ائتلافونه د ټاکنو بدیل نه دی/ محمدبشیر یوسفزوی

0 846

دا تقریباً په عام او همېشني دود بدل شوی دی هر وخت چې ټاکنې را نږدې شي، نو ورسره جوخت ائتلافونه، حزبونه، قومي شوراګانې او نور مختلف جوړښتونه او حرکتونه هم را پیدا شي او په یو نه یو ډول د خپل ځان د مطرح کولو او خپل غږ پورته کولو کوښښ کوي.

دا هڅې خپلې خاص او مشخصې موخې تر شا لري، ځینې د امتیازاتو لپاره وي، ځینې د فشار لپاره وي او ځینې هم یوازې د دې لپاره وي چې څنګه د خپل رقیب د ماتولو لپاره د بل پر وړاندې ودرېږي او ځینې هم ممکن د هېواد او ولس د کار او خدمت لپاره دغسې جوړښتونو کې ځانونه منظم کړي، مګر دغه وروستۍ د کار او خدمت ډله یا ډېره کم رنګه وي او یا هم ډېره غیر فعاله وي.

ټاکنې په افغانستان کې تازه تجربه کېږي. له همدې امله ډېر خلک لا د ټاکنو له ارزښت څخه بې خبره دي او یا هم د ټاکنو په روڼتیا، اغېز او ارزښت چندان باوري نه دي. یا هغوی چې په ټاکنو کې د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره کوم کمال او هنر ونه لري او ځان په تاوان او بایللو کې حس کړي، نو بیا د ټاکنو پرځای د جوړجاړي، ائتلافونو او لویې جرګې خبرې کوي.

سږکال چې هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې را نږدې شوې دي او هم ولسمشریزو ټاکنو ته په شمار میاشتې پاتې دي، نو یو ځل بیا دغه وړ هڅې او ائتلافونه پیل شوي دي چې د کابل سرینا هوټل کې د تېرې اونۍ د سیاسي احزابو غونډه یې ښکاره بېلګه ده، چې ویل یې که یې غوښتنو ته حکومت پام ونه کړي، نو ټاکنې به تحریم کړي، مګر دا هر څه ولسمشر غني په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې په کلکه رد کړل.

ټاکنې د ولسواکۍ یو مهم اصل دی چې خلک په کې د خپلې رایې پر مټ د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي او له همدې امله د خلکو رایه، انتخاب، پرېکړه په کې ارزښت لري او د دوی مستقیم یا غیرمستقیم استازیتوب کېږي.

د ټاکنو ښه والی دادی چې نوماندان خپلې طرحې او پلانونه ولس ته وړاندې کوي، د هغوی اعتماد او ډاډ ترلاسه کوي او ملت یې په اړه قضاوت کوي او بیا د هغه په رڼا کې ورته رایه ورکوي. مګر دا چې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر نوی تجربه کېږي، نو له همدې امله بې ستونزو نه دی، ځکه له یوې خوا خلک ورڅخه بې خبره دي او له بل لوري لا هم زورواکان د زور او زر پر مټ د ټاکنو اصل مسیر خرابوي او خلک دېته مجبوري چې د پیسو، زور، ژبې، قوم او سیمې په اساس باید دوی ته رایه ورکړي، د دغه ډول رایې کارولو جنجال دادی چې حق حقدار ته نه سپارل کېږي، ناسم، غیر مطلوب، او نا اهله خلک د ولس په رایو په ټاکنیز بهیر کې بریالي کېږي.

ولسمشر غني په وضاحت سره وویل،انتخاب د افغانستان د خلکو حق دی او خلک باید په وضاحت په دې اړه پرېکړه وکړي. انتخابات یو قشر نشي تعینولی د افغانستان غوڅ اکثریت د ټاکنو پایلې ټاکي.

جمهور رئیس غني د ټاکنو د شفافیت په موخه وویل، مدني ټولنې او بین المللي مدني ټولنې باندې دې پر ټاکنو د څارنې ښه امکان برابر کړي او ټینګ نظارت دې وکړي، هغه ژمنه وکړه، د شفافیت لپاره چې هر ډول شرایطو او اسانتیاو ته اړتیا وي حکومت به یې برابر کړي.

مانا دا چې اول ټاکنې په هر قېمت چې وي ترسره کېږي، ځکه حکومت ورته ژمن دی، مګر حکومت کوښښ کوي چې ټاکنې سراسري او شفافې وي او ټول خلک په کې ګډون وکړي او رایه ورکړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply