د بېکاري او بې وزلي چاره پکار ده!/ محمد بشیر یوسفزوی

0 616

سره له دې چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه او پرېمانه طبیعي زېرمې لري، مګر د دې باوجود هم افغانان له بېکارۍ او بې وزلۍ څخه ځورېږي. د دې دواړو لوی لامل جنګ او ناامني ده. ځکه چې جګړې هر څه مروړلي، خلک یې وېرولي، تاسیسات، فابریکې او د شغلونو د ایجاد مراکز او بنسټونه یې له یوې مخې ویجاړ کړي دي، له دې امله ګڼ خلک هم وزګار او هم بې وزله دي.
د بې وزلي او بې کاري دواړو اساسي چاره پکار ده، ځکه تر هغو چې د دې چاره ونشي، نو نه روانه جګړه بندېدلی شي او نه هم ټولنه ثبات ته رسېدلی شي. دا اوس هم د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې ډېری هغه ځوانان جنګېږي چې یا وزګار دي او یا هم بې وزلي په مخه کړي دي. دښمن د دوی له دغو دواړو مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه اخیستې، دوی ته یې د دروغو تمې ورکړي. دوی یې په یوه او بله پلمه تېرېستلي او په لوی لاس یې د خپل ولس، هېواد ا ونظام پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ودرولي دي او هره ورځ بې ګناه خلک ورباندې وژني.
زموږ لویه بدبختي داده چې اوږدې جګړې مو د هېوادوالو ژوند اخیستی، هره ورځ یې وژني او بدمرغه کوي او له بلې خوا د دوی له مجبوریتونو څخه په استفادې د جګړې لپاره سربازګیرۍ هم د ولسونو له منځ څخه کېږي. زموږ ولس زموږ د ولس په لاس بې موجبه وژل کېږي، او بدبخته کېږي. د دغې بدمرغه لړۍ د ختمولو لپاره اساسي فکر او چاره پکار ده. 
اساسي چاره په بېلابېلو ابعاد کې ممکن او اسانه ده. لومړی دا چې دولت دې خپله لاس پکار شي، وزګارو خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي. ځوانان دې عربي او نورو هېوادونو ته د قرارداد له لارې واستوي. د دې کار به دوه ګټې وي، یو خو به زموږ ځوانان لاس پکار شي، کسب او کار به زده کړي او دویمه ګټه یې داده چې دوی به هم خپلو کورنیو ته او هم خپل هېواد ته د حلال عاید او ګټې وټې لامل شي.
د دې ترڅنګ دې حکومت خصوصي سکتور، پانګوال او بهرنیان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي د دغو پانګونو له برکته به په کور دننه زموږ ځوانانو ته کاري شغلونه او فرصتونه برابر شي. کله چې ځوانان پکار شي دوی به له جګړې لاس په سر شي او د جنګ پرځای به حلال کار او رزق ګټلو ته مخه کړي. څومره چې په هېواد او ټولنه کې کار زیات او ځوانان مصروف شي، نو همغومره د بې کارۍ او بې وزلۍ ګراف ورسره راکمېږي او د دغه ګراف کمېدل د جګړې د شدت پر کموالي مستقیم اغېز لري، ځکه کله چې زموږ ځوان قانوني کار او د عاید لاره چاره ولري، نو له جنګ څخه به لاس واخلي.
د دې ترڅنګ دې حکومت د کروندګرو ملاتړ وکړي، دوی ته دې اسانتیاوې ورکړي، پورونه دې ورکړي، تخمونه دې ورکړي. ماشینونه او ترکتورونه دې ورکړي. د اوبو لګولو سیستمونه دې ورته فعاله کړي. د دوی پیداوار دې په ښه بیه واخلي. مارکېټ او بازار دې ورته پیدا کړي. بهر ته د صادرولو لارې چارې دې ورته ولټوي. همداسې دې د مالدارو سره د مالدارۍ په برخه کې مرستې وکړي، تر څو د لبنیاتو او غوښو له واردولو بېغمه شو، هغه پیسې چې په لبنیاتو او غوښو په نورو هېوادونو کې لګول کېږي هغه دې په کور دننه مصرف شي هم به ارزانه، هم باکیفیته غوښې او لبنیات برابر شي او هم به ورسره زموږ د خلکو ژوند ښه شي. کاري فرصتونه به ایجاد شي او خلک به د حلالې مړۍ او ډوډۍ خاوندان شي.
سره له دې چې ولسمشر غني تل په دې برخه کې د حکومت د کړنو او داخلي تولیداتو ته د ترجیح ورکړو یادونه کړې، مګر په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده، تر څو هم هېواد د نورو له احتیاجه خلاص شي، هم خلکو ته کاري زمینې برابرې شي. هم مو پیداوار زیات شي او تر ټولو مهمه دا چې خلک ارام ژوند ته مخه کړي او له جګړو لاس په سر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply