په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه حیاتي غونډه

0 472

همایون نایل

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د عربي متحده اماراتو پلازمینې ابوظبي ته د څلور اړخیزې غونډې دویمې هغې ته په سفر تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د خبر پاڼې له مخې عربي متحده اماراتو ته د ملي امنیت سلاکار د سفر موخه د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی.
دغه ناسته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې، د امریکا په متحده ایالاتو کې د یادو څلورو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د څلور اړخیزې ناستې په دوام تر سره کېږي.

په متحده ایالاتو کې په شوې ورته غونډه کې ګډون والو سلاکارانو د افغان سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان او د سولې او مذاکراتو د بریالیتوب لپاره یې پر ګډو هڅو او عملي اقدماتو ټینګار کړی و.

یادو سلاکارانو پریکړه کړې وه چې په افغانستان کې به د شته ترهګرو د مالي تمویل بنسټیزې سرچینې له منځه وړي.

خو وروستی سفر ځکه مهم او حیاتي دی چې که له یوې خوا د ترهګرو د لمنځه تلو په خاطر د یادو عربي ممالکو له خوا او پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو مرستې چې د ترهګرو د فعالیتونو لپاره په یو ډول نه یو ډول مصرفېږي، بندې شي، ورسره هم زمان په افغانستان کې د دوی لپاره د مالي سرچینو په نښه کېدل او له منځه تلل تر جدیت لاندې ونیول شي، یوازې هغه طالبان چې د ټوپک خولې ته ناست دي او خپل رزق پکې ویني، هم د سولې لپاره لبیک ویلو ته مجبور شي.
د سولې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ هڅې او په دې تړاو عربي او نورو ممالکو ته د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر بریالیو سفرونو په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره تر بل هر وخت ډېر نېږدېکت رامنځته کړی دی، په داسې حال کې د څلور اړخیزه غونډې جوړېدل او هغه هم په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سولې د رامنځته کېدو او د جګړې د سړېدو لپاره بې له شکه چې مرسته کولای شي. وسله وال طالبان چې خپل سیاسي دفتر په عربي ممالکو کې یادوي، هغوی چې د القاعده او بیا په افغانستان کې د جهاد په نامه د تنظیمونو او ډلو په روزنه او تمویل کې یې خورا مهم رول لوبولی، له یوې خوا له حکومت سره د سیاسي اړیکو په ساتلو او له بلې خوا پر طالب وسله وال د خپل نفوذ په درلودلو سره په داسې حال کې چې د اسلامي تمدن له مقدسې سرچینې څخه د حرمینو شریفینو او دیني اجماعګانو فتواګانې هم د دغې جګړې د ناروا ثابتېدو په خاطر ور کړل شوې، هم له دوی سره د سولې ته د رسېدوپه بهیر کې مرسته کوي.
په دغه غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د اړخ موجودیت د سولې په راوستلو کې ځکه مهم دی چې په وار وار افغان طالبان له امریکا سره د مخامخ خبرو په ترسره کېدو ټینګار کوي.
د نیویارک ټایمز د خبر له مخې د امریکا متحده ایالاتو له خوا خپلو دیپلوماتانو ته د دې سپارښتنه چې له افغان طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په خاطر دې، زمینه برابره کړي، په دې دلالت کوي چې نوره نه غواړي د افغانستان جګړه طولاني شي. طالبانو هم د امریکا د دا ډول اقدام ستاینه کړې. چې دا هر څه د سولې په اړه په هېواد کې د دننه او بهر دیني اجماع ګانو د فتوا او په ورورګلوۍ کې د درې تاریخي ورځو (اوربند) د مشاهده کېدو، د لرو پرتو سیمو څخه د افغان ولس د سوله غوښتونکو حرکتونو، اوږدو مزلونو او د پلازمینې په ګډون په نورو ښارونو کې د پرلتونو د جوړولو له اغېزو څخه ګڼل کېدای شي، یعنې طالب هم له ناروا جګړې څخه ستړی شوی. طالبانو ویلي چې له څلورو لوړ پوړه امریکايي ډیپلوماتانو سره یې په عربي اماراتو، سعودي او کابل کې لیدلي او له امریکایانو سره یې خپل تماسونه مهم ګڼلي دي
حکومت له پیله د سولې د راوستلو او خپلو افغان مخالف وسله والو ته د ښه ژوند د برابرولو په فکر کې دی، لکه څرنګه یې چې په دې وروستیو کې وښوده چې له طلبانو سره بې له کوم قید او شرط خبرو ته حاضر دي او هم یې ویلي چې طالبان به د یوه سیاسي ګوند په څېر ومني.
په ابوظبۍ کې د ملي امنیت د سلاکارانو څلور اړخیزه غونډه چې مرکزي موضوع به یې د سولې ټینګښت او له ترهګرو سره د مبارزې پر سر هوکړه وي، طالب وسله والو ته ښکاره پیغام لري چې باید د سولې د ټینګښت په موخه لاس په کار شي، ځکه چې مالي سرچینې یې نورې مخ په ختمېدو دي، د عقیدې له مخې هم د دوی جګړه ناروا ده او هېواد یې په کړکېچن حالت کې دی او دوی مرستې ته اړتیا لري، باید دغه پیغام له پامه ونه غورځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply