سیاسیونو (!) خپل ځواب ترلاسه کړ

0 578

محمد بشیر یوسفزوی

ولسمشر غني پرون د افغانستان د وروستیو پېښو او په بلجیم کې د ناټو او سعودي کې د سولې په اړه د نړۍ د دیني علماو د غونډو په اړه مطبوعاتي کنفرانس درلود. د کنفرانس د پوښتنواو ځوابونو په برخه کې د کابل نیوز خبریال د ثبت نام اوسنۍ پروسې د ستونزو، د دوی د تحریم د ګواښ، ولسمشریزو ټاکنو پرځای د جرګې رابللو او نورو موضوعاتو په اړه د سیاسي احزابو د وروستۍ ناستې او پرېکړې په اړه پوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان اساسي قانون سل فیصده تطبیقیږي. نه جرګه غوښتل کېږي او نه بل حرکت. اساسي قانون واضح، مشخص او مبرهن دی. یوازې د افغانستان ولس فیصله کوي، د افغانستان ستر ولس له ۸،۶ میلیون نه زیاتو خلکو ثبت نام کړی، نور څه غواړئ!. ملګرو ملتونو ویلي چې ۴،۲ میلونه کافي دي، دوه چنده د افغانستان ولس راغلی.

ولسمشر غني په پوښتونکي انداز وویل، دا سیاسیون څوک دي چې د افغان ولس په استازیتوب غږیږي؟ چا انتخاب کړي دي؟ څو فیصده رایه یې ګټلې ده؟ څه وخت ولس دوی ته اختیار او واکورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟

ولسمشر غني په صراحت سره وویل، زه د افغانستان د ولس ولسمشر یم. د افغانستان د ولس په رایه باندې دلته کیناستلې یم. نه مې زور درلود او نه مې زر. د مغزو له برکته دلته راغلې یم. راشئ! د انتخاباتو په میدان کې داخل شئ. کومه ازادي یې بنده شوې ده؟ د چا مخه نیول شوې؟. میلیارد کنځلي کوي. د دوی طرحه کومه ده؟. څلوېښت فیصده چارې د دوی په لاس کې وې، څه یې وکړل؟ د دې څلوېښت کالو ځواب دې ورکړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په دوام ور زیاته کړه، که غواړئ چې بحث ته راشو نو راشئ چې واضح بحث ته راشو. یو ملي بحث په دې نه کېږي، دا چې زه حوصله لرم خو د حوصلې مانا دا نه ده چې زه ډار لرم. که د وزارت مالیې په موقف کې وای، بحث به مو لیدلی وو، ځکه د ولسمشرۍ په موقف کې مجبوره یاست چې حوصله ولرئ. اما مانا د دې نه لري چې هر څوک راشي او ووایې چې د دې وطن واک لري. دوی ته د وطن واک چا ورکړی او په کوم اساس باندې؟ د فاجعې ځواب راکوي؟ د دې بحران ځواب راکوي یا یې نه راکوي؟ که تحریموي یې دوی څوک دي چې تحریموي یې؟ 

محمد اشرف غني د ټاکنو شفافیت او د ټاکنو په چارو کې د مداخلو د مخنیوي او نه لاسوهنې ته په اشارې وویل، بله خبره له ما سره نه ده خبره د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره ده. ما یوه ورځ په کمېسیون کې مداخله کړې؟! ما یوه ورځ د کمېسیون له یوه غړي سره لیدلي دي؟! دا د ولس کار دی، دا د مدني ټولنو کار دی. هر وارې باید فضا شنډه نه شي او مخصوصا په ولسمشریزو انتخاباتو کې، بیا درته تکراوم ، هیڅ بدیل بې د ولس له رایې څخه نشته.  موږ خپل ټول امنیتي او دفاعي قوت په کار اچوو چې د ولسمشرۍ انتخابات په دقیقه توګه وشي او تاسو ولیدل ما اعلان وکړ هر وخت چې د اساسي قانون په اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو وخت ټاکي، زه یې د سر په سترګو منم. هره فیصله چې د افغانستان ستره محکمه وکړي، زه یې د سر په سترګو منم. حاکمیت د قانون دا دی او دلته واضح باید ولس بحث ته راشي.

جمهور رئیس سیاسي احزابو ته په اشارې وویل، که خلک مسلح قواوې لري، ځان ته څنګه سیاسي احزاب وایي؟ ولس باید دا فیصله وکړي چې که سیاسي احزاب دي، سیاسي احزاب باید مسلح قوه ونه لري او د سیاسي احزابو ګډون ضرور دی. د افغانستان ټولنه سیاسي احزابو ته ضرورت لري اما دوی باید په دې شرایطو کې خپل مسوولیت ومني. د افغانستان تمویل یوازې زما کار دی؟ په څه حالت کې دا وطن ما ته په  میراث را پاتې شو. دنیا په تېښته کې وه او که نه؟ خزانه مو خالی وه او کنه؟ امنیتي قواوو لپاره مو کومه ژمنه وه او که نه؟! اوس فکر کوئ چې دا ټول اتومات دي. ددې پرځای چې جشن ونیسو دا شپږ کاله زموږ د امنیتي او دفاعي قواوو تمویل اسانه خبره ده؟

لنډه دا چې د افغانستان هغو محدودو ډلو او افرادو چې ځانونو ته د سیاسي احزابو خطاب کوي او یوازینی کار یې سوداګري او شخصي کاروبار دی پرون په ډېر وضاحت او شدت خپل ځواب ترلاسه کړ، دوی باید د دغه ځواب په رڼا کې پر ځان غور وکړي، یا خپل ځانونه اصلاح کړي او یا هم نور پر افغان ولس له سوداګرۍ څخه لاس په سر شي او کرار کېني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply