سوله غوښتونکو ! سم ځای مو په نښه کړﺉ

0 578

ودان روښان

له جګړې د ستړي او بېزاره اولس رښتیني غږ( له هلمنده د راپورته شويو او راخوځېدليو) کاروانیانو د خپل بې ساري خوځښت په لړ کې دادی د ایران سفارت مخې ته اړولي دي او له ایراني چارواکو غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو د خپلو لاسوهنو په بندولو  سره په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. د سولې کاروانیانو تر دې مخکې د متحده ایالاتو، روسیې او پاکستان سفارتونو مخې ته په پرلت وهلو د یادو هېوادونو له چارواکو غوښتي وو چې په افغانستان کې د لاسوهنې په بندولو سره مرسته وکړي چې  افغانان سوله یېز  او انساني ژوند ته ورستانه شي. په دې منځ کې د متحده ایالاتو او روسیې سفارتونو لږ تر لږه ظاهرا له سوله غوښتونکو سره د اړیکې په نیولو څه ناڅه روغ نیت څرګند کړی و خو د پاکستان سفارت په ډېر غرور او کبر چې له خپل بادار انګریزه ورته په میراث پاتې دی له سوله غوشتونکو سره هیڅ راز اړیکه ونه نیوله چې دا په خپله د افغان سولې په اړه د پاکستاني چارواکو بې پروایي ښیي او مانا یې دا ده چې دوی ته د افغانانو د سوله غوښتنې کوکې او ساندې هیڅ ارزښت نه لري. د پاکستان سفارت دې بې پروایي په غبرګون کې سوله غوشتونکو هم په یو بېساري نوښت سره د خپلو لاسونو په وینو لت پت لیک په کابل کې په افغان اوږده غمیزه کې د پاکستان لاس لرلو په اړه ملګرو ملتو ته شکایت وکړ. پرلت والو په خپلو وینو سور لیک په کابل کې د ملګرو ملتو دفتر ته وسپاره چې د ملګرو ملتو لوی منشي ته یې ورسوي. اوس نو په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازي ته په بویه چې په خپلو دیپلوماتیکو هڅو دغه لیک د ملګرو ملتو د رسمي سند په توګه د غړو هېوادو پر اکثریت استازو تایید کړي.

له پاکستان وروسته چې اوس سوله غوښتونکو د ایران سفارت مخې ته اړولي لومړنۍ مانا خو یې دا شوه چې ایران په افغانستان کې د جنګ جګړې دوام مسوولیت پرغاړه لري او په دې سره ایراني چارواکو ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې مخامخ ګوته ونیول شوه او دا هغه څه دي چې ایراني چارواکي تل پرې انکار کوي، خو د افغانانو په وینه توېیدنه، د ولس ترمنځ د مذهبي، ژبني او توکمیز اختلاف اور بلولو کې د ایران منفي رول له هیچا پټ نه دی. دا ښکاره ده چې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې ایران هڅه کړې چې په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي چې په دې سره ایران بېلابېلې موخې پاللې دي د افغانستان له خاورې سویلي اسیا ته د ترکمنستان د غازو نل لیکې تېرېدو مخنوی، په افغانستان کې پراخ سیاسي، مذهبي، اقتصادي، فرهنګي نفوذ ته زمینه برابرول چې یوازې د جګړې په شرایطو کې شونی دی، په افغانستان کې داوبو بندونو او نورو پراختیایي چارو مخنیوی اونورې موخې. د بېلګې په توګه ایران د احمد شا مسعود او برهان الدین رباني پر ضد جګړه کې د عبدالعلي مزاري او ان ګلبدین حکمتیار ملاتړ ددې له پاره نه کولو چې ګنې مزاری او حکمتیار یې سکنیان وو، بلکې غوښتل یې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي، منطقي هم ده چې که په جګړه کې د له ښکېلو لورو د زورور ملاتړ وشي یا هم درېیم لوری بې پرې پاتې شي طبیعي ده چې کمزوری ماتېږي او جګړه پای ته رسېږي نو ځکه خو د جګړې دوام له پاره باید دکمزوري ملاتړ وشي له همدې لارې د جګړې دوام شونی دی. خو کله چې طالبان راپورته شول او له  مسعود رباني یې لوری لودن ورک کړل دغه وخت ایران د مسعود رباني تر شا دومره کلک ودرېدل چې نړیوال منل شوې قوانین یې تر پښولاندې کړل. ان د ایران استخباراتي شبکو یو ګومارل شوي لیکوال چنګیز پهلوان خو دعوه کړې وه چې په مزار کې د طالبانو لومړنۍ ماتې او هغوی ته د سردرنو زیانونو اووښتل دده د مرکو او هڅونو پایله وه. مزار ته په دویم ځلي د طالبانو په ورتګ او په هغه ښار کې د دیپلوماتونو تر پوښښ لاندې د طالبانو په لاس د ایران د استخباراتو مامورانو وژل کېدو په غبرګون کې و چې ایران د افغانستان پر لوېدیځ د پوځي برید په ګواښوونو او د افغانستان پولې ته څېرمه د پرله پسې تطبیقاتو له لارې هغه مهال د مسعود د حتمي ماتې مخه ونیوله، که ایرانیانو داسې نه وی کړي طالبانو چې په یو بېساري یرغل سره د بلخ  مرکز مزارشریف مهم ښار و نیولو د شمال لوېدیځ ټول او له بدخشان پرته د شمال ختیځ ولایتونه لاندې کړل او وروسره جوخت یې بامیان هم ونیولو دغه وخت د مسعود ځواکونه نور د ټینګې نه و خو د ایران ګواښونو مخنیوي له پاره د طالبانو ډېر ځواکونه د هرات او فراه پر لور وخوځېدل چې په دې سره مسعود د پښې ټینګولو چانس ترلاسه کړ بیا هم د ایران موخه د مسعود رباني ملاتړ نه بلکې د جګړې دوام ته زمینه برابرول وو. وګورﺉ د امریکانو په لاس د طالبانو ادارې له ړنګولو وروسته تر ټولو ډېره ګټه ایران وکړه په حقیقت کې پرافغانستان د امریکایي ځواکونو یرغل په افغانستان کې د دایران بې ساري، سیاسي او فرهنګي یرغل ته لار اواره کړه او تر بل هرچا ایران ډېره ګټه وکړه ان تر دې چې ولسمشر کرزی یې په تورو کڅوړو کې د رالېږلو پیسو په زور د امریکا خلاف ودراوه، خو بیا هم ایران له خپلې موخې تېر نه شو د افغانستان په سیاسي، پوځي او اقتصادي سیستم کې له پراخ نفوذ سره سره یې بیا هم دداعش مخنیوي په پلمه د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ ته مخه کړه. په فراه او د لوېدیځې حوزې نورو ولایتونو کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو پر مظلومو افغانانو وطن سور تنور ګرځولی او هره ورځ ددغه ولس له بچیانو قرباني اخلي او دا ددې له پاره چې په فراه کې د بخش اباد او په نیمروز کې د کمال خان بند جوړېدو مخه ونیسي چې په دې سره له افغانستانه د وړیا اوبو ورتګ د تل له پاره تضمین کړي.

زورواکي او مستبد رژیمونه تر هرڅه زیات د خلکو له اعتراضونو وېرېږي پر همدغه دلیل هم ان د خلکو ډېر واړه او سوله  اعتراض ته هم اجازه نه ورکوي نو زما وړاندیز دادی چې اوس چې سوله غوښتونکو د ایران سفارت مخې ته پرلت وهلی په دې سره یې د افغانستان ناامنه کولو یوه سمه پته په نښه کړې، غوره به وي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره اروپایي هېوادونو کې سوله غوښتونکي افغانان هم د ایران سفارتونو مخې ته د اعتراض غږونه پورته کړي، زه باوري چې په دې سره به ایراني چارواکي پر خپلو کړو وړو بیا کتنې ته اړ شي او دا چاره شونې ځکه ده چې که ځینې متعصبین اروپا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرضد اعتراضیه غونډې کولی شي نو ولې سوله غوښتونکي افغانان د مظلوم ولس له پاره د عدالت غوښتنې غږ نه شي پورته کولی؟  

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply