نړۍ کې درې سوه میلیونه د هیپټایس وایروس ښکار دي / وحید الله

0 1,179

نړۍ کې درې سوه ملیونه خلک د هیپټایټس «زیړي» وایروس ښکار دي

دعوت میډیا ۲۴ (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه په نړۍ کې د هیپټایټس یا زیړي وایروس د مخنیوي لپاره نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په نړۍ کې دا مهال له درې سوه ملیونو خلکو څخه زیات په دغې ناوړه وایروس اخته دي.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې دا مهال نړۍ کې ۳۲۵ ملیونه خلک پر هیپټایټس وایروس اخته دي، چې له دې څخه یې ۲۹۰ ملیونه خلک (په ۱۰ کې ۹) نه پوهیږي چې دوی پر تور یا زیړ زیړي (هیپټایټس بي او سي) اخته دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې هیپټایټس B په اسیایې هېوادونو، افریقا، منځني ختیځ، مرکزي اروپا او د هند په نیمه وچه کې زیات موندل شوی، چې ویل کیږي پاکستان په هیپټایټس وایروس دویم ستر اخته هېواد دی، په همدې ډول دغه وایروس په افغانستان کې هم په لویه کچه موندل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان ادارې په وینا ددې وایروس له امله شاوخوا هره ورځ څلور زره کسان د مرګ په لور روان دي، چې په کال کې دغه شمېر له یو ملیون څخه پورته کیږي.

هیپټایټس څه ډول ناروغي ده؟

هیپټایټس دوه ډولونه لري، چې مونږ ورته تور زیړی Bاو زیړ زیړی C وایو، او په طبي اصطلاح ورته هیپټایټس بي او سي ویل کیږي.

هیپټایټس يوه ساري وایروس دی چه په مختلفو لارو د يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي.

ددې د انتقال یو شمېر لارې دي، ځکه چې د زیړي وایروس چاپيریال ککړولای شي، د ټپونو له لارې، د ناروغ غاښونو بورس، مسواک او د ږیرې خریلو وسایل کارول، چې د ناروغ کس په وینه ککړ شوی وي، او همدا ډول په یو شمېر نورو لارو زیړی انتقالیږي، خو باید وویل شي د زیړ زیړي په پرتله تور زیړی ډير سخت او ناوړه وایروس دی.

کله چې د زیړي وایروس بدن ته داخل شي، نو ځیګر کې ځای نیسي او فعالیت پیل کوي، چې د ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګندیږي، چې د ځیګر د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply