اړین نه، د اړتیا پروخت یې ملاتړ او اکمال ستونزمن وي بایدې ترې را وایستل شي.

ډېر زور دې په کشفي او استخباراتي مالوماتو واچول شي او هڅه دې وشي چې د مخالفینو پلانونه واردمخه شنډ کړی شي.

له بله پلوه، اړینه ده چې د امنیتي ځواکونو د سر زیان جبران په خاطر د جلب او جذب لړۍ ګړندۍ کړی شي، خو دا په دې مانا نه ده چې په دغه بهیر کې احتیاط ونه شي بلکې احتیاط دېر اړین دی، ځکه په پخوا کې ددوښمن ګومارل شویو او ځرو ملي ځواکونو ته د سر زیانونه اړولي وو.

په پای کې وړاندیز کوم که شونې وي د ملي ځواکونو مادي امتیازونه دې زیات کړی شي.    

 

 

 

یوناما: افغانستان کې ملکي مرګژوبله په بېسارې توګه زیاته شوې ده

د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی

ه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي )یوناما( له لخوا نن(یکشنبې د چنګاښ۲۴مه) خپور شوی راپور هېواد کې د ملګي مرګ ژوبلې بېمخینه زیاتوالی ښیې.

دغه راپور د ۲۰۱۸ لومړۍ شپږ میاشتې ښیې چې په ترڅ کې یې ۱۶۹۲ وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ثبتولو پیل څخه تر ټولو لوړې دي. خو راپور وايي چې د ملکیانو ټپي کیدل پنځه سلنه راکم شوي.

راپور کې راغلي دي:«سره له دې چې د اختر لومړۍ درې ورځې د جون له ۱۵۱۷ د دولت او طالبانو له خوا بې مخینې یو طرفه اوربند وشو، د ملکیانو تلفات تر ټولو زیات پاتې شول

د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی.

د راپور له مخې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت مخالف وسلهوالو د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې لامل دي. د ۲۰سلنې اوښتې مرګ ژوبلې لامل د حکومت پلوه ځواکونه ښودل شوي دي.

یوناماپه دې راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply