په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو دونډې اړتیا/ ذکیه وردک

0 1,266

موږ نه یوازی یوه د جګړې نه وروسته جګړه ځپلې ټولنه یو، بلکې د ۱۹۷۸ زکال کال راپدیخوا د یو لړ سیمه ییزو، او جهاني قدرتونو د نیابتي جنګونو ډګر او د دوو ګاونډيو هیوادونو له لوري  د نا اعلان شوي جنګ سره لاس او پنجه نرموو. اوږدې جګړې زموږ فزیکي شتمني تخریب کړې او کابو له نیمی پېړۍ راپدیخوا د مغزونو له فراراو تیښتې سره لاس او ګریوان یوو.

جګړې د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د شمیر، تعلیم او کاري فرصتونو په اړوند طبعي ټولنیز انډول له منځه وړی، د افغاني ټولنې دودیز جوړښت که په بشپړ ډول  لمنځه نه وي تللی، سخت زیانمن شوی دی. په ۱۹۹۱ زکال کال کې د دولت سقوط نه یوازې د افغانستان د اداري سیستم د فزیکي تخریب باعث شو، بلکې په ټولنه کې کلتوري او اخلاقي انحطاط هم رامنځ ته شو او د قانون حاکمیت له منځه ولاړ.

د نیمې پېړۍ دغه انکشافاتو زموږ په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري ودې منفي اغیز کړی او اوس موږ د ژوند په هره برخه کې یوه غیرعادي ټولنه یو. زموږ په بشري جوړښت کې  یوې خوا د نارینه وو په تناسب د ښځو شمیر ډیر لوړ دی او د بلې خوا د جنګ او ترور په نتیجه کې هره ورځ زموږ ځوانان قرباني کیږي، د کونډو او معیوبو هېوادوالو شمیر هم زیاتیږي  چې دغه ظالمانه وده زموږ بشري جوړښت نور هم نا انډوله کوي. همدا اوس افغاني ټولنې ته ممکن د یو میلیون نه زیاتې کونډې او ددغه شمیر نه زیات یتیمان ورپه غاړه وي. د دې ودې ټول اقتصادې، کلتوري او روحي بار او فشار د ښځو په اوږو پروت دی. غربت، وروسته پاتې قبیلوي ذهنیت او کلتوري محدودیتونو د ښځو ژوند، د حرکت ساحه، تعلیمي او کاري فرصتونه او په مجموع کې د ښځو لپاره شرایط نور هم محدود کړي.

ددې حالت نه وتل، د یوویشتمې پیړۍ د غوښتونو سره په سمون، په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا، په کلتوري لحاظ با زغمه، متمدنه او په سیمه کې د یوې سیالې ټولنې جوړول دقیق فکر، لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو او د توپیر نه پرته د هر افغان استعداد او انرژۍ ته ضرورت لري.

ښځې د افغانستان له نیمايي نه زیاته برخه نفوس جوړوي، په پریکړو او د ژوند په هره برخه کې ددوۍ د پراخ حضور نشتوالې نه یوازې زموږ ټولنه بدرنګه کوي، بلکي موږ په اوسنيو جنجالونو او ستوزو کې ښکیل ساتي. نو په پالیسۍ جوړونه، سیاسي، اقتصادي او کلتوري پریکړو کې د ښځو فعالې او متناسبې ونډه ته اړتیا لیدل کیږي او موږ ددغه ضرورت د رفع کولو پرته د اوسني حالت نه شو وتلی.

ما په خپل ټول فعال ژوند کې په مجموع کې د ښځو او په تیره بیا د کونډو او هغوۍ ته د ورپه غاړه یتمیانو د لاسنیوني او حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې کړې. په راتلونکې ولسي جرګه کې به په پالیسۍ جوونه کې د ښځو د ونډې  لپاره هلې ځلې زما د کاري پروګرام عمده برخه وي. زه به په راتلونکې ولسي جرګه کې د یوې متمدني، په ټولنیز عدالت ولاړه، په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا او په سیمه کې د یوې سیالې ټولنې د جوړونې لپاره مبارزه کوم. په دې برخه کې ستاسي رایې او همکارۍ ته اړتیا لرم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply