د افغانستان د جګړې عوامل څه دي؟ / سرور ستانکزی

0 1,505

د افغانستان جګړه ډېره پیچلې ده، ډېر بهرني او داخلي عوامل د جګړې لامل دي، د ټولو عواملو درک د ډېرو دلایلو په اساس ستونزمن دی، مګر زه به هڅه وکړم څو د افغانستان د جګړې ځیني عواملو ته نغوته وکړم.

اول.
د امریکا لپاره د افغانستان موقعیت ډېر مهم دی، ځکه نن ورځ د امریکا لپاره په نړۍ کې چین او روسیه لوی خنډ دی، چین د اقتصاد او روسیه د نظامي قدرت له پلوه پیاوړی هېواد دی، دا د امریکا لپاره د زغملو نه ده، د دوی د کنټرولولو لپاره افغانستان ښه موقعیت ګڼي، په افغانستان کې د پاته کېدو لپاره حتمي باید جګړه دوامداره وساتي.
دوهم.
افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو شمېرل کیږي چې د معادن له پلوه بیخي ډېر غني دی، لیتیم هغه کیمیاوي عنصر دی چې د لپټاپ په بیټري، ډیجیټل کېمرو، موبایل او داسې نورو څیزونو کی استعمالیږي، لیتیم هم د قیمت او هم د کمښت له پلوه ارزښتمند دی، ځیني څیړنې ښیي چې د نړۍ ۹۵ سلنه لیتیمو واک د چین تر ولکې دی او باقي پنځه سلنه په افغانستان کی دي، نو بهرنیان یې حتمي د خپلولو هڅه کوي او افغانان یې د همدې لپاره په جګړه کې بوخت ساتلي.
دریم.
د افغانستان په نظام کی دننه فساد د جګړې لامل دی، له فساد څخه هدف دادی چې د اعاشیې پلورل، د سرباز ټوپک پلورل، د تیلو پلورل … دي، څو چې ډېره جګړه وي د هغې ډېر مصرف وي، څو چې ډېر مصارف وي، په همغه اندازه غلا ډېره کولی شي، نو د جګړې د ادامې لامل فساد هم دی.
څلورم.
زمونږ د معلوم طرف نلرل یا واضح دریځ نلرل هم د جګړې د ادامې لامل دی. په اوسني عصر کې باید پخپله ډېر پیاوړی واوسې څو خپله خپلواکي وساتلی شې، خو که پیاوړی نه یې، بیا باید حتمي د وخت د کوم ځواکمن هېواد پلوی پاته شې، څو هغوی مو د نورو له یرغل ځنې وساتي، دا کار سعودي، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او داسې نورو هېوادونو کړی او لا هم د نورو تر امر لاندې دي، خو بدبختي داده چې مونږ هیڅکله د تاریخ په اوږدو کې په مجموعي توګه واضح دریځ یا طرف نه لاره او نه یې لرو.
د روس په وخت کې نیم د روس، نیم د پاکستان او همدارنګه نیم مو په غیر مستقیم توګه د امریکې تر اثر لاندې وو، همغه وو چې جګړې ادامه لرله او وطن مو کنډ کپر شو.
اوس هم د روس د وخت عیني لوبه روانه ده، چې نیم د پاکستان، نیم د ایران، نیم د روس او نیم د امریکې تر امر لاندې دي، هیڅ ځواکمن هېواد مو ډاډه ملاتړ نکوي، ځکه نړیوال باوره مو تر ډېره خراب شوی.
پنځم.
د تاریخي د ښمني پالل مو هم د جګړې د ادامې لامل دی، مونږ همیش چیغي وهو چې د پاکستان دښمني یوازې د ډیورنډ پر سر ده، زه دا خبر تائیدم، خو سل سلنه درست نه ده، هغه ظلمونه چې د لر او بر پښتنو په پنجابیانو کړي هیڅکله به یې له زړه ونه ووځي، د پنجابي لپاره یوازې د افغانستان پښتانه نه، بلکې د لر پښتانه هم مطلوب دي، پنجابی به پخپل ټول ځواک هڅه کوي چې په ستراتیژیک ډول د لر او بر پښتانه همیش په جګړو کې بوخت وساتي څو پدې حد ضعیف وي چې د دوی پر وړاندې د سر پورته کولو ځواک ونلري، دا هم وایم که د پنجابي وس بر شي حتمي به د پښتون نسل ختموي.
د تاریخ دا دښمني مو یوازې له پاکستان نه، بلکې ایران او برتانیې سره هم ده، زمونږ نیکونو ایرانیان هم ډېر وژلي، همدا شان مو د برتانیې داسې غرور مات کړی چې هیڅکله به مو په آرام پرېنږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply