ولسمشر حزبونه پاو کې ووهل / حفیظ الله تسل

0 716

ولسمشر غني له هغو څو تنو سره هم لیدلي چې د فساد او اختلاس تورنه پرې تر نورو ډېر دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څو ورځو په اوږدو کې د افغانستان د روان وضعیت او د راتلونکي اوربند لپاره له یو شمېر شخصیتونو سره په ارګ کې لیدنې کړې وې او ترې مشورې یې اخیستې وې.
ما ته د هغوی مخینه سترګوته شوه، د ولسمشر سیاسي چالاکي او له دوی سره مناسبه چمبازي یې راته په زړه پورې ښکاره شوه. نومې لاندې کرښې وکښلې.
د ایشچي په قضیه کې د داستان له هیرو یا اتل جنرال دوستم چې څه باندې یو کال یې په ترکیه کې له هېواده د شړل شوي مجرم په توګه تېر کړ او هلته یې ژوند څنګه تېرېده هغه جلا خبره ده.
ایشچي د فاریاب پخوانی والي او د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ګوندي ملګری و، د اختلافاتو د زیاتېدو له امله، یې د ککرۍ پر ځای هغه … وخوړه یعنې د همدغه دوستم له خوا د جنسي زورنې له امله عدلي طب ته د معایناتو لپاره معرفي شو، لنډه دا چې قضیه رښتوني وخته، جنرال دوستم باندې د ایشچي له خوا تورونه، طب او نړیوالو هم تایید کړل. هغه دوستم چې په داسې کړنو وار مخکې هم تورن شوی و.
دا هماغه د دشت لیلې د سلګونه افغانانو قاتل دی چې د خپل جنبش ګوند د ملیشيي حرکتونو په لړ کې یې د خپل ملګري او ګواښوونکي قیصاري د خوشې کیدو لپاره د ښځو په چادریو کې نارینه د لاریون لپاره راویستلو ته وڅول، دوکاندارانو به که د دوی په اشاره په لاریون کې له ګډون څخه انکار وکړ، چور به شول.
دا په سړکونو او لارو کې چې کومې درغلۍ په خپلو سترګو وینئ، چې د کندهار او کابل په لویه لار مو د تګ پر وخت زړه مړۍ مړۍ شي، چې د عینو مېنې دا شکلا ننداره کوئ او د پیسو په سرچینو یې ګوته په غاښ کوئ، چې دا اوس د ملېشيي ګوندونو ګوتڅنډنې او فشارونه ګورئ، چې دا نوي ائتلافونه او جبهې مبهې درته سرخوږی جوړوي، د لنډغرو دا بې قانونه وسلې، کورنه او زرهي موټر چې مو موډ در خرابوي په لوی سر کې دا د فساد پراخه لمن او د هېواد بربادي چې ګوری، د دې اکثریت عامل قرقولدار شیک سړی (پخوانی ولسمشر حامد کرزی) دی.
د یوې وړې امپراتورۍ ناکام پاچا، د مقاومت د وخت د یوې جاسوسې ډلې ابتدایه معلم او د حکومت د یوه انډي زبېښونکی، د چوکۍ ساتلو مبارز او سر لاری عطا محمد نور چې له جنرال دوستم او محقق سره یې په کراتو د حکومت د مالیې پر سر جګړې کړي، هم له ولسمشر سره د لیدلو ویاړ تر لاسه کړی دی.
دی هغه سړی دی چې د ځوانۍ زیاته برخه یې په قمارخانه کې تېره کړې او د پلار د قالین فروشئ پروا یې نه ده ساتلې، له خپل ماما چې میرازي تتله باندې مشهور و، د بچه بازی په کاروبار کې دخالت کوه.
د کرزي له وخته چې والي شوی، د سترو شرکتونو چې اکثریت یې د (نور) په نامه دي او داسې ډېر نور پټ غیر قانوني مافیاوي او نور عایدات لري، د اشرف غني تر وخته په خپل شرارت د والي په توګه پاتې شوی و چې وروسته غني ترې سیاسي ټس پورته او له دندې ګوښه کړ. هغه وخت یې د دې لپاره د ولایت د نه پرېښودلو او د خلکو د راویستلو خبری شروع کړې چې کیدای شي د خپلو جنایتونو په اړه ترې پوښتنه ونه شي. دا چې لږ نرمښت یې ولیده، په دې بهانه چی په حکومت کې به غټ پوستونه ورکړل شي، رضایت وښود، باقي یی توت هم له لاسه نه کیده.
د استاد سیاف به څه نه وایم، ځکه چې ټولو ته یې غصب، زورواکي، د ټلوالې غلامي، د جهادي مشرانو تر منځ د شر او فساد د ریښو غځونې او د ممتاز یا ملا عزت چې د حکمتیار د زرداد د سپی حثیت لري، ساتل او لکۍ تاوول لکه لمر روښان دی.
دغه دیني علم کړی، فروپیسور دی، له ده ګناه کول دا مانا لري لکه سپینه غوا چې تورې شودې وکړي، مه یې کوئ، دا شته مرض به پری عذاب نه، د خدای رحمت وي. نعوذبالله
چا ویل چې محقق په ایران او برچي کې د صیغو لپاره نجونې ساتلي؟ چا ویل چې محقق په ایران کی د افغان ځوانانو په تېره د هزاره ورڼو زیاته برخه په جنګونو کې د برخې لپاره تشویق کړې؟
مړه ایران خو یوه روپۍ هم محقق ته نه ده ورکړې او نه یې ورکوي، خو که زړه مې بړاس وکړي، ورته ښېرا کوم چې د هغه واده د شپې د ناوې د وژلو زور دې ورپسې شي؛ چې د ده د کور په مخ کې د واده له مراسمو او نکاح وروسته د هلک کور ته په ورا کې روانه وه.
دا سیاسي ګوندونه، احزاب او ډلې ټولې چې اوس د فریده کوچۍ په اصطلاح حکومتیار هم پکی دخیل دی له یوه سره مافیاوي او ملېشه يي ډلې دي، دوی ته ګوندونه نه ویل کېږي او نه دوی په افغانستان کې د ګوندونو د قانون په اړه نیم ان لس سلنه شرایط هم پوره کړي.
(یونس قانوني، امان الله ګذر، حاجي دین محمد، انور الحق احدي، د پاکستان جاسوس ګیلاني، کریم خلیلی، صبغت الله مجددي او دا نور) چې ولسمشر ورسره لیدلي، په لویه کچه فساد ګر دي. د هغه موټروان په اصطلاح چې که دوی په یو دم ختم شي، یو دم به د افغانستان د ابادۍ ټانګه په ځغلیدو شي.
چې خبره اوږده نه شي، ولسمشر د دوی مشورې ته هیڅ اړتیا نه لري، هېڅ یې به په درد دوا نه شي، خو دا ولسمشر چې د هېواد په لېونۍ مینه کې ځان غرق بولي، د همدې لپاره په دې وروستیو کې له دغو ډلو او اشخاصو سره ولیدل، چې دوی د اوربند، سولې، وطن دوستۍ، ملي ګټو، ټاکنو او نورو په وړاندې ستر سرطاني رګونه دي.
ولسمشر له دوی هر یو څخه د یادو مضوعاتو په اړه پوښتنه کړې؛ خو په دوی کې داسې ککرۍ نه وینم چې د فساد د مخنیوي، د سولې د راوستلو، له نړیوالو سره د اړیکو، د ډیورنډ د مسلې د حل، د اقتصادي ستونزو او نورو لالجونو د پای ته رسېدو په اړه ان نیمه طرحه هم ولري، دوی چې یو لاس شوي، هغه متل یې اورېدلی، (له یوه لاسه ډک نه خیژي) نو ګوندې اشرف غني ورته تسلیم شي، کوم چې دوی یې په یوه کونج کې ایسار کړي دي.
یعنې حزبیان یې وغولول او په دې سره یې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ پر وړاندې یو بل ګام واخیست، نر غوندې یې تر شا ولاړ یو.
کنه د ډول اواز به سبا واورئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply